روغتیا

په روژه کې څنګه د سردردۍ مخنیوی وکړئ؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غویي، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان د وینا په اساس، سردردي یو له هغو روغتیایي ستونزو څخه ده چې له استثنا پرته نږدې هر کس پرې اخته کیږي، او د همدې لپاره هر څوک کوښښ کوي له ریښتیني علت معلومولو پرته سمدلاسه د درد وژونکي درملو اخیستلو ته مخه کړي، په دې فکر چې په درملو سردردي له منځه وړل تر ټولو غوره لار ده، خو دا په بشپړه توګه ناسم فکر دی.

د نورو وختونو په پرتله په روژه کې هم یو شمېر خلک له سردردۍ شکایت کوي، د روژې سربېره له عبادت کولو هم خوند نشي اخیستلی چې له سترې ستونزې سره مخ وي.

د هغه کسانو لپاره چې له داسې یوې ستونزې سره مخامخ دي، روغتیا پوهانو په روژه کې د سردردۍ مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې ښودلي، چې ممکن د یادې ستونزې په مخنیوي کې مو مرسته وکړي.

دا لارښوونې په لاندې ډول دي:

له رواني او فزیکي فشار څخه بشپړ ډډه کول

غوره روغتیایي رژیم تعقیب کړئ

په لوړه کچه مایعات وکاروئ

بشپړ خوب وکړئ

منظم تمرین وکړئ.

د یادو لارښوونو سربېره ځینې خواړه هم شتون لري چې د سردردۍ له منځه تلو کې مرسته کوي، په دې کې مستې، کېله، وچه مېوه، تور چاکلیټ/کاکو، هندوانه، کافي او پاڼه لرونکي سبزیجات شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x