افغانستان

جنرال میلر: په افغانستان کې د امریکايي اډو تخلیه پیل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غوايي، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د امریکايي عسکرو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر له افغانستانه د پاتې امریکايي عسکرو د وتلو او خپلو لویو مرکزونو د تخلیې د پیل خبر ورکړی دی.

نوموړي چې نن د یکشنبې په ورځ یې کابل کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې له افغانستانه له وتلو سره همهاله به خپلې ټولې پوځي اډې او تأسیسات د کابل حکومت عسکرو ته وسپارو.

نوموړي په دې هکله ویلي، چې له ځینو مرکزونو څخه زمونږ د عسکرو وتل لاوختي پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده چې امریکايي ځواکونه تر راتلونکو دوه اونیو پورې خپلې درې نورې پوځي اډې هم د کابل حکومت عسکرو ته وسپاري.

باید وویل شي چې امریکايي ځواکونو تردې وړاندې د کندهار هوايي ډګر، د هلمند په ښورابک کې د باسټن پوځي کمپ، په کابل کې د ایګزر پوځي کمپ او د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ د ټوپ دښتې پوځي بیس له خالي کولو وروسته افغان ځواکونو ته سپارلي وو.

میلر دغه راز څرګنده کړې، که افغانستان کې د جوړجاړي تړون عملي هم شي، دوی ته امر شوی چې له افغانستانه ووځي.

نوموړي د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د بریدونو زیاتولو په اشارې ویلي، چې دا به یوه تیروتنه وي او په افغان مشرانو یې غږ کړی چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته خپلمنځي اتحاد ټینګ وساتي.

د طالبانو په اړه نوموړي ادعا کړې چې لاهم له القاعده تنظیم سره اړیکې ساتي او «تاوتریخوالی» یې زیات کړی دی.

د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته نوموړي خبرداری ورکړی که چیرې بیاهم د کابل حکومت ته د مرستې ضرورت شي، دوی کولای شي له لرې ځایه د هغوی مرستې ته راودانګي، ځکه دده په باور امریکایان ددې وړتیا لري چې له لرې څخه د افغان ځواکونو مرسته وکړي.

سکاټ میلر په داسې مهال له لرې څخه د افغان ځواکونو د مرستې ټټر ډبوي، چې تردې وړاندې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د امریکايي عسکرو قومندان جنرال فرانک مک کنزي اندېښنه څرګنده کړې وه، چې کیدای شي د کابل حکومت عسکر د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د خپل ځان ساتنه ونه کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx