ورزش

د محمد رضوان په مرسته پاکستان د شل اوریزو سیریز په خپل نوم کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غویي، ۱۴۰۰): د پاکستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیریز د پاکستان په بریا پای ته ورسېد چې په وروستۍ لوبه کې یې زمبابوې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په عمومي ډول په پاکستان لوبډله کې له محمد رضوان پرته هیڅ لوبغاړي د پام وړ کارکردګي ترسره نه کړه، او د نوموړي په مرسته یې یاد سیریز وګاټه.

په دریمه او وروستۍ لوبه کې محمد رضوان ۹۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او په ټاکلو شلو اورنو کې پاکستان زمبابوې ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه، ددوی له لوري بابر اعظم هم نیمه سلیزه ووهله.

بابر اعظم لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې یې چټکې ۲۰۰۰ منډې وکړې، نوموړي دغه څلي ته په ۵۲ لوبو کې ورسېد، په داسې حال کې چې ویرات کولي په ۵۶ لوبو کې بشپړې کړې وې.

د هدف په تعقیب کې زمبابوې لوبډلې په زړه پورې چټک پېل وکړ، خو له سلو چټکو منډو وروسته یې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې، چې په پای کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۱ منډې وکړې.

له دې وړاندې په لومړیو دوه لوبو کې زمبابوې د پاکستان پر وړاندې غوره کارکردګي ښودلې وه، چې لومړۍ لوبه یې د ۱۱ منډو په کم توپیر بايللې، خوو دوهمه لوبه یې د ۱۹ منډو په توپیر ګټلې وه.

بايد وويل شي چې محمد رضوان له تېر یو کال راهیسې د پاکستان لوبډلې لپاره په زړه پورې کارکردګي ترسره کوي، نوموړي په یادو دریو سیالیو کې ۱۸۶ منډې وکړې، چې دوه نیمه سلیزې په کې شاملې دي، هغه د سیریز غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx