افغانستان

چین: په افغانستان کې پانګونې ته بلنه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غوايي، ۱۴۰۰ل): چین وایي، له افغانستان سره د دوو اړخیزو همکاریو د پراخولو په لټه کې دی او د اقتصادي بیا رغونې په موخه چینایي کمپنۍ په دې هیواد کې پانګې اچونې ته هڅوي.

په کابل کې د چین سفیر «وانګ یو» ویلي، چې د چین او افغانستان تر منځ د یو کمربند یوه لار پروژې په پلي کولو کې د همغږۍ زیاتوالی به د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا غښتلې کړي او په تعقیب به یې چین د خپل هیواد کمپنۍ وهڅوي تر څو د افغانستان د بیارغونې په موخه په دې هیواد کې پانګونه وکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «چین به چینایي کمپنۍ وهڅوي تر څو د افغانستان د اقتصاد په بیا رغونه کې فعاله ونډه اخلي.همدارنګه د یو کمربند یوې لارې پروژه کې د چین-افغانستان د همغږۍ زیاتوالی به د دواړو هیوادونو ولسونو ته ګټه ولري.»

وانګ یو ددې تر څنګ د افغانانو له خپلمنځي خبرو ملاتړ کړی.

چین داسې مهال په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښيي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو نېټه مشخصه شوې او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې بهرني پوځيان په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

چین تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پانګونې او د کانونو راسپړلو ته لیوالتیا ښودلې وه او استازي يې په همدې تړاو د طالبانو له سیاسي دفتر سره غږېدلي وو.

طالبان وایي، که بهرني عسکر افغانستان پرېږدي او جګړه پای ته رسولي، ګڼ هیوادونه به په افغانستان کې پانګې اچونې ته جلب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

“طالبان وایي، که بهرني عسکر افغانستان پرېږدي او جګړه پای ته رسولي، ګڼ هیوادونه به په افغانستان کې پانګې اچونې ته جلب شي.” خو پدی شرط چی طالبان د انسانانو په څیر له خلکو سره رویه وکړی، د جنوب غرب د حوزې فرهنګ پر ټولو تطبیق نکړی، پر خلکو په زوره ږیره پرینژدی، خلک په زوره جومات ته کش نکړی، د تعلیم او زده کړی لاره بنده نکړی بیا به نړیوال افغانستان پانګونه کوی. غیر له هغه به طالبان لکه د پخوانی امارت په شان هیڅ یو مملکت په رسمیت ونپیژنی صرف پاکستان چی دوی یی روزلی او د دوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx