
په کرونا کې پټه ملاریا، روغتیا وزارت وایي تېر کال یې هیڅوک نه دی مړ کړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غویي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې له تېر کال راهیسې د ملاریا ناروغۍ هېواد کې هیڅوک نه دي مړه کړي.
د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې له پنځو سلنو دوه سلنې ته ټيټې شوي، چې د اخته کسانو شمېر یې په تېر کال کې ۱۵۰ زره کسانو ته رسیږي.
بل لوري ته د روغتیا نړیوال سازمان په دې ورځو کې د هغو هېوادونو په تړاو چې د ملاریا ناروغي په کې ختمېدو ته نږدې شوې جشن لمانځي، دوی ددې لپاره سږنی شعار «له ملاریا پرته نړۍ» غوره کړی دی.
په افغانستان کې د روغتیا وزارت مسوولین وایي چې په دې هېواد کې پر دغې وژونکې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ پر کمېدو دی، ددوی د وینا له مخې په ملاریا د اخته کسانو ۹۱ سلنه پېښې په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې ثبتې شوي دي.
که څه هم ملاریا په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره وژونکي ناروغي ده، خو روغتیا وزارت باور لري چې یادې ناروغۍ په افغانستان کې تېر کال هیڅ ناروغ نه دی وژلی.
د روغتیا نړیوال سازمان د موندنو له مخې په ۲۰۱۹م کال کې په نړۍ کې ۲۲۹ ملیونه کسان په ملاریا اخته شوي چې له ډلې یې ۴۰۹ زره د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د ملاریا نښې له سر درد او سړې تبې سره پېلیږي، که چیرې یې پر وخت درملنه ونشي د مړینې لامل هم کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو له مخې ورته نښې کرونا ویروس هم لري، چې په انسان کې په ویروس د اخته کېدو پرمهال په لومړۍ اوونۍ کې څرګندیږي، همدا لامل دی ممکن د چارواکو له نظره د ملاریا ناروغي په کرونا کې پټه شوي وي.
په افغانستان کې له تېر یو نیم کال راهیسې نږدې ۵۹ زره کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې له جملې څخه یې ۲ زره ۵۸۲ تنه مړه شوي دي.