نظــر

سولې ته شرطونه او جګړه بې شرطونو

عبدالوحيد “وحيد”

ټول پوهیږو چې هيواد مو  د خپل تاريخ حساس پړاوونه وهي.  ننګونې شتون لري، د نوييمې لسيزې د فاجعې په څېر د يوه بل ځپونکي ناورين د تکرار نښې ليدل کېږي. د جنګ سالارانو په  تحرکاتو کې د ولسي هيلو غوټۍ له سپړيدو وړاندې د رژيدو څرکونه ليدل کېږي. متأسفانه مونږ لاهم شخص محوره او ګوند محوره ذهنیتونه کاروو. نړيوالو هم وپيژاندو چې افغانان د خپلو ستونزو د حل لپاره اراده نلري او ښکېلې خواوې د خپل هېواد ماته کشتۍ د نجات ساحل ته د رسولو وړتیا نلري.

کاش! چې مونږ  ملي ګټو ته ژمن او په ملي روحیه سمبال ملي مشران درلوداى!  نننۍ ننګونې او ګواښونه به يې په فرصتونو باندې بدل کړي واى. د تأسف ځاى ده چې دلته په متواتره توګه له هر ډول قيد او شرط پرته جګړه روانه ده، خو کله چې خبره سولې ته  را رسيږي نو د ټول شموله، (همګاني) تلپاتي, (پايدار) باعزته, (باعزت) (ټول پکې ځان وويني) او داسې نورو اصطلاحاتو په شکل شرطونه ايښودل کېږي.

د ترکيې مهمه ناسته د حکومتي اړخ لخوا د سياسي اجماع نشتون او د طالبانو لخوا په غونډه کې د ګډون نه کولو د ناڅاپي اعلان له امله تر اوسه د شک او تردد ښکار ده. څومره به ښه واى چې د ترکیې ناستې ته حکومتي او د طالبانو پلاوي د ځانګړي اړخ د مدافع وکیلانو ډله نه، بلکې د افغان ولس او هيواد د ګټو ساتونکې ډلې په توګه ګډون کړى واى. د ملي اجماع ممثل پلاوى واى، د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه او د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ويونکې پريکړې کړې واى.

ولسمشر  د خپل مشرتابه د خوندیتوب په استثنا هر ډول قربانۍ ته تيار ناست ده. مخکې له وخته ټاکنې هم د حل لاره ګڼي خو هيروي چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د  معاملې کولو له امله د تيرو دوه ځله ټاکنو اعتبار ته يې په صفر کې ضرب ورکړ. دواړه ځله حکومت د ټاکنو په نتیجه کې نه، بلکې د معاملې په کولو جوړ شو، نو د طالبانو په شان پياوړی جنګي اړخ به څنګه قانع کړاى شي چې د نوموړي تر مشرتوب لاندې ټاکنې ترسره کړي او پايلې يې ومني. دا به خام خيال وى چې ، د تيرو دوه ځله ټاکنو د جنجالي پايلو په شان  طالبان  په امتياز ورکولو راضي او خپل حکومت ته به دوام ورکړي.

هيڅ شک نشته چې امریکا له افغانستان څخه خپلې پښې سپکول غواړي.  که ټول اړخونه ورڅخه پاتې کيدل وغواړي بيا هم امریکا خپل نظامي حضور ته د پاى ټکی ږدي، خو طالبان تر اوسه پورې نه دي توانيدلي چې په خپل ابتکار يوه ځانګړې طرحه ولس حکومت او نړيوالو ته وړاندې کړي، خپلو معقولو غوښتنو ته پکې انعکاس ورکړي او ملت ته وښيي چې هغوى هم د سولې له مفهوم سره سم په ځينې مواردو کې د انعطاف لاره نيولي ده او دقيقاً څه غواړي.  هغوى به په خپلو ليکو کې جدي ستونزې لري، په کور دننه به له سختو مخالفتونو سره مخ وي، خو  له خپل ولس او په بهرني سیاست کې له نړيوالو سره همغږۍ ته هم اړتیا لري. دغه دواړه ستونزې په متحدالمال او مبهمو  الفاظو د حل وړ نه دي.

