
افغانستان
د پکتیکا د وازېخوا ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غوايي، ۱۴۰۰ل): د پکتیکا ولایت امنیتي مسئولین وايي، د وازېخوا ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرحیم اباسین له طالبانو سره د نښتې پرمهال خپل ژوند بایللی دی.
دا پېښه پرون ماښام د وازیخوا ولسوالۍ په «موساوالو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پکتیکا د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وايي، د وازېخوا ولسوالۍ امنیه قومندانۍ یو شمېر پوستو ته اکمالات رسول چې په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی او نښه رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې امنیه قومندان عبدالرحیم اباسین لومړی ټپي شوی؛ خو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د برید مسئولیت طالبانو منلی دی.