
طالبانو پر ملکي خلکو بریدونو کې لاس لرل په یو مخیز ډول رد کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غوايي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل حکومت هغه ادعاوې ناسمې بللي چې ګواکې طالبانو په تیرو یوولسو ورځو کې پر ملکي خلکو بریدونه کړي دي.
تردې وړاندې کورنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې د حمل میاشتې له ۲۵ څخه د ثور تر ۵ مې نیټې پورې د طالبانو لخوا په ۶ سرتیرو بریدونو او ۶۲ بمي چاودنو کې ۶۳ عام وګړي شهیدان شوي او ۱۸۰ نور ټپیان دي، کومه ادعا چې طالبان یې بې ا ساسه بولي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دا «پروپاګند» دی او زیاته کړې یې ده چې ملکيانو ته په «چاپو»، «توپچي» او «هوايي» بریدونو کې تلفات اوړي.
نوموړي داسې ویلي: «دمجاهدینو لخوا چیري هم په ملکي خلکو کوم برید ندی شوی.»
د کابل حکومت او طالبان په داسې مهال یو بل باندې د ملکي تلفاتو پړه اچوي، چې پرون ماښام د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ په «اوتړیو» سیمه کې د دولتي عسکرو په توپچي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۴ غړي «شهیدان» او ۵ تنه نور ټپیان شول.