شخصیتونه

د امت څراغان؛ حضرت زید بن حارثه رضی الله عنه

حبیب الرحمن محبُ الرسول

حضرت زید بن الحارثه رضی الله عنه د یمن اوسیدونکی و او د قضاعه قبیلې د مشر حارثه بن شراحبیل زوی او د مور نوم یې سعدیه بنت ثعلبه چې د طی قبیلې د بنو معن شاخ ته منسوبه وه.

کله چې د حضرت زید بن حارثه رضی الله عنه عمر د اته کلو پر شاوخوا کې و نو د خپلې مور سره د یوې قافلې په ملګرتیا په سفر روان و چې په لاره کې غلو او ډاکې اچوونکو د دوی پر قافله حمله وکړه او د مالونو د غلا کولو په ترڅ کې یې حضرت زید رضی الله عنه هم له ځان سره وتښتاوه( هغه وخت د وحشت او بېرحمۍ دا حال و، چې انسانان به په بازارونو کې د مالونو او حیواناتو په څېر خرڅیدل)

لاره وهونکو غلو زید رضی الله عنه  د عكاظ بازار ته د خرڅلاو لپاره راوست او هلته د ام المؤمنين خديجة الكبرى رضی الله عنها وراره حکیم بن حزام په څلور سوه درهمه واخیست او خپلې عمه خدیجه رضی الله عنها ته یې هدیه کړ، زید رضی الله عنه د خدیجه رضی الله عنها سره اوسیده.

کله چي د خدیجې رضی الله عنها او محبوب صلی الله علیه وسلم واده وسو نو هغې زید رضی الله عنه چې پدې وخت کې یې عمر پنځه لس کاله و سرور کائنات صلی الله علیه وسلم ته وبخښه او دغه خوښ غلام د خپلو غوره اخلاقو او نیک سیرت له امله د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د زیات شفقت او مهربانۍ مورد وګرځید او د زید رضی الله عنه هم د الله جل جلاله د پاك حبیب صلی الله علیه وسلم سره دومره مینه وه چې د هغه له څنګ نه یو ساعت جدا کیدل ورباندې ډېر سخت تمامیدل.

د زید رضی الله عنه مور او پلار د خپل ورك شوي زوی په بیلتانه کې شپه او ورځ اوښکې تویولې او کلي په کلي د هغه په لټولو کې لالهانده و، یو وخت د حج په موسم کې د قضاعه قبیلې څو کسان مکې مکرمې ته راغلل او د زيد رضی الله عنه سره مخامخ سول هغه یې وپیژانده او د بېرته ستنېدو په وخت کې یې د هغه مور او پلار ته زیری ورکړ چې ستاسې زوی د مکې مکرمې په ښار کې له یو کس سره غلام دی، حارثه او د هغه ورور کعب په زید رضی الله عنه پسې مکې معظمې ته راغلل او د رسول کریم صلی الله علیه وسلم  سره یې ملاقات وسو او د هغه صلی الله علیه وسلم په حضور مشرف  سول او له اوښکو نه په ډکو سترګو یې د قيمت په بدل کې د محبوب صلی الله علیه وسلم څخه یې د زید رضی الله عنه غوښتنه وکړل.

سرور کائنات صلی الله علبه وسلم ورته وفرمايل: که زید پخپله خوښه درسره ځي بې پیسو به یې درکړم او که دلته زما سره پاتې کیږي نو ستاسې سره یې تلو ته نه مجبوروم،  هغوی وویل د حق فیصله دې وکړه، او بیا نبي کریم صلی اله علیه وسلم زید بن حارثه رضي الله علنه راوغوښتی او پوښتنه یې ځنې وکړه:

زیده! دا خلک پېژنې؟

زید بن حارثه رضی الله عنه وویل: هو، دا یو زما پلار حارثه او دا بل مې اکا کعب دی‌.

محبوب صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوی په تا پسې راغلي دي نو ته اختیار لرې چې له دوی سره ځې او که له ما سره پاتې کیږې؟

زید رضی الله عنه وفرمایل: زما باداره زه پرتا باندې د دنيا هيڅ يو انسان ته ترجيح نسم ورکولی هیله کوم چې ما له ځانه جدا نکړئ، د زید رضی الله عنه پلار ددې خبرې په اوریدو حیران سو او په تنده لهجه یې خپل زوی ته وویل:
افسوس دی پرتا چې ته د غلامۍ ژوند ته په ازادۍ باندې ترجیح ورکوې، زید رضی الله عنه ورته وویل: زما بادار دومره پر ما مهربانه دی چې هیڅ یو پلار به پخپل زوی باندې دومره مهربانه نه وي.زه دې غلامۍ ته زر وارې په ازادۍ باندې ترجیح ورکوم.

پدې ځواب سره محبوب صلی الله علیه وسلم دومره خوشحاله سو چې زید رضی الله عنه یې په همدې وخت کې ازاد کړ او د کعبې ترڅنګ یې د قریشو په عامه غونډه کې اعلان وکړ:
ای خلکو! شاهدان اوسئ چې زید له نن څخه  وروسته زما زوی دی، زه دده او دی به زما وارث وي.

حارثه او کعب هم ددې صحنې په لیدو ډیر خوښ شول او په ډاډه زړه خپل وطن ته رخصت سول او د همدې ورځې څخه وروسته زید رضی الله عنه ته زید بن محمد ویل کیدل چې دا طریقه له اسلام څخه مخکې روا وه چې یو څوک به بل چا خپل په زوی واله نيوه، خو وروسته بیا د اسلام په مبارک دین کې دغه کار ناروا وبلل سو.

کله چي محبوب صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث شو نو زید رضی الله عنه بې له ځنډه ایمان راوړ او د لومړنیو څلورو تنو مؤمنانو څخه یو تن دی، (یعني خديجة الكبرى رضی الله عنها، ابوبکر صدیق رضی الله عنه، على مرتضی رضی الله عنه،  زید بن حارثه رضی الله عنه)

دغه اولني څلور مسلمانان دي چې د اسلام په مبارک دین کې تر ټولو د مخه په اسلام مشرف سوي دي.

د هجرت څخه وروسته حضرت زید رضی الله عنه د بدر له غزا څخه نیولې بیا د مؤته تر جنګه پورې په ټولو غزاوو کې د محبوب صلی الله علیه وسلم سره اشتراک کړی دی او په نهو چریکي حملو کې هم د قوماندان په صفت برخوالو و.

کله چې به محبوب صلی الله علیه وسلم یوه سریه یا لښکر لېږه نو که به زید بن حارثه رضی الله عنه په هغه لښکر کې موجود و نو به یې هغه رضی الله عنه د لښکر امیر کاوه، داسې لښکر او سریه نده پیښه سوې چې زید بن حارثه رضی الله عنه دې پکې برخوال وي او امیر دې یې بل څوک وي.

کله چې به زید رضی الله عنه په جهادي سفر او یا دغسې په سفر تللی و نو محبوب صلی الله علیه وسلم به د هغه راتلو ته ډېر لیواله و او کله چې به زید رضی الله عنه د یو سفر څخه راغی نو اول به محبوب صلی الله علیه وسلم ته ورتلو او د هغه سره به یې خصوصي د محبت مجلس کاوه.

صحابه کرامو رضی الله عنهم چې کله د نبي کریم صلی الله علبه وسلم دومره ډېره مینه د زید رضی الله عنه سره ولیدله نو هغه ته یې د حبُ الرسول لقب ورکړی.

په اتم هجری کال د جمادي الاولی په مياشت کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل قاصد حارث بن عمیر رضی الله عنه په لاس د بصرې پاچا ته لیک واستاوه، کله چې حارث رضی الله عنه روان سو په لاره کې د شام د مځکې د بلقاء حاکم شرحبیل بن عمرو الغساني پرې پیښ شو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم قاصد حارث بن عمیر رضی الله عنه یې شهید کړ( په هغه وخت کې د قاصد وژل د جنګ تر اعلان هم لوړه خبره وه) چې دا کار پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندې ډېر سخت تاثیر وکړ، نو یې د شرحبیل بن عمرو څخه د غچ اخیستلو په خاطر یو درې زره کسیز لښکر آماده کړ.

کله چې د غازیانو درې زره کسیز لښکر د شام د بلقاء ښار د مؤته جګړې ته روانیده نو رسول کریم صلی الله علبه وسلم حضرت زید رضی الله عنه ددې لښکر امیر وټاکه او امر يې وکړ که چیرې زید شهید سو نو جعفر ستاسو امیر دی او که جعفر شهید سو نو عبدالله بن رواحة ستاسو امیر دی او که هغه هم شهید سو نو بیا خپل د منځ څخه یو نفر د آمریت لپاره انتخاب کړئ.

حضرت جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه عرض وکړ:
يا رسول الله! صلی الله علیه وسلم ما دا توقع نه لرله چې زید رضی الله عنه به پر ما باندې امیر وټاکئ؟ سرور کائنات صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا خبره مكوه ته نه پوهېږې چې د الله جل جلاله په نزد څوك غوره دی.

