
کرکټ: افغانستان او زمبابوۍ نن په لومړي ځل مخامخ کیږي
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۳): دا لومړی ځل دی چې افغانستان د ټیسټ کرکټ لوبډلې سره څلور یو ورځينۍ سیالۍ کوي.
زمبابوۍ تقریبا له ۱۰ میاشتو وروسته نن له افغانستان سره په لومړي ځل په یوه ورځينۍ سیالۍ کې مخامخ کیږي.
د زمبابوۍ کپتان برینډن ټایلر ویلي چې د افغانستان سره سیالۍ پوره توجه غواړي.
افغانستان دا سیالۍ د نړیوال جام ته د تیارۍ لپاره کوي او زمبابوۍ بیا په اګست کې د جنوبي افریقا او استرالیا سره د سیالیو لپاره.
د افغانستان مختلف بالران زمبابوۍ تر سخت فشار لاندې راوستلی شي، د افغانستان بالینګ تر دې پخوا پاکستان، سري لانکا او بنګلادیش په اسیايي جام کې په لویه ستونزه کې راګیر کړي و، خو د افغانستان بې ثباته بیټنګ ونشو کړای چې د بنګلادیش سره د سیالۍ پرته نورې سیالۍ وګټي.
افغانستان په ورستیو ۵ سیالیو کې ۳ ګټلي او زمبابوۍ بیا ایله یوه سیالي ګټلې.
زمبابوۍ لوبغاړي له تېرو لسو میاشتو راهیسې په کور ناست و، چې د افغانستان لپاره یوه ښه زیری دی.
د افغانستان لوبغاړو ته بله ستونزه روژه ده، دوی به نن روژه په خوله لوبه کوي چې له خورا ستونزو سره به مله وي.
د زمبابوۍ په ټيم کې برینډن ټایلر چې د کپتانۍ چارې هم پر مخ بوځي د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی، نوموړی خورا ښه بیټسمین دی، له ۲۰۱۱ راهیسې د زمبابوۍ د لوبډلې مشري پر غاړه لري.
بلخوا د افغانستان په بیټنګ کې عثمان غني دی، نوموړی نوی ځوان دی او نوی د افغانستان ملي لوبډله کې شامل شوی، عثمان غني په دوستانه سیالیو کې ښه لوبه کړې، د کرکټ چارپوهان وايي چې عثمان غني د زمبابوۍ په میدانونو ښه لوبه کولای شي.
د افغانستان احتمالي لوبډله
نور علي ځدران، عثمان غني، اصغر ستانکزی، حشمت الله شایدي، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شفیق الله، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، شاپور ځدران، دولت ځدران، افتاب عالم
لوبه د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲ بجې پیلیږي.