افغانستان

پغمان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۸۱ تنه مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۸۱ مسافرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه تیره شپه ناوخته د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سیمه کې د دوه عرادې ۴۰۴ بسونو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، په دغه پېښه کې ۷ مسافر وژل شوي او ۷۰ نور ټپيان دي.

نوموړی زیاتوي، د پېښې ځای ته د کابل ښار پولیس او د عامې روغتیا سیار ټیمونه رسیدلي او د پېښې ټپیانو ته لومړنۍ روغتيايي مرستې رسولي دي.

په ورته مهال یوې بلې سرچینې بیا په دغه پېښه کې د ۱۱ تنو د مړینې خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx