شعـــــرونه

سره زخمونه – سيداحسان الله الهام

لا ور كوي ورته په څه زخمونه
جوړ يې لا نه دي ها زاړه زخمونه

زخم دپاسه په زړه زخم ايږدي
دفلسطين دماشوم سره زخمونه

رسوي آه دپاك الله تر دره
كله خاموش كښېني دزړه زخمونه

زيانمن قاتله ! مقتول ګټه وكړه
بل ورته قبر كي رڼه زخمونه

چي د ايمان پر سر هرڅو پرې لګي
والله خواږه لګي ترخه زخمونه

چي پرې دخداى رضا راځي او راځي
راته منظور دي په باڼه زخمونه

را كوي ستا را كړى زخم الهام !
ظالمه ! ته به وړې پاخه زخمونه

2014/07/17

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قندهارى

ډېره مننه الهام صيب ښاد او اباد اوسي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x