افغانستان

میدان وردګو کې د دولتي عسکرو توپچي برید د یوې کورنۍ ۴ غړي «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غوايي، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ توغولي، چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور تنه «شهیدان» شوي دي.

دا پېښه پرون ماښام د روژه مات پرمهال د سیدآباد ولسوالۍ په «اوتړیو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي خلک وايي، د دولتي عسکرو لخوا توغول شوې د هاوان مرمۍ د خلکو په کورونو لګېدلي، چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور غړي «شهیدان» شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د خلکو په خبره ددې پېښې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له پېښې وروسته د سیمې خلکو د اعتراض په ډول د «شهیدانو» جنازې د کابل ـ کندهار لویې لارې ته راویستلي او په پېښه کې د ککړو عسکرو د نیولو غوښتنه یې کوله.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د ولسي خلکو په کورونو«ړانده» هوايي او توپچي بریدونه کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د دولتي عسکرو لخوا په ورته بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

پنځه کاله وړاندې (جمعه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۴ل) هم د سیدآباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې دولتي عسکرو پر یوې دیني مدرسې او جومات د هاوان مرمۍ توغولې وې، د کومې له امله چې په یاده دیني مدرسه کې په خواږه خوب ویده ۱۲ تنکي ماشومان په «شهادت» رسیدلي وو او دغه پېښه په پراخه کچه وغندل شوه.

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې د دولتي عسکرو په هاوان ویشتل شوې دیني مدرسه
د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې د دولتي عسکرو په هاوان ویشتل شوې دیني مدرسه

چارواکو هغه مهال ژمنه کړې وه، چې ددغه «شهید» شوي جومات پرځای به یوه لویه مدرسه جوړوي؛ خو دغه ژمنه تراوسه عملي شوې نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousafzai

توبه خدایه توبه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx