
د روژې فضيلت او ځانګړتيا
محمد نبي سلطاني
د روژې مياشت په حقيقت کي پر مسلمانانو د الله جل جلاله له لوري يو لوى احسان او ستره پيرزوينه ده؛ ځکه دا مياشت د مغفرت او بې حسابه ثوابونو د ترلاسه کولو له پاره يوه حقيقي مياشت ده، په دې مياشت کې چې هر مؤمن روژه ونيسي، د الله عبادت وکړي،د ناوړو کارونو څخه ځان وساتي، د بل حق په ځان پورې ونه تړي( د نورو حق و نه خوري) او د نورو پر حق خېټه وانه چوي، هرو مرو الله جل جلاله مغفرت ورته کوي او ستر اجرونه ورکوي، ځکه روژه دومره ستره او د برکتونو څخه ډکه میاشت ده، چې رسول الله صلى الله عليه وسم خپله ستره او د برکتونو څخه پرېمانه میاشت نومولې ده. دومره ستره او د عظمت څخه ډکه ده، چې موږ يې د عظمت او لوړ والي تصور بېخي کولای نه سو او نه زموږ ژبې د هغې برکتونه او اسرار بیانولای سي.
دا خو هغه مياشت ده، چې الله جل جلاله پکښي د خپل رحمت او جنتونو دروازې د خپلو بنده ګانو پر مخ پرانيستي دي، دا خو هغه مياشت ده، چې د جهنم در وازې پکښي تړل سوي او دا خو هغه مياشت ده، چې د انسانانو لوى او سر سخته دښمنان شيطانان هم په ځنځيرونو پکښي تړل سوي.
هو! یو مسلمان چې د سپېدو څخه بيا تر لمر لوېدو پوری د الله جل جلاله له پاره خوراک او څښاک ونه کړي، نه خپلې جنسي اړیکې پوره کړي، د لوږي او تندي سره مخ سي پر هغه صبر وکړي نو د همدې لږ تکلیف په بدله کې به په دنیا او اخرت کې د دوو لویو خوښیو سره مخ سي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي:
للصائم فرحتان فرحة عند فطره و فرحة عند لقاء ربه.(متفق علیه)
ژباړه: روژه دار ته دوې خوښۍ دي یوه خوشحالي ئې د روژه مات پر مهال او بله خوشحالي ئې څه وخت چې د خپل رب سره مخامخ کیږي ده.
د روژه مات خوشحالي خو موږ او تاسو لیدلې ده دا دونه ښکلې خوشالي ده، چې هر څونده لوی واده، دسمال او يا چې هر څونه ستري ميلمستياته څوک بلل سوی وي هغونه به نوي خوشحاله څونه چې روژاتي د روژه مات له پاره خوشحاله وي. دا ئې دنیاوي خوشحالي ده او د اخرت خوشحالي بیا هغه وخت معلومېږي، چې د قیامت په ورځ الله جل جلاله و روژاتي ته د هغه د روژې ثوابونه ورکوي.
الله پاک دا مياشت دروژې په فرضيت سره خاص کړې ده، هغه چې ترټولو اعمالو غوره او الله پاک ته د نژدې کېدو وسيله ده، ددې مياشتي روژه نيول دمخکنيوګناهونو دبخښني سبب کېږي، لکه د ابوهريره رضى الله عنه په حديث کې چې راغلي دي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي:
من صام رمضان ايمانًا واحتسايًاغُفِرله ماَتقدم من ذنبه.(متفق عليه)
ژباړه: څوک چې د رمضان دمياشتي روژه دايمان له مخي او دثواب غوښتلو په نيت ونيسي؛ نو د ده مخکني ټول ګناهونه به معاف کړل سي.
په يو بل حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
اذاکان اول ليلة من شهر رمضان صُفدت الشياطين ومردة الجن ، وغلفت ابواب النارفلم يفتح منهاباب، وفُتيحت ابواب الجنة فلم يُغلق منهاباب وينا دي منادٍ ياباغى الخيراُقبل،وياباغى الشراقصر، ولله عُتقاء من النار وذلک کل ليلة.( رواه ترمذي )
ژباړه: کله چې د روژې دمياشتي اوله شپه سي، شيطانان او سرکښه پېريان په ځنځيرونو وتړل سي، د دوزخ د روازې وتړل سي، چې بيا يوه دروازه نه پرانستل کېږي. دجنت دروازې خلاصي کړل سي بيايوه دروازه نه تړل کېږي او يوآواز کوونکی به آوازوکړي، چې اې د خير غوښتونکې! راوړاندي سه! (دخيرکارونوته دوام ورکړه) اې دشر غوښتونکې! د شره لاس واخله (دبدوکارونو څخه منع سه) او الله پاک لره د اُور څخه آزا دکړل سوي خلګ وي (الله پاک د اُوره څخه آزادکړي وي او بخښنه ئې ورته کړې وي ).
