نړۍ

ترکيه: د بايډن له لوري د ارمنيانو توکم وژنې تور ته به په مناسب وخت کې مناسب ځواب ووايو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غوايي، ۱۴۰۰ل): د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دوی به د امريکايي ولسمشر جو بايډن هغه تور ته په مناسب وخت کې مناسب غبرګون وښيي، چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يې د عثماني خلافت د ځواکونو له لوري د ارمنيانو وژل توکم وژنه بللې ده.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم قالن ويلي، د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د عثماني خلافت د ځواکونو د جګړې پر مهال رامنځته شوې پېښه د ولسمشر بايډن له لوري توکم وژنه بلل ناوړه عمل دی او ترکيه دا تور په ټينګه ردوي.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم قالن

ابراهيم قالن له رویټرز خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، چې انقره به په راتلونکو اونيو او مياشتو کې د بايډن د څرګندونو ځواب په ډېره مختلفه توګه ورکړي.

جو بايډن د تېرې شنبې په ورځ د ارمنيا د ملي ورځې نمانځنې پر مهال وويل، چې په ۱۹۱۵ کال کې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال عثماني ځواکونو د ارمنيانو توکم وژنه کړې او د نوموړي له دې څرګندونو وروسته د انقرې او واشنګټن سړې اړيکې نورې هم ترينګلې شوې.

ترکي چارواکو د بايډن دې څرګندونو ته توند غبرګون ښوولی، هغه يې رد کړي او ټاکل شوې، چې اردوګان به په دې اړه د کابينې له غړو سره هم سلا مشورې وکړي.

ابراهيم قالن وايي، په مناسب وخت او مناسب ځای کې به د بايډن بې عدالته څرګندونو ته غبرګون وښيي.

جو بايډن د واک له تر لاسه کولو درې مياشتې وروسته د تېرې جمعې په ورځ له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوګان سره د ټيليفوني خبرو پر مهال ويلي و، دی هوډ لري، د عثماني خلافت پر مهال د ارمنيانو وژنه توکم وژنه وبولي.

د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اردوګان جو بايډن سره د خبرو پر مهال هغه ته خبرداری ورکړی و،که د ارمنيانو وژنه يې توکم وژنه وبلله دا به يې ستره تېروتنه وي.

ابراهيم قالن زياته کړې: «له متحده ايالتونو سره به زموږ راتلونکې اړيکې د بايډن وروستيو ناوړو څرګندونو پر بنسټ وي.»

بې بنسټه څرګندونې

قالن زياته کړې: «د بايډن له لوري زموږ د مشرانو په اړه داسې څرګندونې کول او هغوی په توکم وژنه تورنول ډېره ناوړه او له تاريخي پلوه بې بنسټه خبره ده.

نوموړي له الجزيرې انګليسي څانګې سره د خبرو پر مهال وويل، چې د برنارډ لوی، ادوار ريکسون او ګوينتر ليوي په شمول ګڼو تاريخپوهانو هغه ادعاوې بې بنسټه بللي، چې عثماني ځواکونو د ارمنيانو توکم وژنه کړې ده.

د قالن په وينا د توکم وژنې اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۸م کال کې کارول شوې او تر هغه وړاندې پېښو لپاره دا اصطلاح نه کارول کيږي.

هغه وايي، ارمنيان د دوی د ټولنې مهمه برخه ده، له تېرو اوو پېړيو راهيسې له نورو ترکانو سره څنګ په څنګ اوسيږي.

قالن زياتوي، چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د روسي، برتانوي او نورو هېوادونو د پوځيانو له لوري ډېرې خونړۍ پېښې شوي، دغه مهال ډېر مسلمانان هم وژل شوي او موږ بايد تاريخي سياق له پامه ونه غورځوو.

د قالن په وينا په دې اړه د امريکايي ولسمشر څرګندونې د سياسي لاسته راوړنو هڅه ده.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند وايي، ولسمشر اردوګان په ۲۰۰۵ کال کې د دې پېښې د څېړلو لپاره د ترکانو سربېره د ارمني، روسي او برتانوي تاريخپوهانو د کمېسيون جوړولو پرېکړه وکړه، خو يو شمېر هېوادونو د خپلو سياسي موخو لپاره په دې اړه همکاري ونه کړه.

نوموړي غوښتنه کړې، چې نړيواله جنايي محکمې دې په اړه څېړنې وکړي.

ابراهيم قالن وايي، دوی د بايډن ادارې ته د يادې پېښې په اړه هر اړخيز معلومات ورکړي وو، خو داسې ښکاري، چې واشنګټن په لوی لاس له پامه غورځولي دي او زياته کړې يې ده، چې دا ډول څرګندونې به د واشنګټن او انقرې اړيکې نورې هم ترينګلې کړي.

د ارمنيانو توکم وژنې تور بې بنسټه تاريخي درواغ؟

ارمنيان وايي، د لومړۍ جګړې پر مهال عثماني ځواکونو د جرمني او اسټريا پوځيانو په ملتيا شاوخوا يو نيم ميليون ارمنيان وژلي او ارمنيان هر کال د اپرېل په ۲۴مه نېټه د دې پېښې غندلو په مناسبت غونډې کوي.

ترکيه وايي، د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال په اناضول سيمه کې کورنۍ جګړه او لوږه وه، چې له امله يې له ۳۰۰   زرو زيات ارمنيان او همدومره ترکان هم وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx