ټولنیزه برخه

وحيدالدين خان؛ يو فلسفي او حکيم انسان

زاهد جلالي

غالباً ۲۰۱۱ یا ۱۲ کال و. د پېښور قصه خاني بازار کې د کتابپلورنځيو زه هغو دوکانو کې ګرځېدم چې عربي کتابونه ورسره وو. يو کوچنی کتاب مې ولید، نوم يې راته جالب و او ليکوال مې بيخي نه پېژانده.

د کتاب نوم «الاسلام والعصر الحديث» و. جالب کتاب و. د کتاب له لوستو وروسته مې پلټنه شروع کړه چې ليکوال يې وپېژنم او نور کتابونه يې پيدا کړم. ژر پوه شوم چې د هغه ډېری کتابونه په انګليسي او اردو ژبو ليکل شوي دي.
له پلټنو وروسته له ډاکټر مرسل فرمان صاحب سره اشنا شوم. فرمان صاحب په پېښور او مانسهره پوهنتونو کې استاد و او د وحيد الدین خان د فکر لاروی و. ډېر خوږ او همکار انسان و. هغه راته د ده ډېر کتابونه راکړل چې تر اوسه له ما سره شته.

وحيد الدین خان په ځوانۍ کې د مولانا مودودي په جماعت اسلامي کې و. خو د مودودي په ژوند کې له جماعت اسلامي څخه واوت، ځکه چې ويل يې چې مودودي دين ډېر سياسي تفسير کړی دی. هغه له مودودي سره پر خپل اختلاف يو کتاب هم ليکلی دی، چې اردو، عربي، انګليسي او نورو ژبو کې شته.

وحيد الدین خان له ۱۹۶۰مو کلونو را په دې خوا ليکل کوي. تر ټولو مهم کتاب يې چې دی يې ډېر مشهور کړ، د God Arises په نامه و چې ملحدينو، داروېنېستانو او د فرويډ لاروونکو ته يې د خدای د اثبات فلسفي او ساينسي دلايل وړاندې کړي وو. دغه کتاب هغه ځکه ډېر مشهور کړ، چې په داسې تاريخي وخت کې ليکل شوی دی چې په اسلامي نړۍ کې د ماډرنېزم څپه ډېره قوي وي او کمونېزم او نورې الحادي مفکورې نوې نوې راغلې وې چې د خدای شتون يې چلنجاوه. دا کتاب په انګليسي، عربي، اردو، ترکي او نورو ډېرو ژبو ژباړل شوی دی.

هغه په مختلفو برخو کې په سلګونو کتابونه ليکلي دي. داسې حس کېږي چې هغه زښت ډېر ليکل کول. ځکه په سلګونو کتابونه، ورسره مياشتنۍ مجله چې تقریبا ټوله ده خپله ليکله او د هر کال ډايري يې چاپېده. له دې ټولو په زرګونو او آن لسګونه زرو مقالې جوړېږي. هغه د فلفسي، ديني، اجتماعي او سياسي مسايلو برسېره په ژوند کې د کاميابۍ رازونو په اړه هم ليکل کړي دي او ښه ليکل يې کړي دي.

انسان حيران شي چې په دومره بوډاتوب کې دومره ډېر ليکل ده څنګه کول. دغه راز هغه لږ تر لږه يو وار اوونۍ کې پر فېسبوک پر ليکه کېده او د خپلو لارويانو پوښتنې يې ځوابولې او هغوی ته يې په مختلفو مسايلو لکچرونه ورکول.

د وحيد الدين خان په ژوند کې يوې مسئلې چې زما توجه يې ډېره جلب کړې وه، هغه د ده د کورنۍ په اړه وه. د هغه ټول زامن په مختلفو برخو کې ډېر رسيدلي دي، د کتابونو ليکل، ژباړل او نور ابتکارونه په کې ډېر ليدل کېږي. آن د هغه لور، فريده خانم، په مختلفو مسايلو کتابونه ليکلي دي.

وحيد الدين خان يو پرکار انسان و، زه يې د ديني عالم په توګه نه، بلکې د يوه فلسفي انسان او حکیم په توګه پېژنم. په ځينو مسايلو کې ډېر ښه نظرونه لري اما ځينې نظريات يې ډېر شاذ دي. ځينې آن له اسلامي عقايدو او اصولو سره په ټکر کې دي.

يو له هغو مسايلو چې دی په کې ډېر مشهور و، د سولې موضوع وه. سوله او امن ډېر ښه دي. خو دی بيخي د جهاد مخالف و. جګړه په اسلامي فقه کې هم په خپل ذات کې بد شی بلل شوی دی، مګر د ضرورت پر بنیاد ورته اجازه ورکړل شوې ده، خو وحيد الدين خان بيخي دغه استثنا نه لرله. د هغه نظر دا و چې مسلمان باید هېڅ ځان کې جګړه ونه کړي.

په اسلامي نړۍ کې، په هره برخه کې چې د مسلمانانو او غير مسلمانانو ترمنځ کومه ستونزه شته، دی يې ملامتي پر مسلمانانو اچوي او مقابل طرف ډېر سلامت تراشي. همدا ده چې د غير مسلمانانو او سیکولر ماډرنېستانو ډېر خوښ دی. او له همدې کبله ده د سولې نړيوالې جايزې اخيستې دي.

آن د فلسطين په اړه د ده همدا نظر او موقف و. ملامتي يې پر مسلمانانو اچوله او غوښتل يې يهودانو ته برئت ورکړي. په ۱۹۹۵م کال کې هغه د سولې په يوه کنفرانس کې د برخه اخيستو له پاره اسراييلو ته سفر وکړ او هلته يې له ډېرو اسراييلي سياسيونو سره ليدنې وکړې. (انځور په لومړۍ تبصره کې) خان د دغه سفر کيسه په خپل کتاب «سفرنامه اسپین وفلسطین» کې ليکلې ده.
هغه په ډېر ساده ګۍ ليکي چې فلسطينيان بیت المقدس کې خوشاله وو، د هېچا په څېره کې ما خپګان ونه ليد، اسراييلو هغوی ته مشکلات نه جوړول. دغه راز ليکي چې د مسجد اقصی د ورانولو او سلیماني هيکل د جوړولو کيسه هسې افواهات دي، ځکه چې «ما له يهوديانو پوښتنه وکړه او هغوی وويل چې داسې پلان نه لري». وحيد الدین خان د اقصی جومات د امام او خطیب نارې نه اوري چې څه وايي، خو د يهودانو نظرونه مني. دغه راز په تېرو څو لسيزو کې په بیت المقدس ښار کې ډيموګرافیک تغییر ته نه ګوري چې هره ورځ د فلسطينیانو ځمکې اسراييل غصبوي، خو دا وايي چې فلسطينیان له څېرو خپه نه ښکارېدل.

عموما د فلسطين او نورو اشغال شویو مسلمانو سيمو کې د ده نظر دا دی چې باید ټول فعاليتونه سوله ييز وي، مطلقاً سوله ييز. دی فلسطينیان ملامتوي چې پر ديوالونو يې د اسراييلي اشغال پر وړاندې ځينې شدیدې جملې ليکلې وې. د دغه سفر نامې عمومي لهجه داسې ده چې له يهودانو سره په کې خواخوږي ښکاري، خو پر فلسطينیانو نيوکې کوي. او تقریبا په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې د هغه نظر همداسې دی.

په ټوله کې، وحيد الدین خان يو ماډرنېست مسلمان مفکر و. پيل يې د سنتي اسلام له ادرس څخه کړی و، خو وروسته په کې ډېر ستر بدلونونه راغلي وو او ډېر شاذ او نادر نظريات يې وو. البته د يوه حکیم انسان په توګه يې په ځينو مسايلو کې ښه نظریات هم لرل، خو بیا هم تکراروم چې د يوه مسلمان عالم په توګه چې په مختلفو فقهي او عقيدوي مسايلو کې يې نظریات ومنل شي، د منلو نه و.

هغه الله ته ورغلی دی، الله تعالی دې پرې رحم وکړي، بښنه دې ورته وکړي او جنتونه يې نصیب.

زاهد جلالي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx