ډاکټر میره کی وايي د اورګون په پیښه کې شمالي ټلواله لاس لري

نن ټکی آسیا (جمعه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۳) افغان لیکوال او کارپوه ډاکټر محمد داؤد میره کي د اورګون د وړمې ورځې په پيښه کې د طالبانو لاس لرل رد کړي او دا یې د شمال ټلوالې کار بللی.
نوموړي د خپل فیس بوک پر پاڼه لیکلي:
«د اورګون په جنایت کې ټلوال او د هغوْی باداران لاس لري ځکه طالبان لیوني نه دي چې په داسی جنایي عمل باندې ځان بد نامه کړي او طالبانو دا جنايت په سخته وغانده».

ښاغلی میره کی په داسې حال کې چې پر طالبانو د پاکستان سره د اړیکو ادعا ردوي، په ټولو پښتنو غږ کوي چې، د ده وینا دا «چټیات» باید بند کړي.
«دا چټیات چې طالبان د پاکستان د لاس آله دي بند کړي، ځکه اوسنی حکومت او دا دواړه کاندیدان د امریکې او ناټو په لاس کې دي».
نوموړي د انتخاباتو په اړه هم څرګندونې کړي او د ولسمشرۍ یو کاندید (ډاکټر عبدالله) یې د احمد شاه مسعود «یو عسکر» بللی، او زیاته کړې یې ده چې د مسعود یو عسکر ټول پښتون قوم په دوه پیسې کړ.
ډاکټر میره کي د ولسمشریز ټاکنو د یو بل کاندید (اشرف غني) په ټیم هم په سختو ټکو کې غندلی او په اند یې د هغه ټیم د پښتنو رایو ته درناوی ونکړ.
نوموړی وايي:
«پښتانه دی خپلی رایی بیرته وغواړی ځکه د لومړی ځل لپاره پښتانه را جګ شول او په یوه غږ یی د غنی او د هغه د ټیم ملاتړ وکړ او بی ادبی معاف وي هغوی یی په رایو کښی میتیازی وکړی».

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : زه دا کتر صاحب میرکی له نزدی نه پیژنم ، چه اشرف غنی یی په دی چه په پشتو ژبه خبری کوی ډیر زیات خوښوو ، که افغانستان کی وی خپله رایه به یی هم ورکړی وی ولی کله چه یی د اشرف غنی د غلامی او پلورلتیا حیثیت او شخصیت ولید چه د عبدالله په شان او یا تر هغه هم زیات غلام دی هغه دی خپل مقاطعه یی ورسره اعلان کړه د جاسوس او غلام نوم یی ورته یاد کړلو ، زه وایم داسی به نور هم وی چه د داکتر صاحب… نور لوستل »

زاهدزاده فراه رودی
میلمه
زاهدزاده فراه رودی

یقینا میرکی صیب یو بااحساسه لیکوال دی اوغیرتی پښتون دی احساس اوازادی یی ماته هلته څرګنده شوه چه کله فراه بالابلوک کی امریکایی بمبارپه لسګونو بیګناه وګړی شهیدان کړی او ده سیمه ته په راتلو دااعمال په سختوټکو وغندل

سباوون برئ
میلمه
سباوون برئ

څه چی محترم میړه کۍ ویلی وو او اوس یی هم وایی ، رښتیا وه او رښتیا دی! د غنی غلامی ثابته شوه ، غنی هم د سهامی شرکت حکومت جوړوی، غنی تعهد کوئ چی وروسته له برئ ، بیابه هم تر درې میاشتی تعینات نه کوی ، خصوصاً د دفاع وزیر ، د کورنئ چارو وزیر او د امنیت دچارو مسول به نه تاکی، دا ولی؟ او تاکی به یی ، مشوره او موافقه د ناکام کاندید نه هم اخلی ، دا ولی؟بیا سهامی شرکت پر لاری دئ! تفاوت پدی کی دئ ، مخکی د حامد کرزی سهامی شرکت… نور لوستل »