روغتیا

روغتیا وزارت هېواد کې د شپې لخوا ګرځبندیز او بهر ته په سفر محدودیتونه لګوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غویي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري د کرونا ویروس د دریمې څپې د چټک خپرېدو مخنیوي په خاطر د شپې لخوا په ګرځېدو او په یوه ځای کې د خلکو په راټولېدو بندیز ولګوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وویل چې افغانستان ته د هند الوتنې ځنډول، او د پاکستان او ایران سره پر پوله د سفر لپاره د نوي محدودیتونه وضع کول په پام کې لري.

بل لوري ته په هندوستان کې د افغانستان لوی سفیر فريد ماموندزي وایي چې په هند کې د کرونا ویروس پراخ خپرېدلو ته په کتلو دې افغانان دغه هېواد ته د اړتیا پرته له سفر کولو ډډه وکړي.

د روغتیا سرپرست وزیر مجروح د دوشنبې په ورځ د مۍ په ۲۶مه نېټه د ولایتونو روغتیا رییسانو او د خصوصي سکتور استازو سره په لېدنه کې د کرونا ویروس د دریمې څپې مخنیوي په خاطر په جدي ګامونو پورته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې دا مهال د عامې روغتیا وزارت او نورو بنسټونو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او دا د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د دریمې څپې په مخنیوي کې اغیزمنه ثابتېدلی شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ولایتونو روغتیا رییسانو ته لارښوونه کړې چې په مرکز او ولایتونو کې د اکسیجن شرکتونو د تولید ظرفیت معاینه کړي تر څو ددې په اساس ګامونه پورته شي.

نوموړي په اړوندو څانګو هم غږ وکړ چې په خصوصي روغتونونو کې د کرونا ویروس د لباسونو چمتو کولو لپاره ګامونه پورته کړي، روغتیایي کارکوونکو ته پر وخت معاش ورکړي، او په روغتونونو کې نوي کارکوونکي وګماري.

وحید مجروح دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو کچه د تېرې میاشتې په پرتله شاوخوا ۸۰ سلنه لوړه شوې ده، د پېښو ډیروالي او په ګاونډي او د سیمو په هېوادونو کې د کرونا سخت حالت افغانان هم اندېښمن کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت که څه هم هېواد کې د دریمې څپې خپرېدل په رسمي توګه نه دي تایید کړي، خو ددې د مخنیوي لپاره په پام کې لري له وړاندې ګامونه پورته کړي.

په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې هېواد کې د کرونا ویروس ۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې شاوخوا لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

دولت دی د هند سره د رفت وامد لاری وتړي په اوس وخت کی تر ټولو مهم قدم همداده چې د کویډ مخه دب شې چارواکي روز مره تګ او راتګ لري چې دا ترټولو خطرناکه سلسله ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x