دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانۍ معنا

جلال الدین تاجوال

د مسلمانۍ معنی داده چې یو بني ادم په خپل بشپړ شعور سره دا ومني چې په نړۍ کې د الوهیت، ربوبیت او بادارتوب څومره دعوه داران چې دي له هغو ټولو څخه یوازې او یوازې د ستر رب بنده ګۍ کوي، او دا ومني چې په نړۍ کې د ژوند د بېلا بېلو نظامونو له جملې څخه د ژوند تیرولو هغه لاره وټاکي چې اسلام وړاندې کړې ده او زړه یې په دې هم مطمین وي چې د رهبرۍ او لارښوونې لپاره څومره دعوه داران چې تیر شوي یا یې اوس سر راپورته کړی، د ټولو له جملې څخه یوازې محمد صلی الله عليه وسلم د رهبرۍ وړ دی.

نو کله چې یو شخص په دې ډول الله جل جلاله خپل پالونکی، اسلام خپل دین، محمد صلی الله عليه وسلم خپل لارښود ومني هغه مسلمان کیدای شي، چا چې په دغه رقم اسلام ومنلو نو هغه بیا د هر هغه او دغه کار اجازه نه لري د هغه ژوند به د یو لړ محدودیتونو او مقرراتو لاندې تېرېږي، سړی باید خپلې ټولې غوښتنې، انګیرنې، افکار او نظریات په بشپړ ډول په اسلامي چوکاټ کې راولي او ټولې هغه لارې چې په نړۍ کې مقبولې دي رد کړي.

په دې اړه رسول صلی الله عليه وسلم داسې فرمایي « لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يَكُونَ هَوَاهُ تَبَعًا لِمَا جِئْتُ بِهِ» رواه البيهقي.
ژباړه: له تاسې څخه هیڅوک هم تر هغه پورې مؤمن کېدای نه شي ترڅو پورې چې د هغه نفسي غوښتنې د هغه هدایت او حق دين تابع نه شي چې ما رواړی دی.
له دې پُر معنی کلام څخه معلومېږي چې د کوم نفس چې دا دعوه باقي پاتې وي چې باید زما د غوښتنو پیروي وکړی شي نو د ده په زړه کې ایمان او اسلام نشته.

د اسلامي ژوندون معنی دا چې احساس لرل د ذمه وارۍ او مسؤلیت لرل، مومن هیڅکله داسې فکر نه کوي چي زه مړ کېږم نو زما څخه به هیڅ پوښتنه نه کېږي بلکې دا کوټلی باور لري چې له دې ژوند وروسته بیا یو ژوند دی چې الله تعالی ته به حاضرېږم او د یو یو فعل، حرکت او کار ځواب به ورکوم.

مسلمان یو خپلسری پرېښودل شوی څاروی نه دی چې چېرې شین فصل وویني ور ګډ شي، د مسلمان د ژوند مثال رسول اکرم صلی الله عليه وسلم داسې ویلي: « مَثَلُ الْمُؤْمِنِ وَمَثَلُ الْاِیْمَانِ کَمَثَلِ الْفَرَسِ فِیْ آخِیَّتِہٖ ، یَجُوْلُ ثُمَّ یَرْجِعُ اِلٰیآخِیَّتِہٖ» رواه أحمد وأبو يعلى.

ژباړه: د مؤمن مثال او د ایمان مثال د هغه اس په څېر دی چې پر مېوږي تړلی وي، نو هغه چې هرڅومره وګرځي راوګرځي او څومره تاو را تاو شي په پای کې دې ته اړ دی چې د هغه رسۍ تر کچې وګرځي چې په غاړه کې يې ده.

مسلمان چې کله د ایمان او پېروۍ پر میوږي وتړل شي نو رسۍ چې هرڅومره اوږده وي په خپلې ټاکلې دایره کې ګرځېدلې را ګرځېدلې شي، له هغو پولو او ټاکلو حدودو نه شي وتلای.

اللهم جعلنا من الذین انعمت علیهم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx