نړۍ

د وسلوالو په برید کی ۹ تنه پاکستاني عسکر ووژل شول

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۸) خیبر ایجنسی: خیبر ایجنسي کی باړه ته څیرمه دوسلوالو دبرید له کبله ۹  تنه پاکستاني عسکر وژل شوی او ۶ نور ژوبل شوی دي.

او همدا رنګه د عسکرو له لوري په ځوابي برید کی د ۱۶ وسلوالو د وژل کیدو خبر هم ورکول شوي دي.

برید په داسي وخت کی رامنځ ته شویدي کله چي دپاکستاني عسکرو یو کاروان چی خپلو مرکزنوته یی خورکي توکی لیږدول له نامالومه لوري دوسلوالو تر برید لاندی راغي.

او همدارنګه په ورته سیمه کی دیوي بلي پیښي له کبله پنځه  کسه وژل شوی او شپږنور ژوبل شوی دي، په سیمه کی امنیتي سرچینو خبر ورکړي دی، چي دنامالوم لوري څخه دمارټر ګولي دفیر کیدو له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوه، چي دقربانیانو په منځ کی  دوه تنه افغاني ماشومان اویو سیک مذهبه کس هم شامل دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x