شعـــــرونه

سلګۍ د نړۍ/ درمان

منصور درمان

دلته دفن دي څو یاغي امپراطورۍ، د نړۍ
دلته څو واره پورته شوې دي سلګۍ، د نړۍ

دلته د هر یو زبر ځواک ساندې لۀ خولې وتلي
دلته پرې شوې دي مغرورې ککرۍ، د نړۍ

دلته د هر اشغال ټغر دی پۀ شکست ټول شوی
دلته به هيڅ کله شړۍ نشي وړۍ، د نړۍ

د دې هېواد اصیل بچي پۀ شریعت مئین دي
نۀ مني هېڅکله پۀ ځان د یمکراسۍ، د نړۍ

کوم سیاستوال چې سیاست لۀ شریعت زده کړی
خطا به نشي پۀ دوه مخې پالیسۍ، د نړۍ

د تېر ګورګین او د وارسا ماته یې لنډ مثال دی
د لته همداسې ماته شوې ناټوګۍ، د نړۍ

منصور درمانه! د ایمان او د سبحان پۀ مرسته
مونږ لړزولې فرعوني سپینه ماڼۍ، د نړۍ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x