افغانستان

د کندهار میوند او ارغستان ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کندهار میوند او ارغستان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي او که هلته پروخت مرستندویه ځواک ونه لیږل شي، ښايي دغه دواړه ولسوالۍ سقوط وکړي.

ځايي سرچینې وايي، طالبانو له تیرو اتو ساعتونو راهیسې د میوند ولسوالۍ مرکز کلابند کړی او پر دفاعي پوستو یې بریدونه پیل کړي، چې له امله یې هلته میشت ځواکونه له سختې مایوسۍ سره مخ دي.

د سرچینو په خبره دا بریدونه نن مازدیګر مهال یوځل بیا هغه مهال شدید شول، چې طالبانو د میوند ولسوالۍ په مرکز له څو اړخونو څخه ډله ییز بریدونه پیل کړل، چې دا مهال د امنیه قومندانۍ په ودانۍ سخته جګړه روانه ده.

ویل کیږي چې د نن ورځې د نښتو پایله کې د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان «حاجي لالا» هم د سر په برخه کې ټپي شوی؛ خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې تردې دمه معلومات نشته.

له دې سره همهاله ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو د ارغستان ولسوالۍ په مرکز هم له څو اړخونو څخه بریدونه پیل کړي او هلته میشت عسکر خبرداری ورکوي، که هوايي مرسته ورته ونه ورسیږي، ښايي ولسوالي سقوط وکړي.

د کندهار ولایت میوند او ارغستان ولسوالیو مسئولین په داسې مهال د یادو ولسوالیو د سقوط په اړه اندېښنې څرګندوي، چې تیره ورځ د میوند ولسوالۍ په «میراخور» سیمه کې د طالبانو پرضد د جګړې پرمهال د ژیړۍ ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالبصیر اڅکزی ټپي او د صفر ۶ قطعې قومندان عبدالوارث همت اڅکزي په ګډون ۵ کمانډو عسکر ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ بهرنیو ځواکونو د کندهار هوايي ډګر څخه د عسکرو ایستلو سره همهاله خپل ټول پوځي سامان الات وویستل او هلته یې خپل ټول قراردادونه فسخ کړل، د کومې له امله چې د دولتي عسکرو ترمنځ سخته وارخطايي او «ناهیلي» رامنځته شوې ده.

له ارګ څخه باخبره سرچینې وايي، چې روانه اونۍ کندهار ته د اشرف غني سفر هم ددې لپاره وو چې هلته میشتو عسکرو او دولتي چارواکو ته مورال ورکړي، ترڅو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو ممکنه بریدونو په وړاندې مقاومت وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

الحمد لله د امریکایانو له وتلو وروسته ګوډاګۍ دولت له تسلیمي پرته بله لاره نلري هندو یار یې هم د اور په لمبو کی د اکسیجن ناری وهې چې تراوسه نده ورته رسیدلی
الله تعالی منتقم ذات ده زموږ د سپیځلو طالبانو وینی به رنګ راوړي ان شاالله

Shah khan

شاوليكوت كيي مو دي دالي فر ابو فول ولي تخريب كو

طوطی

ارغنداب وګټی تیر له ارغستان څخه دی، یوه بایلی بیا پر بلی حملی کوی همدا عمر دی ستاسو چی ټول په جګړی کی تیر شو لږ خپلو ماشومانو سره هم وخت تیر کړی. بیا اوس خو هغه ده امریکایان په وتو دی دا جګړی د څه لپاره. لکه چی طالبان هم د قدرت وږی شول او اوس د قدرت تر لاسه کولو لپاره جنګیږی. خو دا نه انسانی لار ده او نه هم شرعی نور مو خپله خوښه. څوک چی دی جګړی کی مری هغوی هم هغه کسان دی چی اکثره یی له اسلامه خبر ندی په والله که یی… نور لوستل »

ورک ځاځی

هیله کوم چی دی ته د سقوط لفظ مه کاروی. مناسب لفظ آزادی ده.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx