افغانستان

بامیانو کې د «عشق بازۍ» له کبله د یو ځوان مرۍ غوڅه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غوايي، ۱۴۰۰ل): د بامیانو ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې له یوې انجلۍ سره د عشقي اړیکو جوړولو پر سر د سیالۍ له کبله د یو ځوان مرۍ غوڅه شوې ده.

د یکاولنګ اولې حصې ولسوال محمدعظیم فرید وايي، وژل شوی ځوان محمد نومیږي چې ۱۷ کاله یې عمر او اصلا د غور ولایت د لعل وسرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ.

ولسوال زیاتوي، ددغه ځوان جسد د جمعې په ورځ د ولسوالۍ له بازار نه یو نیم کیلومتره لرې د یو غره شاته پیدا شوی، چې په مرموزه توګه وژل شوی ؤ.

که څه هم ولسوال وايي، چې له پېښې سره په تړاو یې څلور تنه نیولي؛ خو ددې پېښې په هکله نور جزیات نه ورکوي.

په ورته مهال یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د غور ولایت اوسېدونکي ۱۷ محمد د یکاولنګ ولسوالۍ پر یوې نجلۍ مین ؤ؛ خو په ورته مهال د یکاولنګ ولسوالۍ یو بل ځوان هم په یادې نجلۍ مین ؤ، ځکه یې له خپلې مخې څخه د خنډ لرې کولو په موخه د لومړني ځوان مرۍ د چړې په واسطه غوڅه کړې ده.

بایدوویل شي چې په افغانستان باندې له امریکايي یرغل سره همهاله د «مبتذلو» هندي، ایراني او ترکي سریالونو له خپرېدو وروسته په ټولنه کې د ناروا جنسي اړیکو، فحشاء او ناسمو عشقي اړیکو پاللو له کبله یو شمېر نجونې له کورونو څخه تېښتې ته وهڅول شوې او ګڼې کورنۍ یې په دښمنۍ واړولې.

بامیان هم له هغو ولایاتو څخه ګڼل کیږي چې ډیری ځوانان یې د فلمي نړۍ له ستورو څخه انګیزه اخلي او زیاتره د ښځو او نارینه وو اختلاط لپاره په ټولنیزه توګه فعالیت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم خان

پہ پشتنو کی ولور ڈیر زیات دئ، سی لہ آملہ ہںے د زوانانو ودونہ پر وخت نہ وی، پایلہ ہںے داسی قصے زیژوی، باید سی وادہ آسانا سی، ڈیری درنے ستونزی بہ پخپلہ لمنزہ ولاڑی سی، پہ اصل کی جہاد دالتہ دی ، بائد لہ ہر آغہ ستونزی سرہ جہاد وسی، سی آولسونہ ب لیاری کوی، اولسونہ پر شا کوی، اولس شکوی، اولس ب علم پہ تیارہ کی ساتی، ٹگان دروغزن کلہ ہم نہ غواڑی سی خلگ د دوئ پہ چم چل فریب پوہہ سی ، ولی سی د دوئ گٹہ او کار مسلک ہم دغہ دہ، کہ دغہ نہ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx