نظــر

لوی ملاصاحب، یو لوی احسان!

طارق بدر

د وطن هر کونج او په هر کونج کې هر خونه د څراغ له هر څومره روښنايي سره سره تکه توره تیاره ښکارېده، ګام پر ګام بېلابېلې واکمنۍاو بېلابېل قوانین موجود و، خپل ناموس، خپله شتمني او حتی خپل وجود په هر هغه انسان پسې اور و، چې پخپله يې ټوپک پر غاړه نه و!

د دې مقدسې خاورې هره ګوښه د زردادي سپیو د انګولا، د دیوانه د لېونتوب، د شپش فروش د سوداګریو، د قلم او چمن د وحشتونو شاهده وه، دوی ټول موږ ته د یو مقدس کتار را پاتې شوي هغه ازار وهلي انسانما حیوانات و، چې د تېر جهاد د رپي د رپاند د ساتلو دعوه يې هم کوله، خو د شهداوو پر قربانیو دې سوداګرو هغه وخت خپله اصلي څېره له خپلې هرې ډلې را ښکاره کړه، چې روسي او کمونیستي پاتي شوني يې ور ټول او دوی پخپله د دې دښمنانو پر وحشتونو د خلکو شکر ویوست!

په همداسې حال کې له یوې خړې جونګړې، یوې کږې پګړۍ د الله اکبر غږ پورته کړ او خپل ټول ولس يې د سپیو له ستوني را ویوست، حیثیت يې ورکړ، وطن يې یو موټی کړ، پر نړۍ‌وال سټیج يې ودراوه او د بشپړ اسلامي نظام عملي نمونه يې وړاندې کړه!

دا سړی؛ یو سړی خو د خپل هوډ، قربانۍ، سرښندنې او زړورتیا له امله سلامت لښکر؛ عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله و، چې د ثابت ایمان نمونه يې یوازې پخپله په ده کې پیدا کېدای شي!

د افغانستان اسلامي امارت؛ حرکت زموږ تر مخ را وټوکید، وغوړید او پرملت يې د ارامۍ بې نمونې احسان وکړ، خو دا چې دا سپېڅلی حرکت د اسلامي نظام مجدد و، نو د کفري واکوالو په سترګو کې اغزی شو، د شیخ اسامه بن لادن رحمه الله له پلمې پرته يې هم دا نظام نه شوای منلی؛ مولوي صاحب عتیق الله عزیزي د عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له مبارکې خولې وایي، چې امریکا د خبرو اترو ګڼ انتخابونه رد کړل، دوی ته دا پلمه چندان مهمه نه ده، بلکې دوی د ځمکې پر مخ داسې نظام نه شي منلی چې د دوی خبرو ته «نه» ووايي!

یو پوچ غږ!
عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله خپل حرکت د پاټکیانو پر ضد را پورته کړ، چې دا پاټکیان ډېری د وحدت، حزب اسلامي او جمعیت اسلامي اړوند و، ځکه خو د امریکايي تبلیغاتي ماشین په ګډون دې ادرسونو د طالب پر ضد د پوچو تبلیغاتو اړوند خولې ستړې کړې!
دوی د عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله را پورته کېدل خصوصاً «پاکستان» ته منسوبوي او دلیل يې دا دی چې د تېر جهاد ځینې مشرانو ته ور پاتې وسلې باید ټولې شوې وای، چې په دې ډول دې هېواد ګواکې د عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ طالب حرکت را پیدا کړ!
له دوی ګڼو لوړپوړو مې پوښتلي چې د خطرناکو وسلو د را ټولولو لپاره خو پخپله سې ای اې اقدام کړی، ګریشرون پخپل کتاب «First In» کې بشپړه کیسه کړې، چې څنګه او د څومره پیسوپه بدل کې يې خصوصاً سټینګر له جهادي مشرانو ور ټول کړل، د دې تر څنګ که ځينې داسې وسلې پاتې وای چې پاکستان یا هم پخپله امریکا ترې خار خوړلی، ولې يې له همدې خپلو، روزل شویو، خپلو او په غېږه کې را لویو کړو ډلو «حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، وحدت، اتحاد…» نه کومه یوه نه انتخابوله، دومره لګښت، نوي باور جوړولو او نویو هڅو ته اړتیا څه وه؟؟؟

یوه يې هم مصنفانه او مدلل ځواب نه دی ویلی، داسلامي تحریک د را پیلېدو په اړه په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پخپل کتاب «له طالبانو سره زما ژوند» کې ټکي پر ټکي او د دې حرکت د پیل د ګډونوال او عیني شاهد په توګه مدلل بحث کړی، چې که پورته ډلې دا په پام کې ونه نیسي چې د دوی پاټکي سپيو ته يې بېرته د انسانانو څېرې ور اغوستې او پر دوی يې د پاټکونو عیشونه درولي، ښايي ومني چې دا رښتیا هم د پرېښتو لښکر و، چې د افغان مظلوم ملت د دعاوو، تعذیبونو او کرېږو بدیل لوی الهي احسان و!

اوس د عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د شخصیت، تقوا او کردار په اړه دوست او دښمن یوه خوله دي، کنه پوره یوه نیمه لسیزه دښمن حتی عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله یوه افسانوي څېره معرفي کوله او د خپلو تبلیغاتو په زور يې د نوي نسل په ذهنونو کې یو بل ډول څوک معرفي کاوه، خو کله چې د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي هڅې پراخې شوې، نو د خبرې ځواب پر خبره وشو او حتی دښمن يې هم اعتراف ته اړ کړ!

د ثور پنځمه د دې عظیم انسان د وفات ورځ، یعنې هغه ورځ چې د نړۍ پر سطح پر مسلمان امت احسان کوونکی، له سلامتې نړۍ پټ خاورو ته وسپارل شو، هغه ورځ چې له نړۍ سره ډغره وهونکی، ایکې یوازې خپل روح الله جل جلاله ته سپاري، هغه ورځ چې د امت د محسن په جنازه کې د ملت هم څوک نه و!

د دې مبارک کاروان د حقانیت لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله او د دوو جهادونو اتل ابوالشهداء مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د تدفین مراسم کافي دي!

الله جل جلاله دې د دې لوی انسان ارمانونو ته تحقق ورکړي او لارویان دې يې پر لار ثابت ولري!

امین!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x