نظــر

سیمبولیزم Symbolism

بريال پاسنی

د دې پوښتنې ځواب چې بایډن ولې د سپټمبر یولسمه د خپلو ځواکونو د خروج له پاره ټاکلې ده، مونږ په سمبولیزم کې لټوو. لار نقشه داده چې لومړی یو څو خبرې د مقدمې په ډول بیا د سمبولیزم تعریف، وروسته یو څو مثالونه د مسئلې د ښه وضاحت لپاره او بیا په اصل موضوع تم کېدل د جواب له پاره کافي بولو.
دا وضاحت په کار دی چې د سمبولیزم موضوع د پوښتنې په ارتباط څېړل شوی نه منحیث د یو مستقل دسپلین چې په ادب او ادبیاتو کې استعمال لري.

څو خبری:
افراد، ډلې، ګروپونه او ملتونه په نړۍ کې د ژوند لپاره ضرورت لري چې خپل خیالات، افکار، نظریات، او احساسات نورو ته څرګند کړي او یا برعکس د نورو په نظریاتو او احساساتو ځان پوه کړي. معمولاً دا کار په ژبه کېږي. د قران شریف له دی مبارک ایات څخه چې( و علم ادم اسما‌‌‌ء…) څرګندیږي چې انسان د علم او معرفت پوتنسیل لري. انسان دا علم او معرفت له خپل نژدې محیطه او هم د وسایلو په استعمال له لرې محیطه حاصلولای شي. له تاریخ  او حاضر دواړو څخه زده کړه کوي.

واضح ده چې انسان له ژبې پرته د افادې او اخذ لپاره نورې لارې هم په واک کې لري. په ملاحظه، کتو او تفکر هم حقایقو ته لار مومي شاید همدا دلیل وي چې په کایناتو کې تفکر یو ستر عبادت دی او د قراني ارشاداتو مطابق الهي عظمت او حقیقت ته د رسیدو لار توصیه شوې ده. په کایناتو کې غور انسان ته د کایناتو تر شا د لوی خالق د ستر لاس د لیدلو بصیرت ورکوي.

ښکاره ده چې انسان د خپلو افکارو، نظریاتو او احساساتو د افادې او د اخذ له پاره یواځې په ژبه، لیک او لوست او د کلماتو په مشخصه وضع شوې معنی بسنه نه کوي. په کلماتو پورې نورې معناوې تړي او د اخذ په صورت کې په کلماتو پورې نورې تړل شوې معنی ګانې اخلي او درک کوي یې. عکاسي، پینټنګ، سینما، او پیراکاریکاتورونه، او داسې نورې ډیرې وسیلې شته چې د هغې په وسیله د افکارو او نظریاتو انتقال په ښه او دقیق ډول سره تر سره  کېدلای شي. د عکس په باره کې دا خبره ډیره شایع ده چې یو عکس د زرو کلمو مفهوم انتقالوي.

د سمبولیزم تعریف:
سمبولیزم په هنر او ادبیاتو کې د سمبولونو استعمال ته وایي چې د ایډیاوو او مفاهیمو نمایندګي کوي. په بل عبارت  سمبولیزم د یو څیز او یا یوې کلمې څخه هنري استفاده ده چې په وسیله یې یو فکر او یا ذهني مفهوم افاده کېږي. د مثال په ډول که څوک د صلاح الدین ایوبي په باره کې فکر کوي د هغه فکر د صلاح الدین د شخصیت په باره کې محدود نه پاتې کېږي د هغه ذهن حتماً صلیبي جنګونو ته ورځي. دغه معنی دغه ایډیا چې له اصلي یعنې وضع شوې معنی ور هاخوا د انسان ‌‌ذهن ته ورځي او د صلاح الدین ایوبي په شخصیت پورې مښتی ده سمبولیزم دی.

کله کله ضرورت وي چې یو څوک وغواړي خپل مطلب په صریح الفاظو کې بیان نه کړي او یا د مفهوم د وسعت له وجې یې نه شي بیانولای نو هغه له سمبولیکې افادې کار اخلي. د کلام خلاصه داده چې سمبولونه د افادې یوه مؤثره وسیله ده چې په سیاست کې هم چې په ټوله کې د پیغام تبادله ده په پراخه پیمانه استعمالیږي. په دې اساس ویلی شو چې د سمبولونو استعمال او درک د مسایلو په افهام او تفهیم کې موثر رول لوبوي. یو نقطه د پام وړ ده چې په انګریزي کې د سمبولیک  کلمه په عامه ژبه کې د سطحې او نمادین په معنی هم استعمالیږي. البته واضح ده چې دا استعمال په دې توضیحي لیکنه کې هدف نه دی. مونږ دلته هغه معنی او یا ایډیا لټوو چې د سمبول شاته پټه پرته ده.

د سمبولیزم ضرورت:
کله کله بیا ټول خلک په ژبه نه پوهیږي، کله ژبه دومره کلمات نه لري چې مغلق مطالب په دقیق او ګرافیک ډول انتقال کړي او کله کله هم ضرورت دا وي چې یو لوی او ستر مفهوم او حتی دروني احساسات چې په لیک کې یې انځورول ګران وي په لنډ ډول او سرعت انتقال شي. دا کار په سمبولونو او سمبولیزم سره کېږي. د مثال په ډول مات اس اس ذهن ته نازیزم انځوروي. شپږ کنجه ستوري د یهودیت او پنځه کنجه ستوري اسلامي سمبول دي.  او بالاخره سواستیکا چې د عیسویانو د کراس سره شباهت لري د هندوانو مذهبي سمبول دی. ددې سمبولونو په کتو د انسان ذهن د دوی مذهب او عقیدوي ټولګي ته ورځي په دې معنی چې کراس د مثال په ډول سره صرف دوه متقاطع خطونه نه دي بلکه یو ستر دین دی.

څو مثالونه:

د لوزان لومړۍ معاهده:
کله چې په ۱۹۱۱ کې ایټالویانو په لیبیا کې د خپلې کالونۍ یعنې د مستعمرې د تاسیس په امید هلته لښکر ولیږه نو ترکيې ته یې د همدې کال د سپټمبر په ۲۸ اخطار ورکړ. بیایې دستي په دا بله ورځ بې له ځنډه د جنګ اعلان وکړ.
د طرابلس، درني او بنغازي ښارونه یې ونیول خو د خلکو له خوا ایټالوي جنرال Carlo Caneva د سخت مقاومت  سره مخ شو. په نتیجه کې جګړه یواځې د ساحل په امتداد پورې محدوده شوه او ایټالویانو و نه شو کولای چې څه خاص پرمختګ وکړي. ایټالویانو وروسته بیا خپل کامیاب یرغل د ۱۹۱۲ کال د جولای په میاشت کې ترسره کړ او ترکېه یې چې په بالکان کې یې هم مشکلات درلودل د صلحې خبرو ته مجبوره کړه. د ترکېې او ایټالیې ترمنځ د سویس په  لوزان کې د  Laussaneد اکټوبر په اتلسمه یوه معاهده لاسلیک شوه چې په نتیجه کې یې ترکېې طرابلس او څه نور ساحات له لاسه ورکړل. دا معاهده  په تاریخ کې د لوزان د لومړنۍ معاهدې په نامه شهرت لري. د یادولو ده چې دې معاهدې ته د Ouchy معاهده هم وایي. دا دویم نوم د دې لپاره ورکړل شوی دی چې د دویم لوزان سره یې فرق وشي.

د لوزان دویمه معاهده:
د لوزان دویمه معاهده د ترکېې او د لومړي جهاني جنګ د ګټونکو هیوادونو ترمنځ د سویس په لوزان کې په ۱۹۲۳ کال کې دستخط شوه. دې قرارداد د ترکيې سرحدات په اوسني سرحداتو پورې محدود کړه. د یونان او د ترکېې شمال ته د پرتو هیوادونو سرحدات یې له دې هیواد یعنې ترکيې سره مشخص کړه. عربي مځکې یې له لاسه وایستلې. او د مارماري د بحیرې له لارې یې د ایژې او تورې بحیرې ترمنځ د کشتیرانۍ نظام د یو څه وخت لپاره مخکې له دې چې د مونترو قرارداد دستخط شي تنظیم کړ.
خلافت لغو او د نوي ترکيې بنیاد کېښودل شو. پوښتنه داده چې ددې ټول تفصیل ارتباط له سمبولیزم سره څه دی. ددې پوښتنې جواب په یوه بله پوښتنه کې چې ولې د لوزان دویمه معاهده بل ځای دستخط نه شوه؛ پروت دی. په دې کې پیغام دادی چې هغو کوښښونو چې د عثماني خلافت د راپرځولو لپاره اروپایانو له ډیرې مودې پخوا شروع کړې وه، بالاخره نتیجې ته ورسیدل. ددې کوششونو د لړۍ لومړۍ کړۍ د لیبیا په جلاکېدو کې یعنې په لومړني لوزان کې مجسم شوه او د خلافت په تابوت وروستی میخ بیا په دوهم لوزان کې ټک وهل شو. د لوزان دویمه معاهده ځکه په لوزان کې دستخط شوه چې دا دواړه معاهدې د یوې پروسې یعنې د عثماني خلافت د راپرځولو د پروسې برخې دي. یوه د عثماني خلافت د زوال ابتدا او بله یې  ددې خلافت د انهیار انتها ده.

دویم مثال:
د دویم جهاني جنګ په شروع کې کله چې جرمنیانو صرف د څو هفتو جګړې وروسته د فرانسې حکومت تسلیمۍ ته نژدې کړ هټلر د فرانسې د حکومت له خوا د تسلیمۍ د مذاکراتو د پیشنهادArmistice   پیغام تر لاسه کړ. هټلر چې پیغام ولوست نو د فرانسې څخه د انتقام د اخستلو په منظور یې یو ځنګل چې Compiegne Forest  نومیده د مذاکراتو د محل په حیٍث انتخاب کړ. دا هغه َځای وه چې هلته جرمني په ۱۹۱۸ کال کې د لومړي جهاني جنګ په پای کې د تسلیمۍ قرار داد امضا کړی و.
هټلر تصمیم ونیوه چې قرارداد دې د ریل په هماغه ډبه Compeign Wagon کې دستخط شي په کومه کې چې جرمنیانو د جهاني جګړې په پای کې د تسلیمۍ قرار داد دستخط کړی وه. که څه هم چې د قرار داد په مقدمه کې دا جمله راغلې وه چې جرمنیان نه غواړي د جنګ بندۍ د شرایطو او مذاکراتو څخه په استفاده داسې یو زړه ور (هدف د فرانسې نظامیان دي)دښمن توهین کړي خو د جرمنیانو له توهینه ډک برخورد له لمر څخه هم ښکاره وه. د ریل ډبه چې  فرانسویانو له خپله ځایه بې ځایه کړې وه او په موزیم کې یې ایښې وه بیرته له موزیمه وایستل شوه او هغه ځای ته یوړل شوه چېرې چې د جرمنیانو سره د قرار داد د امضا په وخت کې ولاړه وه. د جون په ۲۱ بیا هټلر ډبې ته راغی او په هماغه چوکۍ کېناست چېرې چې مارشال Ferdinand Foch فرانسوی جنرال د مات جرمني نماینده ګانو مخې ته په ۱۹۱۸ کال کې ناست وه. کله چې د قرارداد مقدمه ولوستل شوه هټلر په یو حسابي اکټ سره  په شړپ له خپل ځایه پورته شو او په  هماغه انداز کې لکه څنګه چې مارشال Foch له ډبې وتلی وه، له ډبې ووت او نورې خبرې یې خپلو قوماندانانو ته پریښودې.

دریم مثال:
په خوست کې د طالبانو یوه حمله چې ډیرو یې ویډیو لیدلي د سمبولیزم ښه مثال دی. په دې ویډیو کې فدایان د امریکایي بیس تر څنګ پس له دې چې د بیس د خولې دروازه والوځول شي له یو بل سپین موټر کښته کېږي او مخکې له دې چې حمله پیل کړي خپل موټر ته اور اچوي. دا یو له معنی ډک سمبولیک اکټ دی. دلته دا د دوی د سپرلۍ موټر- موټر نه دی بلکه د طارق بن زیاد  د سوو کښتیو سمبول دی او فدایان چې په بیس وردانګي لیدونکو ته د تنکۍ ځوان سپه سالار طارق یرغل په هسپانیه ور په زړه کوي. د سمبول پیغام دادی چې بیرته تګ نشته.

سمبولونه په ډیره وسیع پیمانه استعمالیږي.  حتی کلمات چې له حروفو جوړ دي هم سمبولونه دي. حرف مخکې له دی چې ولیکل شي اواز دی نو ویلای شو چې حرف د اواز سمبول دی. کلمات په حقیقت کې مختلف اوازونه دي چې سمبولونه یې توري دي. لکه څرنګه چې کلمه معنی لري همدا ډول هر سمبول خپله معنی لري چې پوهیدل پرې په کار دي.

د بایډن پریکړه د سمبول په حیث:
د بایډن انتخاب چې خپلې ټولې قواوې به د سپټمبر تر یولسمې له هیواده باسي، د یوې لویې ساګا saga سمبول دی چې  دده په فکرغوڅول غواړي او دا داسې یو داستان دی چې د دوحې تړون یې په سمه نشي غوڅولای. نو ځکه د سپټمبر د یولسمې انتخاب که څه هم چې د تړون نقض ایجابوي یو پر ځای انتخاب دی.  واضح ده چې دا نقض په ټوله کې لاندې مفاهیم انتقالوي.

الف: امریکایان د هیڅ مجبرې قوې د تاثیر لاندې له افغانستان څخه نه ووځي. دوی په خپله خپلو منافعو ته په کتو په خپلو شرایطو له افغانستان څخه ځي او وخت یې هم په خپله ټاکي. د طالبانو حملې په فیل د ماشو حملې وې چې تاثیر یې د بایډن په تصمیم کې په نشت حساب دی. خلیلزاد هم د چارباِغۍ زړې ښځې په قول همو بچه خلیلک است چې ټرمپ له ځانه سره د یو لنډ مهال لپاره د پیریانو واده ته بیولی وه.
حقیقت دادی چې مونږ  ځو خو ځکه ځو چې هدف ته رسیدلي یو. مونږ نورې زړې جګړې نه کوو. خپلې قواوې له نوې سره د نوو چلنجونو مقابلې ته په نورو مواقعو کې ګمارو. زمونږ خروج ته د شکست په نظر مه ګورۍ، مونږ هرچېرې او له هره ځایه خپلې منافع ساتلای شو. زمونږ وتل په منطقه کې د قواو د انتشار دوباره تنظیم دی.

ب: په هماغه ورځ او له هماغه ځایه چې مونږ په خپله اراده د القاعده او د هغوی د حامیانو په ضد جګړه شروع کړه له هماغه پوډیمه او له هماغه اطاقه یې په خپل حساب اختتام اعلانوو. هر څه د پلان مطابق په مخ ځي او هیڅوک نه شي کولای مونږ له خپلې غوره کړې لارې واړوي. د زمانې بادونه مونږ له خپلې لارې نه شي اړولای.

د امریکایي یرغل له لومړۍ ورځې بیا تر ننه د امریکایي ښکېلتیا د حادثاتو تسلسل د بایډن په ‌‌‌ذهن کې یوه دایره جوړوي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه ددې دایرې شروع او د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر لسمه د دې دایرې د انتها نقطه ده. په فرانسوي ژبه کې یوه اصطلاح شته چې وایي(La boucle est boucle) یعنې دایره وتړل شوه چې شاید امریکایي معادل هم ولري. په دې اصطلاح کې د توجه وړ نقطه داده چې د دایرې تکمیلیدل د مسئلې د اختتام مفهوم افاده کوي او څرنګه چې د کال بله هیڅ ورځ دا مفهوم نه شي افاده کولای نو ځکه یې د همدې ورځ انتخاب مناسب بللی دی.

په ‌‌‌‌‌‌‌‌‌ذهن کې ددې دایرې د ترسیم لپاره د امریکایي نظامیانو تعداد ته نظر وکړۍ چې له یوې ډلګۍ شروع او یو وخت یې تعداد سلو زرو ته ورسید بیا دا تعداد ورو ورو مخ په کمیدو شو چې نن یې تعداد څو زرو ته رسي. د پروسې نزولي جریان به په همدې ډول دوام وکړي او د سپټمبر په لسمه به دایره تکمیل شي. د سپټمبر په یولسمه به ټولې قواوې له افغانستان څخه بهر وتلې وي.

د سپټمبر یولسمه که د دایرې شروع او د سپټمبر لسمه یې اختتام دی، د بایډن تګ د امریکایي عسکرو هدیرې ته د دې شل کلنې دایرې په محیط حرکت افاده کوي چې د اوږدو غورځو، پرزو او قربانیو سمبول دی چې امریکایانو د خپل هیواد څخه په دفاع او د تروریزم په مقابل کې د دنیا په هغه بل سر کې د دوی په روایت ورکړی دی.

و من الله التوفیق

بریال پاسنی

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوږیاڼی

په زړه پوری لیکنهً مننه بریال صیب

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x