کله چي لښکر روان سو او د بلقاء ښار ته ورسیده نو د مؤته په کلي کې یې واړول نو د بلقاء حاکم تقریباً یو لک لښکر آماده کړی او یو لک لښکر د روم پاچا  ورته راواستوه  چي په دې سره د کفارو شمیر دوه لکه۲۰۰۰۰۰ نفرو ته ورسیده، چې تقریباً شل زره نفره د آس سپاره پکې وه.

کله چي دواړه لښکره یو بل ته سره مخامخ سول نو زید بن حارثه رضی الله عنه سهار د لمانځه څخه وروسته متصل د حملې آمر وکړ او جنګ شروع سو، تر ماښامه بې له کومه ځنډه جنګ وسو، تقریباً پنځه ورځې پرلپسې جنګ روان و.

په شپږمه ورځ بیا سهار زید رضی الله عنه د حملې آمر وکړی او جنګ شروع شو چې دا په تاریخ کي هغه تر ټولو  د خطرناکو  او شدیدو جنګو څخه شمارل کیږي ځکه درې زره کسان د دوه لکه نفرو سره مخامخ کیدل او جنګیدل.

حضرت زید رضی الله عنه د مؤته په جنګ کښې په پوره شجاعت وجنګیدی او په پای کي یې د شهادت لوړ مقام په نصيب شو  په مدینه منوره کښې محبوب صلی الله علیه وسلم دصحابه کرامو رضی الله عنهم په مینځ کښې ناست ؤ، الله جل جلاله د جنګ نقشه دده صلی الله علیه وسلم مخ ته ورته وړاندي کړی وه او نبي کریم صلی الله علیه وسلم د جنګ ټول حالات صحابه کرامو رضی الله عنهم ته ویل نو یې فرمایل: زيد شهید سو بيرغ جعفر واخیست هغه شهید شو بيرغ عبد الله بن رواحه پورته کړ هغه هم شهید شو اوس بیرغ د خدای د تورو نه يوې توري واخیستی او هغه فاتح سو، پدی وخت کښې د سرور عالم صلی الله علیه وسلم د مبارکو سترګو څخه اوښکي بهیدلی او دا الفاظ یې په ژبه راغلل: دوی زما وړونه زما خواخوږي او زما دمرکې ملګري وه.

د زید رضی الله عنه د شهادت په خبریدلو د هغه رضی الله عنه ماشومي لور رقیې ژړل، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغې سره یوځای دومره وژړل چي له ډیری ژړا نه یې ږغ په ستوني کښې وچ سو، حضرت سعد رضی الله عنه په حیرانتیا سره پوښتنه وکړل: یا رسول الله! صلی الله علیه وسلم دا څه کوي؟ تاسو هم دومره ژاړي؟ محبوب صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا د محبت هغه جذبه ده چی د خپل محبوب لپاره د هر چا په زړه کښې پرته وي.

زید رضی الله عنه هغه یوازنی محبوب الرسول صحابي دی چي نوم یی د الله جل جااله په کتاب کښې ذکر شويدی.

ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمایي چي هیڅکله داسي نده پیښه سوی چي محبوب صلی الله علیه وسلم دي حضرت زید رضی الله عنه کومي غزا ته ليږلی وي او هغه یې د مجاهدینو قائد نه وي ټاکلی.

د حضرت زید رضی الله عنه هميشنۍ غذا د اوربشو ډوډي وه زړې پیوندي جامي به یې اغوستلی او خپلي جامې به یې پخپله پیوند کولې، يو چا ورڅخه پوښتنه وکړل: یا ابو اسامه! ولی دومره زړې جامې اغوندې؟ زید رضی الله عنه جواب ورکړی: زموږ عزت او شرف په اسلام کښې دی له قیمتي جامو نه څه نه جوړیږي.

حضرت زید رضی الله عنه که څه هم تل دغازیانو د لښکر امیر او یو تکړه قوماندان ؤ خو د جنګ په میدان کښې یې له یو عادی مجاهد سره څه فرق نه لیدل کیده د هغه له کړو وړو نه دا نه محسوسیدله چی هغه دي د لښکر مشر او نور یې تر لاس لاندي سپاهیان دي.

عبدالله بن عامر رضی الله عنه وایي: یوه ورځ حضرت زید رضی الله عنه د مجاهدینو لپاره د اوبو مشك پر اوږو راخیستی ؤ ما ورته عرض وکړ: ای امیره! دا مشك ماته راکړه، زید رضی الله عنه وفرمایل: تاته دی الله جل جلاله آجر درکړي دا کار زه پخپله کوم تر څو چی زما په زړه او دماغ کښی د امارت بوی پیدا نسي.

رضی الله عنه

مأخذ:
اسدالغابه
البدایه والنهایه
حیاةالصحابه
حقپالونکي
او نور…..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx