دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«يوويشتمه برخه»

اسدالله رزین

سنجول سوي، بریالي بریدونه پیل کړل، سهار لا ځان نه و ښکاره کړی او داسې معلومیده چې سهار هم فتحې ته سترګې په لاره و او لمر هم لا سترګه نه وه رالوڅه کړې چې د فتحې زیری پرې وشو.

امتي صاحبه! د ځمکې په مخ د شکر سجدو ته وار نه رسیده چې مشرکینو ته د ذلت او مسلمینو ته د عزت غیږ پرانستله سوه. د رسول الله(ص) خسر ابوبکر د اطاعت او محبت لوستونو نور هم زور واخيست او د عبادت د صفونو با کیفیته شمیر نور د قلم تر وس تیر سو او د هیلو نورو او تازه وږمو د زړونو په را نژدې کولو او نازولو پیل وکړ.

د ابوقحافه زوی(رض)او مجاهدین یې سالمین او غانیمین را ستانه او په ټولو عربي قبیلو کې په بې سارې مینه او لوړاوي ورته هرکلی وویل سو، له کفر او کفارو سره د کرکې او نفرت ذهنیت چې یو څه اغیز من سوی و بیرته په خپل حال سو او د تورو په شرنګهار کې خپله د همت مظاهره وکړه.

امتي صاحبه !
ابوبکر صدیق(رض) مخکې هم عکرمه(ض) بن ابوجهل او شرحبیل بن حسنه(رض) د مسیلمة الکذاب لعنه الله د له منځه وړلو لپاره ور استولي و، خو نه و توانیدلی چې له منځه یې یوسي او د ارتداد په لمبو اوبه توی کړي. داسې معلومیده چې دې ویاړ د خالد(ْرض) په مشرتابه کې (وحشي بن حرب(رض) ته کتل.
خالد بن ولید(رض) د امیر المؤمنین له حکمه سره برابر د برید لپاره چمتو او د (۴۰یا ۶۰) سپرو په شتون کې یې خپله ماهرانه، په ستونزمنو آزموینو کې ازمویل سوې او په سختو کې پوخ برید پیل کړ او دښمن یې ډیر ژر د وارخطایۍ پولو ته ور ایسار کړ، خو چې لښکرې سره خوله په خوله سوې مسیلمة الکذاب چې خالد(رض) ښه پیژاند او هم یې دستي په ډګر کې لید، نو ځکه یې ټول وس او توان کاراوه چې خپلې ټولې لښکرې له سیف الله سره مخامخ کیدو ته وهڅوي. د الفاظو ټوله زیرمه چې د کاذبې ادعا په مهال کې یې جوړه کړې وه و لګوله او خپل مرګونی تقریر یې په خپلو ټولو احساساتو کې ونغښت او راووت.

امتي صاحبه!
خالد(رض) د سیف الله لقب هسې په ټوکو کې نه و پیدا کړی، خالد په کور کې نه و ناست چې سیف الله سو، خالد(رض) د عربي زلمو د تورې وهلو په ډګرونو کې نه و، سیف الله سوی، خالد(رض) په تیارو کې هم جنګیدلی و، خو سیف الله سوی نه و.

امتي صاحبه!
خالد(رض) محمد رسول الله(ص) لیدلی و او لید یې چې په څومره مېړانه، هوښیارۍ، حسن تدبیر او د اطاعت په پولو کې د خپل مهال د وحشت او بربریت صفونه ماتولای سي، خالد(رض) د سیف الله ویاړ له ډګره ورسره را وړی و، د دښمن له تښتیدو یې ور سره را وړی و، په هر ډګر کې د (لا اله الا الله محمد رسول الله) د مبارکې جنډې له رپیدو یې ورسره را وړی و، نو ځکه د کائناتو سردار محمد مصطفی(ص) په خپل ګټلي ویاړ یاد او د سیف الله لقب یې ورته ډالۍ کړ.
څوک چې اشرف المخلوقات(صلی الله عليه وسلم) سیف الله یاد کړی وي د هغه مخې ته بیا د دروغو نبیان او بدماشان نه سوی درېدلای.

امتي صاحبه!
زما په اند که په هر مهال او هر ځای کې مسلمان ځوانان د خالد اطاعت، محبت او جذبې ته په کتو کې ډګر ته را ووځي خامخا به ټول کاذبان، د شیطان لښکرې، مهالي ابو جهلان او خانتونه کړي(غلامان) د تاریخ د مرګ ژورو  ته ور ټیل وهي. او الحمد لله زموږ ټول تاوده او سر لوړي مرچلونه که د نړۍ په هر ګوټ کې دي د خالد(ض) فتحو ته ورته د فتحو ژوندي او په ډګر کې ګواهان دي.

او که یو څه نور هم سیرت ته خپل اړخ ورنژدې کړو ان شا ءالله نه ده لرې چې: په سوریه، مصر، فلسطین، کشمیر او د نړۍ په هر ګوټ کې په جهنمي زندانونو او د کفري وحشي عسکرو په رحم او کرم کې د ایمان په ګناه د بندي پیغلو مجاهد ویاړ او مجاهد غواړي تږي آرمانوته اوبه ورکړو.

امتي صاحبه!
ډیره خونړۍ جګړه را منځته سوه، ډیرې ککرۍ له تنو جلا سوې، د ځمکې مخ ښه په وینو سور سو، د تورو شرنګهار و، خو خالد(رض) ته فتحو لار جارو کوله او مبارکي یې ورکوله. وار خطا او د ماتې په حال کې غلیم هرڅه له لاسه ور کړي وو او د تیښتې په هر کنډو کې مرګ ور ته ولاړ و. یواځې د مرګ باغچه چې دوی ته د امن کور ښکاریده ور په یاد او هغې ته یې فنا ور وړه او د باغچې دروازې یې د نجات د آخرنۍ هیلې په تمه په ځان پسې ښې ټینګې و تړلې، چې د سیف الله لښکرې تر باغچې را وګرځیدې او کلا بنده یې کړه.

امتي صاحبه!
د خدای د رضا د حصول کفن پوښي او د محمد رسول الله(ص) په اطاعت او محبت کې غرق ځوانان دي چې پخپلو سپیڅلو وینو تاریخونه لیکي، خپل مبارک سرونه نذرانه کوي او د امت د ژوندي او سرلوړي پاته کیدو لپاره چې د محمد رسول الله(ص) آرمان و تر ځپل هرڅه تیریږي.

امتي صاحبه!
البراء بن مالک فرمايي: ای د خالد(رض) زړورو لښکرو! ما د خپلو نیزو په څوکو کې باغچې ته ور واچوئ، چې دروازه درته خلاصه کړم.
امتي صاحبه! مجاهدینو هم (براء بن مالک (رض) فدایی زلمی د نېزو په سرو کې د دښمن باغچې ته ور وا چاوه.

امتي صاحبه!
براء بن مالک د تاریخ په سینه کې پاته او د میړانې او سرشندنې بې بېلګې ننداره یې ټول انسانیت ته وړاندې کړه.

امتي صاحبه!                                                                                                        د تورو تر څوکو د خنجرو تر وارو او د نیزو تر شنهار لاندې د شهادت لیوال (البراء بن مالک (رض) ځان دروازې ته ور ساوه او د مجاهدینو په مخ یې پرانستله.

امتي صاحبه!
د شهادت په جذبه مست مجاهدین باغچې ته څوک له دروازې او څوک له دیوالو ور وا وښتل، د ډیرو مرتدینو تر قتل وروسته چې مسیلمة الکذاب لعنه الله د ځان لپاره سپر کارول. د خالد(رض) لښکرې پخپله مسیلمة الکذاب ته ور وړاندې سوې. مسیلمة الکذاب د مرګ د باغچې په یوه کنډو کې لکه تږی اوس ولاړ و چې (وحشي بن حرب) د حمزه(رض) قاتل ور مخ ته او په ډیر خوند او میړانه یې لکه وینو ته چې یې تږی و په توره و واهه او توره هغه بل لوري ته ترې و وتله.

امتي صاحبه!
تږي ډیر وو، خو ټولو ته وار نه رسیده. چې (ابودجانه سماک بن خرشه)هم خپله ونډه پکې واخيستله او په ډېره بیړه یې بل کاري برید پرې وکړ او په ځمکه را ولویده او ښځې یې له ماڼۍ ولید او نارې یې کړې. وایي امیر تور جبش مړ کړ.

حبشي قاتل حمزه کان یقول:  قتلت خیرالناس في الجاهلیة یرید حمزه (رض)، وشرالناس فی الاسلام، یرید مسیلمة الکذاب في عهد ابوبکر(ض).[1] د مرتدینو په مخالفت د جهادي عمل په پایله کې د لسو زرو تر یو ویشت زرو پوري مرتد په قتل ورسیدل او له پنځو ترشپږو زرو پورې د خالد بن ولید مجاهدینو د شهادت جامونه نوش کړل.
د رسول الله(ص) له وفاته وروسته سمدستي د زکات د مانعیینو او مرتدینو فتنه رښتیا هم د خپل مهال له خطرناکو فتنو څخه وه او که یې پخپل وخت کې همدغسې مخنیوی نه وای سوی بیخي شونې وه چې له مضرو اغیزو به یې ټول امت د ټول وخت لپاره ډیر سخت متضرر سوی وای، خو د ابوبکر صدیق(رض) د درایت، دور اندیشۍ او احساس مسئولیت له کبله ډیره ښه و ځپل سوه او د بیا پیښیدو جرئت یې له مغزو ور ویوست.

امتي صاحبه!
ابوبکر صدیق(رض) له رسول الله(ص) څخه ډیر څه تر لاسه کړي وو او هغه یې ټول د محمد(ص) د پیغام یعنې د امت په چوپړ کې وکارول. زما په اند د محمد(ص) او بوبکر(رض) د اوږدې او ټینګې آشنایۍ چې بیا په خپلوۍ هم بدله سوه یو حکمت به دا وي چې له رحلته وروسته داسې چاته ځانګړې اړتیا وه چې هغوی(ص) ته په ورته ستاینو ستایل سوې وي او وکړای سي چې امت د هغوی په تصور کې دومره مصروف وساتي چې د نشته والي احساس یې له سره دماغ ته لار نه کړي پیدا چې بیا خدای نا خواسته پردې دروازې و نه ټکوي.

امتي صاحبه!
دا ابوبکر و چې له رحلته وروسته یې جزیرة العرب ته پخپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړ او د خپل فعالیت موخه یې وټاکله او له هغو چټلیو او ښویدنو یې را وګرځاوه چې له همدغه مهمه ځایه یې هر لوري ته ډیر ژر او چیچونکی سرایت کړای سوای.

امتي صاحبه! ابوبکر صدیق(رض) چې کله هم د بعثت له وطنه ډاډمن سو، نو بیا یې خپلې لښکرې د بعثت د پیغام، ګټو او برکتونو د ویشلو لپاره د عراق او شام لور ته د خپل نومیالي قومندان خالد بن ولید(رض) په مشرتابه کې واستولې. خالد(رض) د شام او عراق په لور ور ووت او په لنډه موده کې یې ډیرې ښې او اړینې لاسته راوړنې ولرلې. تر ټولو مهمه دا چې: د نبي کریم(ص) له رحلته وروسته خالد و چې د هغوی(ص) آسماني پیغام یې د پوره اطاعت په پولو کې د روم او فارس ټینګو کلاګانو ته هم ورورساوه او د پریکنده کړنو لپاره چې بیا یې د عمر فاروق(رض) په دور کې صورت ونیو مکمله خاکه او کچه له ځانه سره واخستله.

ابوبکر صدیق(رض) د هغه فراست په شتون کې چې ورته حاصل و په تلوار ګامونه وانه خیستل، ټولې چارې به یې د وړ تدبیر په تله تللي. تر څو له رحلته وروسته د صحابه کرامو(رض)او امت د ټول ژوند لپاره آسانه او بریالۍ سریزه ثابته شي. ځکه چې نور اسلامي ریاست له نبي امت ته لیږدیدلی و. هغه په نبي لوریدلی نعمت چې به هر اړین مهال کې به له آسمانه ورته لار ښوونه کیده او هغې لارښوونې ته په درناوي کې به نبي مخ په وړاندې خوځیده نور دوی ته نه وه حاصله.

[1] الصفوة التفاسیرج۱ص۳۵۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx