
د روژې په نهمه او لسمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پېښې
حمادافغان شیرزاد
د روژې په نهمه او لسمه د رامنځته شوو، مهمو پیښو له جملې څخه:
د ۲۱۲هـ کال د روژې په ۹ مسلمانانو د ستر فقیه عالم او د قیروان د ښار قاضي اسد بن الفرات بن سنان په مشرۍ د ایټالیا په حدودو کې د صقلیه ستره جزیرة فتحه کړه. اسد بن الفرات یو قوي او برجسته عالم وو، تر څنګ یې نوموړې د جهاد د میدانونو ستر اتل او د وخت قاضي هم وو، نوموړې د ۱۰زره لښکر سره په دې جزیرة حمله وکړه، د رومیانو د سختې مقابلې وروسته مسلمانانو فتحه ترلاسه کړه.
۵۵۹هـ کال قاهره کې د مسلمانانو د خپل منځي جګړې خاتمه وشوه، او اسدالدین شیرکوه وزیر وټاکل شو.
د ۸۲۷هـ کال د روژې په نهمه مسلمانانو د بیروت ساحل ته دوه سترې کښتې واستولې او دا وروسته له هغې چې فرانسویانو په بحر کې د مسلمانانو سیمو ته د ننوتلو جرأت کړی وو.
د روژې لسمه:
د هجرت څخه درې کاله وړاندې د روژې په لسمه د مسلمانانو مور د سیدنا محمد عربيﷺ بي بي مبارکه، هغه چې لومړې ایمان یې راوړې وو، هغه چې زموږ پیغمبر ته یې غټه تسلي او حوصله ورکوله”خدیجة الکبری” رض وفات شوه.
د ۱۳۲هجـ کال د روژې په لسمه د مسلمانانو د ستر دولت اموي خلافت سقوط وشو او عباسیانو دوی ته وروستۍ ماتې ورکړه، په بله لیکنه کې یې بشيړ معلومات نشر شوي.
د ۴۸۵هـ کال د روژې په لسمه د سلجوقي سلطنت وزیر او د تاریخ ستر شخصیت چې د اسلام او مسلمانانو ستر خدمت یې وکړ، نظام الملک ابو اسحاق چې د وخت له سترو علماؤ یې علم هم ترلاسه کړې وو، د حشیشین د فرقې له خوا د روژه ماتي پر وخت د یو کشر هلک په لاس چې د یتیم او فقیر په شکل کې راغلی وو، شهید کړای شو.
د ۶۴۸هـ کال د روژې په لسمه په مصر کې صلیبیانو ستره ماتې وخوړه، د صلاح الدین ایوبي رح د وفات وروسته صلیبیانو د مصر د اخیستلو کوښښونه شروع کړل، خو کامیاب نه شول، د دمیاط د ښار د نیولو وروسته دوی د المنصورة پر لور وخوځېدل خو هلته د سترې ماتې سره مخ شول.
دا لړۍ دوام لري.