دا آواز او د اُوره څخه د خلګو آزادول هره شپه وي؛ نو په دې حديث شريف کې دروژې دمياشتي ځانګړتياوي او فضايل بيان سوي دي، چې هغه د جنت د دروازو خلاصول دي دمؤمنانو د ښوکارونو د ډېروالي له امله او ښوکارونو ته د هغوى دتشويق اوهڅوني له پاره او پر مومنانو درحمت کولو له امله د دوزخ د دروازو تړل دي، ځکه په دې ميا شت کې هغوئ ګناهونوته لږ نژدې کېږي، همدا راز دشيطانانو تړل دي، ترڅوپه دې مياشت کې وهغوکارونوته خلاص نه سي چې مخکې ورته خلاص وو.
په روژه کې ومسلمانانو ته الله جل جلاله ډېر امتيازونه ورکړي دي، چې تېر کناهونه ئې بخښل کېږي، فرښتې د ده له پاره دوعاوي کوي، شيطانان تړل کېږي، په شپه او ورځ کې په لکونو بخښني ورته کېږي او داسي نور امتيازونه لکه په يو حديث کې چې راځي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
کل عمل ابن آدم يضاعف،الحسنة بعشرامثالها الى سبعماﺋة ضعفٍ قال الله عزوجل: الاالصوم فانه لى وانا اجزي به ، يدع شهوته وطعامه من اجلى ، للصائم فرحتان، فرحه عندفطره ،وفرحة عندلتاء ربه،ولحلوف فيه اطيب عندالله من ريح المسک. ( متفق عليه).
ژباړه: د انسان هرعمل څوچنده کېږي يوې نيکۍ ته لس چنده ثواب ورکول کېږى تر اوه سوه چنده پوري، الله پاک فرمايي: مګر د روژې ثواب دا ډول نه دی، ځکه دا روژه ماته ده او زه د هغې بدله او جزا ورکوم. دا روژه دار زما لپاره خپل خوراک او نفساني غوښتنه پرېږدي، روژه نيوونکي ته دوې خوشحالۍ دي:
يوه خوشحالي د روژمات په وخت کې او بله خوشحالي د خپل رب سره د ملاقات او يو ځاى کېدو په وخت کې ده، د روژه دار د خولې بوى الله پاک ته د مشکو تر بوى هم ډېر ښه او پاک دی.
روژه تيان به و جنت ته پر يو خاصه دروازه داخلېږي، چې له دوى څه پرته به نور څوک پر دې دروازه نه ځي، دا امتياز يوازي روژاتيانو ته ورکول سوی دی.
د سهل بن سعد رضى الله عنه څخه راويت رانقل سوى دی هغه وايي نبي رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي:
إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لاَ يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ يُقَالُ أَيْنَ الصَّائِمُونَ فَيَقُومُون لاَ يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ فَإِذَا دَخَلُوا أُغْلِقَ فَلَمْ يَدْخُلْ مِنْهُ أَحَدٌ.( البخاريّ)
ژباړه: په تحقيق سره په جنت کې يوه دروازه ده چې ريان ورته ويل کېږي، د قيامت په ورځ به روژه نيوونکي ددغې دروازې څخه جنت ته داخلېږي، د دوی څخه پرته نور څوک نه ورداخلېږي. وبه ويل سي روژه نيوونکي چېرې دي؟
نو دوى به ور ولاړ سي، د دوى پرته به نور څوک نه ورداخلېږي. کله چې دوى ور داخل سي دروازه وتړل سي نو بيا هيڅوک نسي ور داخلېدلاى.
لکه څنګه چې روژه انسان د دوزخ له اوره ساتي همداسي يې د ګناهونو، بدو خبرو او بې فايدې کارونو څخه ساتي. رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي: يقيناً روژه نيول يو سپر دی بنده په دې سره له اوره څخه ځان ساتي.
نو موږ مسلمانانو ته په کار ده، چې دا مياشت په ښه اخلاص او صداقت سره ونيسو او د هغو اعمالو او کارونو څخه ځانونه وساتو چې د دې مياشتي ثوابونه له منځه وړي او په ګناهونو کې ډېروالى راولي.