
افغانستان
طالبانو په هملند کې د دولتي عسکرو یوه کشفي الوتکه نیولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): طالبانو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو یوه لویه کشفي الوتکه له نسکورېدو وروسته نیولې ده.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دا کشفي الوتکه یې پرون د دوشنبې په ورځ غرمه یوولس بجې د نادعلي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه نیولې ده.
نوموړي دغه راز ویلي، چې دولتي ځواکونو ددې الوتکې د بیرته ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې څلور ځله هوايي بریدونه هم کړي؛ خو طالبان توانیدلي چې الوتکه خپلو خوندي مرکزونو ته ورسوي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند تراوسه ددې پېښې په هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.
اوس نو که مهارت د سانینس پوهنی لری نو بمونه پری وتړی او راسآ یی ارګ ته ولیژی کنه نو ګباړ خو یی هسی پاکستان ته ځی.