نظــر

د ثور ۷ مه د افغان غمیزې پیلامه

نوراني “عزام”

پوره ۴۲ کاله وړاندي وحشي کمونستانو د نور محمد ترکي په مشری د کور، کالي، ډوډۍ تر عنوان لاندي د ثور په ۷ مه نېټه د سردار محمد داود خان په حکومت باندي خونړۍ پوځي کودتا وکړه او هغه یې د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای په شهادت ورساوه.

د ثور ۷ د افغان ولس  په زړونو کې د تیرو لسیزو وحشتونو او نننیو ناخوالو او بحرانونو تهداب کښېښود او دا دی تر نن ورځي پوري افغانستان نه د یوه جوړ خپلواک نظام څښتن شو او نه هم د مظلومو هیوادوالو د روانو وینو د بهېدو مخه ونیول شوه.

کله چې د ترکي په مشری وحشي کمونستان واک ته ورسیدل په افغانستان کې یې د خپلې الحادي او کمونیستي مفکورې د پلي کولو لپاره داسي وحشت او بربریت ته مخه کړه لکه څرنګه چې مخکي د دوی فکري پلار او لارښود  ستالین په منځنۍ آسیا کې ترسره کړې وو.

ستالین د کمونیستي مفکوري سرلاری ګڼل کیږي او هغه په منځنۍ اسیا کې داسي د انسانانو ټول وژنه او تباهي وکړه چې ټول بشریت ورڅخه پناه غواړي او په افغانستان کې د کمونیستي مفکورې د لارویو د سترو وحشتونو په څيرتاریخ سازه نه بښونکي  وحشتونه ترسره کړي.

کمونستانو له کودتاه  څخه وروسته افغانان په بيلا بيلو نومونو شهيدان ، اسیران، او زخمیان کړل. کله چې افغانان پوه شول چې نور یې له کمونستانو څخه سر، مال او ناموس خوندي نه دی، نو یې هیواد پرېښود او له هیواد څخه یې نورو هیوادونو ته هجرت وکړ.

هغه افغانان چې لا ېې هجرت نه و کړی او تر اوسه په خپل هیواد کې وو په هغوی باندي یې خپل کمونستي نظام جبراً ور وتپی او هر ډول ظلمونه او وحشتونه یې پرې شروع کړه چې له یوې خوا یې دین او له بلي خوایې سر او مال په لوی خطر کې واقع شول.

وحشي صفته کمونستانو دهیواد له ټولو ارزښتونو خلاف خپله باطله او خبیثه عقیده په خلکو باندي په زوره تحمیلوله او غوښتل یې چې د اسلام د مبارک دین اساس او بنیاد له منځه یوسي نو له همدې امله یې د هیواد دیني علماء، مشایخ او  نور داسي شخصیتونه له منځه وړل چې اسلامي شریعت ته یې واقعي تعهد درلود.

کمونستانو د خپلي فاسدي عقیدې او نظريې د خپراوي لپاره  له کلیوالي سیمو څخه د زدکړي په نامه د کمونيزم نظريه ماشومانو ته ښودل، د کنسرتونو په نامه به یې ځوان نسل فحشا ته هڅول، زمونږ د خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم د توهين په خاطریې مرد نوزنه فلم جوړ کړو او په مطبوعاتو کې یې په لینن درود وایه.

کله چې افغان ميړني او مسلمان ولس د کمونستانو دا شوم اهداف او اسلام ضد دریځ ولید، نو د هیواد ټولو دیني علماء کرامو او مشایخو په یوه خوله د کمونستانو په ضد باندي د جهاد کولو فتوا صادر کړه او د خپل مجاهد ولس تر څنګ ود ریدل.

له همدې ورځي څخه افغان مجاهد ولس په تش لاس خو په ایماني قوت سمبال د کمونستانو سره په علني جهاد لاس پوري کړ او کمونستانو سره له دې چې په هر ډول روسي اسلحو او وسائلو سمبال وو د مجاهدینو په وړاندي شرمونکې ماتي وخوړه.

کله چې به مجاهدینو په کمونستانوبرید وکړ او مرګ ژوبله به یې ورته واړوله نو هغوی به چې له مجاهدینو سره د جګړې توان نه لاره نو به یې غچ له ولسی وګړو څخه اخيسته چې د  بیلګي په توګه ئې په لنډه توګه د څو وحشتونو يادونه کوو

د ۱۳۵۷ کال د حوت په ۲۴ نیټه د هرات په ښار کې ولسي خلکو د کمونستانو په ضد مظاهره وکړه چې کمونستانو په خورا قساوت او ظلم سره ښار ته ټانګونه راویستل او د (۲۴۰۰۰)  په تعداد کې یې ولسي وګړي په شهادت ورسول.

د ۱۳۵۷ کال د حوت په ۹ نیټه  د کونړ په کرهاله کې د(هورا) د نه ویلو له امله یې ( ۲۰۰۰)  ملکي خلک په شهادت ورسول ، په بغلان ولایت کې یې د ۱۳۵۸ کال د ثور په ۹ نیټه (۱۵۰۰) تنه ملکي وګړي په شهادت ورسول، د هیواد په پلازمینه کابل کې په یوه بل پاڅون کې د ښار د اوسیدونکو په ګډون د ثریا او رابعه بلخي  د لیسو ښځینه زدکونکي چې د غازي لیسو ته لاړل  او د هغوي د نارینه شاګردانو په سرونو یې خپل پټکي واچول او هغوی د جزبې او ولولې په حال کې د ښار په لور مخه کړه چې په دې پاڅون کې هم د یادو لیسو د نارینه او ښخينه زدکونکو لوی شمېر شهیدان شوه  .

له روسانو او کمونیستانو سره په جګړه کې افغان مجاهد ولس یونیم میلیون شهیدان، دوه میلیونه زخمیان د شپږ میلیونه په شاوخوا کې مهاجر او بندیان ورکړل، ښارونه او وطنونه یې وران شول، کورونه او کلي یې بمبار شول چې بالاخره د خدای جل جلاله په فضل او ځانګړي احسان له هیواده د کمونستانو واکمني په ټولییزه توګه ټول شوه.

د ثور د خونړۍ کودتا څخه څه باندې څلور لسیزې وروسته د دې ورځې یاد په داسي حال کې کوو چې که له یوې خوا د روسي اشغالګرو او کمونیزم له مفکوري څخه خلاص شوي یو خو له بده مرغه د غربي دیموکراسي په نامه له یوي بلي کفري نظریې سره په جهاد بوخت یو چې د میلیونونو شهیدانو، زخمیانو او اسیرانو قیمت مو اوس هم پرې کړی او لاهم دا دی د قربانیو تسلسل مو روان دی.

خدای جل جلاله دي مو له دې ستر ازمون څخه هم ژر تر ژر بریالي راوباسي او هغه هیله او ستر ارمان چې له کبله یې موږ د کمونستانو او اوس یې د دیمکراسی د لارویانو سره د د جهاد له امله لرو چې یو سوچه اسلامي نظام دی را تر سره کړي.

امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x