افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي: ځیني کړۍ په افغانستان کې د بې ثباتۍ دوام غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غوايي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره په یو وخت په افغانستان کې د ثبات تامین ته هیلې راټوکېدلې دي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، ځیني کړۍ لا هم په افغانستان کې د بې ثباتۍ د دوام په لټه کې دي.

قریشي ویلي، چې هیواد یې په افغانستان کې د ثبات په تامین کې مرسته کوي؛ خو ځیني بهرني عناصر لا هم خپلې ګټې په یوه بې ثباته افغانستان کې ویني او په همدې موخه یې میلیاردونه ډالر مصرف کړي، تر څو د افغانستان له خاورې څخه د خپلو ملي ګټو د پوره کولو کار واخلي.

دده په خبره، په افغانستان کې د سولې د تامین یو ستر فرصت رامنځته شوی چې افغانان باید ګټه ترې واخلي او له ضایع کېدو وساتل شي، ځکه دده له قوله، که خبرې ناکامې شي، نو په افغانستان کې به کورنۍ جګړه رامنځته شي او یاد هیواد به د نوییمو لسیزو حالت ته ولاړ شي.

قریشي وړاندې زیاته کړې، چې د افغان سولې په برخه کې د پریکړو واک نه لري، مګر په سوله کې مرسته کوي او طالبان به وهڅوي تر څو د مذاکراتو په پروسه کې ښکېل پاتې شي او د استانبول په راتلونکې احتمالي ناسته کې برخه واخلي.

ده د پاکستان-چین تر منځ اقتصادي دهلیز «CPEC» ته په اشارې وویل، چې هیواد یې هڅه کوي د افغانستان په څېر په وچه کې منحصر هیواد له دې پروژې ګټه واخلي، ځکه دده له قوله، د یادې پروژې ګټه ټولې منځنۍ اسیا او ان روسيې ته رسېږي.

د قریشي پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې ناټو او امریکا وایي، د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې په بشپړ ډول له افغانستانه وځي او په دې هیواد کې خپل شل کلن نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
That is absolutely correct. If the peace comes then who would be 
able to purchase properties in US, EU and ME. When it comes to 
killing - a common Afghan gets killed.

The war in Afghanistan is a good source of income.  That is why the 
Kabul Admin is giving hopes to Biden "Hey buddy send me greenback 
and I promise to make Afghanistan a state of the US."  Keep Dreaming
Adam Khan
There is need for a union of the 3 nations - Pakistan, Afghan and Iran. 
There is need for one leadeship.  
There is need for one capital again - the Kandahar.
طوطی

ګوړه ګوړه یاده وه خوله به دی شرینه وی.
It is better to be in the midst of hell, but not to unite with ##istan

Adam Khan

Yes, Toti Gul

Soon Inshallah #######. It is a fact, no doubt

KA SHPAH HAR CHO TIARAH WI STORI SHKARI
DAGHAH HAQIQAT DI DA TARIKH PA MADAAH

طوطی

خو همدا تاسی پنجابیان یی چی بی ثباتی مو زمونږه په ملک کی شروع کړی. کچیری ټول طالب مشران له کویټی او پیښور څخه وسړی نور به څوک بی ثباتی کوی؟ طالبان دا دومره وسلی او مهمات له کومه کړل؟ خو همدا تاسی پاکستانی یی ورکوی. الله مو تباه کړه.

pattang

بې معزه مشوکداره انګلیسي اوس د ډیرو اُفغانا نوزده دی خو مازغه یې په دالرو ګنګس شوي دي ! افغانستان اشغال دی او دملل متحد د منشور په اساس د نړۍ ټول هیوادونه اخلاقي سئولیت لري چې د ازادي په لاره کې له طالبانو سره مرسته وکړي د پاکستا نیا نو او نورو هیوادو نو کور ودان چې زمونږ له ازادي او استًقلال غوښتونکو ورونو سره مادي او معنوي مرسته کوي !!

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x