تاریخي پيښيد روژې فتوحات

د روژې په اوومه او اتمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

حمادافغان شیرزاد

د ۳۶۱هـ کال د روژې په اوومه د فاطمي خلافت مشرانو د ازهر جامعه او مسجد د ورانیدو او دوه کاله بندیدو وروسته خلاص کړو او دا د علم او فن ستر مرکز وګرځېدو.

د ۳۶۲هـ کال د روژې په اوومه د فاطمي خلافت امیر المعز لدین الله د قاهرې ښار خپل پایتخت اعلان کړ.

د ۵۹۶هـ کال د روژې په اوومه علاء الدین محمد خوارزمي او ملګرو یې ایران تر خپلې سلطې لاندې راوست.

د ۹۶۰هـ کال د روژې په اوومه د عثماني خلافت د سمندري ځواک مشر تورګت الب د کورسیکا په جزیره او د کاتانیا په ښار قبضه وکړه، دا وروسته له هغې وو چې اسپانیا دا ښار ونړولو او ۷زره مسلمانان یې اسیران کړل، د فتحې پر وخت دا اسیران هم آزاد شول.

د روژې اتمه:
د هجرت په اتم کال د روژې په اتمه نبي علیه السلام ابوقتادة رض پر هغه لاره د تجسس لپاره ولیږلو، پر کومه چې مسلمانانو د فتحې مکې لپاره سفر کولو.

د ۱۶۴هـ کال د روژې په اتمه اسلامي لښکرې د یوې سترې فتحې وروسته د قرطبې ښار ته راوګرځېدل.

د ۴۳۱هـ کال د روژې په اتمه د سلجوقي سلطنت لښکرو غزنویانو ته ماتې ورکړه او د خراسان خلک یې د خپل سلطنت تابع کولو ته راوبلل.

د ۴۵۵هـ کال د روژې په اتمه د سلجوق سلطنت د خپل پلار او د سلجوق سلطنت د مؤسس طغرل بک د وفات وروسته په تخت الب ارسلان کیناستلو، نوموړي د سلجوق سلطنت دائره ډېره پراخه کړه او رومیانو ته یې سترې ماتې ورکړې.

د ۶۶۵هـ کال د روژې په اتمه مسلمانانو د شام عکة ښار د ظاهر بیبرس په مشرۍ له فرانسوي او صلیبي ځواکونو ونیولو.

د ۲۷۳هـ کال د روژې په اتمه د اسلامي نړۍ ستر عالم او محدث ابو عبدالله محمد بن یزید بن  ماجه الربعي القزویني خاورو ته وسپارل شو، د نوموړي د مشهورو تصنیفونو له جملې د حدیثو کتاب چې په صحاح سته کې هم شمار دی “سنن ابن ماجه” دی چې تقریبا ۴۰زره احادیث پکې راجمع شوي.

د ۵۷۳هـ کال د روژې په اتمه د اسلامي نړۍ ستر طبیب چاچې اروپا ته د طب علم وروښودلو وفات شو.

دا لړۍ دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x