افغانستان

 د خوست د امنیه قومندانۍ پرضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غوايي، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت مرکز کې لسګونو کسانو د امنیه قومندانۍ پرضد لاریون کړی او شکایت کوي چې امنیه قومنداني ددوی په شخصي ځکه کې پوځي تأسیسات جوړوي.

لاریون کوونکي چې د خوست ښار لویدیځ د «بارګینو» سیمه کې راټول شوي او د خوست ـ ګردیز لویه لاره یې د ترافیکو پرمخ تړلې وه، د خوست امنیه قومنداني باندې تور پورې کړ چې د قانون پرخلاف ددوی د نومرو په ځمکه کې پوځي تأسیسات جوړوي، کوم تور چې د خوست امنیه قومنداني یې نه مني.

د خوست امنیه قومنداني وايي، چې دغه ځمکه ددوی ملکیت دی او ټول قانوني اسناد یې په لاس کې لري.

باید وویل شي چې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته د خوست په ګډون د هېواد په ګڼو ولایاتو کې دولتي ځمکې د زورواکانو لخوا غصب او چور شوې، چې ځینې یې اوس په ښارګوټو بدلې شوې دي.

د ځمکو او دولتي املاکو د ثبت ریاست د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې سلګونه زره جریبه دولتي ځمکه د زورواکانو په ولکه کې ده، چې باید ورڅخه خلاصه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x