لنډه دا چې مونږ په پرديو زامنو باندې جګړه کولاى شو، خو د سولې لپاره د واک د قربانۍ اصل منلو خبره مو په خوله نه راځي، مونږ پاروونکي ويناوې کولاى شو، خو ژور فکر نشو کولاى. مونږ سوله باعزته غواړو، خو د خپلې جګړې عزت ته مو پام نه ده. عجيبه خو لا داده چې مونږ سولې ته د رسيدو لپاره د لاس ته راوړنو د خوندیتوب ضمانت غواړو خو په جګړه کې هره ورځ د ارزښتونو د له لاسه ورکولو پروا نکوو. په غولونکو شعارونو باندې د ځوان نسل احساسات را پارولاى شو، خو د سنجيده خبرې کولو چل مو نه ده زده، د نورو هر ډول وړانديزونه او نظرونه ردولاى شو، خو په خپله د رغنده او عمل وړ نوښت ته مو ملا ماته ده. پردي هيوادونه زمونږ په معاملاتو کې د لاسوهنې له امله پړه ګڼلاى شو، خو خپل عيبونه نه وينو او بالاخره مونږ نړول کولاى شو خو رغول مو نه دي زده کړي. مونږ لاهم نه منو چې له خپل افغان مسلمان ورور سره جګړه نه، سوله مقدسه ده!

د مصالحې عالي شورا د سولې په توحید شوې طرحه کې د هوکړې پلي کولو ميکانېزم، د اوربند په ضمانتونو او په نورو حياتي مسائلو باندې د تمرکز  پرځاى د امتيازاتو د ويش په فيصدۍ، پارلماني نظام، تمرکز کړى دى.  غني د متمرکز نظام پر بنسټ نه، بلکې له اساسي قانون ورهاخوا په ديموکراسۍ کې سوټکراسي چلوي. د داسې سوټکراسي سيستم مونږ هم مخالف يو، خو اوس مونږ ته سوله ارجحيت لري.

مونږ په استانبول کې د پارلماني  يا د متمرکز نظام په ښيګڼو او بديو نه غږيږو، بلکې د روانې ځپونکي جګړې د ختمولو لپاره لارې چارې لټوو. خو زمونږ ځينې سياستوال د واک او امتیازاتو ترلاسه کولو هوس په سر اخيستي دي.  غواړي په فرعي مسائلو وخت تير کړي. اوربند، د اوربند رغنده څار، د تخطي د مخنیوي څرنګوالی، په انتقالي حکومت کې د واک د ويش او له هغه وروسته دائمي حکومت کې د زعامت ستونزې حل لاره موندل هغه ملي فکر ته اړتیا لري چې اوس يې زمونږ په سياسي مشرتابه کې څرک نه لګيږي.
د بنديانو خلاصون د اساسي قانون تعدیل، د ملي پخلاينې اړتیا، په ټاکنيز سيستم کې ستر اصلاحات  هغه  موارد دي چې د ګډ تفاهم په نتیجه کې ورباندې هوکړه وشي.

د سولې په پروسه او بين الافغاني تفاهم کې اوسنى تعطل د دوحې په هوکړه لیک کې د ابهاماتو او د امریکا د دوه مخي هژمونيک سياسي تعامل محصول ګڼلاى شو. له نړيوالو اړخونو څخه مو اوس هيله داده چې د تعطل په له منځه وړلو کې کورني او بهرني ابعاد باید په نظر کې ونيسو. په دواړه ښکېلو غاړو باندې د پول(PULL)  او د پوش(PUSH) فکتورونه دواړه کارول اړين دي. يعنې ښه به وي چې په هممهاله توګه د ښکيلو خواو د تشويق عمليه او د فشار عنصر دواړه وکارول شي. دواړه خواوې په اعتماد کې واخیستل شي چې روا ګټې يې خوندي دي او په سوله کې ورسره دوکه نه کيږي.
د کورنيو او بهرنيو اړخونو لخوا د نظام د احتمالي پاشلتيا او ګډوډيو د مخنیوي لپاره هر ډول تيارى باید شتون ولري.

تر څو به پلرونه په جګړه کې د وژل شويو تنکيو ځوانانو جسدونه خاورو ته سپاري؟
تر څو به ورته ګورو چې د ملت بچيان جګړو ته هڅوي او خپل زامن يې په بهرنيو هېوادونو کې خوندي ژوند لري؟
بالاخره تر څو به مو مشران د ولس د قربانۍ ګټو ته ناست وي او پردې به مو په دې خبرو تيرباسي چې هيچا په افغانانو د ډنډې په زور حکومت نه ده کړى؟

ملت مو اوس پوهيږي چې د دواړو خواو شخړه د ونډو په ويش او د امتیازاتو په ترلاسه کولو کې ده. د سولې تر عنوان لاندې يو او بل ماتولو ته اړم دي.  په دغه ګډ هيواد کې د ګډ ژوند کولو، ګډ کار کولو، له نړۍ سره د خپلو ملي ګټو په چوکاټ د همغږي کولو هنر يې نه ده زده کړى. طالبان په خپل انحصاري فکري بهير کې بدلون نشي راوستلى او غني د واک قربانۍ ته تيارى نلري.

د اسلامي نظام په نفاذ کې هيڅ افغان هيڅ ستونزه نلري، افغانستان د ټولو ګډ کور ده، جګړه د حل لاره نه ده. دلته هيڅ ډله په يوازې سر حکومت نشي کولاى. د افغانانو ترمنځ سوله حياتي اړتیا ده. په لاسته راوړنو کې ځينې حياتي ارزښت لري او ځينې زمونږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. ديموکراسي McDonald يا KFC نه ده چې په غرب کې جوړ او په يو شان خوند او رنګ په ټوله نړۍ کې خلک ورڅخه خوند اخلي.

مونږ غربي ديموکراسي هو بهو دلته نشو پلې کولاى. زمونږ په دوديزه مذهبي ټولنه باندې د غرب ديموکراسي تپل په خپل ذات د ديموکراسۍ له اصولو سره په ټکر کې کړنه ده. البته د حکومت د اوسنیو ننداره ايزو کړنو برعکس په خوندي ماحول کې د ښځو زده کړې او کار کول، د بيان آزادي، د روڼو او عامه ټاکنو له لارې د زعامت د تعين خبره له ارزښتناکو لاسته راوړنو څخه حسابولاى شو.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ماشاء الله عبدالوحید وحید صاحب ډیره ښکلې او دپام وړ لیکنه له ښکلو او کاري نظریاتو ډکه لیکنه وه دا چې طالبان هم له خپلې خوا باید یوه طرحه وړاندې کړي او کوشش وکړي چې د دین په چوکاټ کې داسي طرحه وړاندې کړي چې د ملت داکثریت ملاتړ تر لاسه کړي . دا ځکه که په غیر صورت کې دطالبانو حکومت را منځ ته هم شي. ممکن نده چې د نړیوالې ټولنې دمخالفت با وجود به په کور دننه هم مخالفتونه وزیږوي او نتیجه به یې له رسوایی جنګ بې کاري لوږه او لسګونو نورو ناخوالو څخه به بل… نور لوستل »

عبدالروف

ډیره اوږده او له حقایقو لری لیکنه ۔ یوازي خلکو ته تشویشونه پیدا کول دې . که دومره پوه او د ملت غم درسره ده ٗ لومړی به دې په شل کلن جهاد کې برخه اخیستی وو او که بیا ملا دې ماته ده ٗ نو تر قطره تکلیف پر سر واخاله او مخامخ د امارت مشرانو ته خپل فیلسوفانه نظریات او علم پیشکش کړه . خو د زما نصیحت واوره او هغه دا چې طالبان په هر څه ښه پوهیږې . الحمدالله ٗ الله تعالی طالبانو ته په هر برخه کې ښه علم ور کړي . هغوې د جګړی… نور لوستل »

شالو

عبدلروف صیب ښه ورته وایی، سړی حیران شی چه دا خلکو ته سړی څه ووایی، دوی پدی لیکنو غواړی ځان هوښیار،او ملی معرفی کړی. زه دا بعضی لیکوالانو ته وایم چه ستاسی ولی حقایق نه لیکی، په دوی لیکوالانو که هغه په اصطللاح ملی! هغه دی چه د لښتی دواړه غواړی وخوری ( ته هم ښه وایی هغه هم ښه وایی). زه دا د ډار او جبن اهل ته وایم چه کومه صلح ستاسی یادوی، د کوم منطق، عدل او انصاف خبره کوی، دا شل کاله دا ملت سپک شو، ووژل شو، تبعید شو، د ملت او خاوری اصلی بچیان… نور لوستل »

مجاهد

زموږ هیواد ټول عمر په غیر مستقیم او وروستۍ نیمه پیړی په مستقیم ډول د کفری اشغال لاندی قربکانی ورکوی، د هیواد رښتونی بجیان یی قربانی ورکوی او د هیواد بی ضمیره د اشغال سره ملګری خپل خلک وژنی دا کار پرون د روسی اشغال او هغه ورځ د انګریزی اشغال او نن د امریکایی اشغال سره تر سره شو په میلونو بی ګناه او بیدفاع انسانان پکی په شهادت ورسیدل مګر یو شمیر پکی د امریکایانو په نزد بیګناه نه وو هغوی د امریکاییی ټانکو په ضد د خانو پوری بمونه تړل او د امریکایانو په لوی لوی نظامی… نور لوستل »

غمی،پښتین

سلامونه
سوله د طالیب او د دولت په لاس کی نه ده، سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده، همدا ڼن چه پاکستان او امریکا وغواړی چه سوله باید راشی راځی،
پاکستان او امریکا په افغانستان کی سوله نه غواړی،
طالیب او دولت دخپلو ځانونو واک هم نه لری.دواړه د پسونو په شان خرڅیږی ،

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x