افغانستان

کندهار ښار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو دوه جګپوړي افسران ترور شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): ناپېژاندو وسله والو په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو دوه جګپوړي افسران ترور کړي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، ناپېژاندو وسله والو نن د پنجشنبې په ورځ ماسپښین د کندهار لومړۍ حوزې اړوند «کابل شاه» سیمه کې دوه نظامیان ترور کړي او په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

نوموړي د نظامیانو د هویت په اړه څه ویلي نه دي؛ خو په ارزګان کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې وژل شوي دواړه کسان په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو دویم کنډک افسران دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په وژل شوو کسانو د ارزګان د څلورمې لوا دویم کنډک قومندان ډګرمن اسدالله اندرابي او د یادې لوا مالي مرستیال تورن زین الدین شامل دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې کندهار هدفي بریدونه زیات شوي، د کومې له امله چې د دولت لوړ پوړي چارواکي او نظامي منسوبین ځانونه خوندي نه ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x