تاریخ او شخصیتونه

د امت څراغان؛ حضرت زيد ابن الخطاب رضی الله عنه

حبیب الرحمن محبُ الرسول

د اسلامي امت ریښتنی اتل، د جهادي میدان غازي، زموږ د کامیابه امت ویاړ، د فاروق اعظم حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه مشر ورور، د غازیانو د رهبر او قائد اعلی حضرت محبوب صلی الله علیه وسلم د مبارکو صحابه کرامو رضی الله عنهم په منځ کښې د لوړ مقام او لوړ عزت خاوند، د نبوي باغچې خوشبوداره ګلاب، حضرت سیدنا زید بن الخطاب رضی الله عنه د قریشو د بنو عدي کورنۍ څخه دی، د سابقون الاولون صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه دی، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه مشر ورور دی او د بعثت په اولو دریو کلونو کې هغه وخت په اسلام مشرف شوی و چې په هغه وخت کې د سرور کائنات حضرت محبوب صلی الله علیه وسلم ملګرتیا د اور سکروټه په لاس کې نیول وه.

حضرت زید بن خطاب رضی الله عنه په مودو مودو د سخت زړیو او وحشي مشرکانو د تعذيب او تهدید مورد و خو د ایمان په مینه دومره مست و چې د کافرانو اذيتونو او وهلو ټکولو د هغه په عقیده کې یوه ذره تغییر رانه وستل سو.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مؤمنانو ته اجازه وکړه چې له مکې نه مدینې منورې ته هجرت وکړي؛ حضرت زید بن خطاب رضی الله عنه هم د مهاجرينو په دویمه قافله کې مدینې منورې ته ولاړ او هلته په قباء کې د حضرت رفاعه بن عبد المنذر رضی الله عنه ترڅنګ استوګن شو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هجرت سره د حضرت زید رضی الله عنه سترګې یخې شوې او دومره خوشال شو لکه د ټولې دنیا نعمتونه چې ده ته ورپه برخه شوي وي.

د هجرت په دویم کال چې کله د حق او باطل لومړنۍ معرکه یعنې د بدر غزاء مينځ ته راغله نو حضرت زید رضی الله عنه په هغو ۳۱۳ سرښندونکو  اتلانو کې شامل و چې د اسلام په تاريخ کې د هغوی د قهرمانۍ کارنامې په زرینو کرښو ثبت شویدي او د بدري صحابه و رضی الله عنهم په نوم د یو خاص امتیاز خاوندان او د الله جل جلاله لخوا د ګناهونو د بخښل کېدو زیري ورکړل شويدي.

په دریم هجري کال کې چې کله د احد تاریخي غزاء مینځ ته راغله نو يوی خواته د حقپالونکو اووه سوه۷۰۰  کسيزه لښکر او بلې خوا ته د الله جل جلاله د دښمنانو درې زره کسیز لښکر و چې د هغه وخت په هر راز جنګي وسلو او مهماتو سمبال و پدې جګړه کې هم حضرت زید بن خطاب رضی الله عنه برخوال و او د خپل خالق دربار ته یې د قربانۍ داسې نذرانه وړاندې کړل چې د عربو نامتو بهادران ورته ګوته په غاښ وو.

د احد په غزاء کې حضرت زید رضی الله عنه نه یوازې جنګي زغره نه وه اغوستې بلکې کمیس یې هم ایستلی و او په لوڅ بدن د دښمنانو صفونو ته مخ په وړاندی روان و، د زید بن الخطاب رضی الله عنه کشر ورور حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې کله هغه پداسې حالت کې ولید چې لوڅ بدن جنګ کوي نو په وار خطایي سره ورغی او ورته یې وویل په الله قسم چې تابه پرېنږدم چې به داسې حالت کې د دښمن مقابلې ته ورسې او بیا یې خپله زغره وایستله او هغه ته یې ور واغوستله.

زید رضی الله عنه د حضرت عمر رضی الله عنه غوښتنه ومنله او زغره یې واغوستله خو لږ وخت وروسته یې بیرته هغه زغره وغورځوله او لوڅ بدن د دښمن خواته ورغی، حضرت عمر رضی الله عنه بیا ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چې  زغره دې ولې وغورځوله؟

حضرت زید رضی الله عنه ځواب ورکړ:
عمره! که ستا په زړه کې د شهادت هیله سته نو زه هم د شهادت سره  له حده زیاته مینه لرم، زغره به هغه څوك اغوندي چې له ژوند سره مینه لري خو ما خپل ژوند د حق په لاره کې خرڅ کړی دی، حضرت عمر رضی الله عنه بې ځوابه شو.

زید رضی الله عنه په لوڅ بدن د حق د احقاق لپاره په پوره مېړانه وجنګیده خو څنګه چې دا وخت شهادت ورته مقدر نه و ژوندی پاتې شو.

د احد له غزا څخه وروسته د خندق په غزا کې د مکې د فتحې په سفر کې د حنين او طایف په جنګونو کښې او دغه راز په بیعت رضوان او حجة الوداع کې هم د محبوب صلی الله علیه وسلم سره ملګری و او په هر میدان کې یې په عملي ډول ثابته کړه چې د الله جل جلاله په لاره کې او د الله جل جلاله د دین د اعلاء لپاره يو مؤمن باید څنګه ایثار او قربانۍ ته چمتو اوسي.

د نبوي رحلت څخه وروسته چې کله د ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت په دور کې د ارتداد فتنه مینځته راغله او زیات شمیر قبیلې پدې باطني مهلك مرض اخته سولې او ددغې فتنې د اور وژلو لپاره ډېر زیات اهتمام ته ضرورت و نو حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د تورې په زور د مرتدينو د مقابلې لپاره تیاری ونیوه.

پدې لړ کې د امت د څراغانو او مرتدانو تر مینځ ډيرې سختې جګړې وشولې چې په هغو کې د مسیلمة الکذاب پر ضد د یمامي جګړه په تاریخ کې تر ټولو زیاته مشهوره ده.

حضرت زید بن خطاب رضی الله عنه  پدې ټولو جنګونو کښې شريك و او د یمامې په جنګ کې د هغه لس زره کسیز لښکر بیرغ ورڅخه و چې د مسیلمة الكذاب د څلویښت زره پوځ په مقابل کې جنګیده، د جنګ په دوران کې د مسیلمة الكذاب د لښکر د صفونو څخه د نهار الرجال په نوم يو جنګیالی مرتد راووت او نارې یې کړې چې:
څوک زما مقابلې ته راځي؟
حضرت زید رضی الله عنه د ډیر جوش په حالت کې ورغی او له اوږدې مقابلې نه وروسته یې ( نهار ) خپل په انجام ته ورساوه او مسلمانان یې د هغه له شر څخه خلاص کړل، له هغه وروسته عامه جګړه ونښتله او د مسیلمه لښکر چې د مسلمانانو د لښکر څلور برابره و په ډېر شدت سره جنګ شروع کړ تر داسې حده چې مسلمانان یې شاتګ ته مجبور کړل، پدې وخت کې حضرت زید رضی الله عنه په لوړ اواز وویل:

ای مسلمانانو!
ولې شاتګ کوئ؟ په خدای جل جلاله دې مې قسم وي زه به نن تر هغه وخته خبرې ونکړم تر څو چې یا دښمنانو ته شکست ورنکړم او یا د خپل رب جل جلاله په وړاندې حاضر نشم او خپل معذرت وړاندې نکړم، یعنې تر هغو به خبرې نکوم تر څو چې یا به فتحه راځي او یا زه شهید کیږم.

ای خلكو!
مصیبتونه وزغمئ، تورې او سپر واخلئ او پر دښمنانو باندې یرغل وکړئ، مخ په وړاندې د دښمن خوا ته ولاړ سئ.

ای مسلمانانو!
تاسې د الله جل جلاله لښکر یاست او ستاسې دښمنان د شیطان ډله ده، عزت د الله جل جلاله لپاره، د الله جل جلاله د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره او د الله جل جلاله د لښکر لپاره دی. زما پیروي وکړئ، زه چې څه کوم تاسې هم همغسې وکړئ، ورپسې یې پداسې حال کې چې ویې ویل ( الهی زه د خپلو ملګرو د شاتګ په هکله ستا دربار ته عذر وړاندې کوم )

زید رضی الله عنه توره په لاس په مرتدانو باندې یې په پوره مېړانه حمله وکړه، د هغوی صفونه یې تار په تار کړل او ویې ځغلول، خو په پای کې مرتدانو حضرت زید بن خطاب رضی الله عنه محاصره کړ، د تورو او برچو باران یې پرې جوړ کړ او پدې ترتیب د حق د شمعې دغه پتنګ د شهادت جام نوش کړ او خپل ژوند یې د اسلام څخه قربان کړ.

پدې خونړۍ جګړه کې یو شمیر نور صحابه کرام رضی الله عنهم هم شهیدان شول خو بالاخره حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه د لښکر نوی تابیه وکړه، د وحشي بن حرب رضی الله عنه، عبد الله بن زید الانصاري رضي الله عنه او سماک بن خرشه( ابودجانه) رضي الله عنه په لاس د ارتداد د فتنې اور بلوونکي او د نبوت دروغجن مدعي مسیلمة الكذاب د جهنم کندې ته ولیږل شو.

عمر فاروق رضی الله عنه د خپل مشر او خواخوږي ورور حضرت زید رضي الله عنه په بېلتانه له حده زیات غمګین و، د هغه د شهادت د خبر په اوریدو سره یې وویل: زید د دوو نیکیو په کولو سره تر ما مخکې شو، يو د اسلام په قبلولو کې او بل د شهادت د جام په څښلو کې.

کله چي به یې زید رضی الله عنه راپه یاد شو نو ویل به یې:
د سباوون وږمه چې چلیږي؛ ماته له هغې نه د زید رضی الله عنه خوشبويي راځي او په زړه مې د هغه  یاد تازه کیږي.

حاکم پخپل مستدرك کې لیکلي دي چې په حضرت عمر فاروق رضی الله عنه باندې به چې هر کله کوم مصیبت راتلو نو ویل به یې (د زید د جدايي له مصیبت نه به بل غټ څه وي ما هغه  وزغامه او صبر مې وکړ).

حضرت عمر رضی الله عنه يوځل د عربو له نامتو شاعر متمم بن نویره څخه يوه مرثیه واوریدله چې هغه د خپل ورور مالك بن نویره په هکله  ویله نو عمر وویل که ما مرثیه ویلای شوای نو ما به هم د خپل ورور زید رضی الله عنه په جدايي کې ویلی وای.
متمم ورته وویل: امیر المؤمنینه! که زما ورور ستا د ورور په شان د جهاد په میدان کې شهید شوی وای نو مابه هیڅکله په هغه اوښکې نه وای تويې کړې، حضرت عمر رضی الله عنه ورته وفرمایل  تا چې پدې خبره ماته کوم تسلیت راکړ له دې نه مخکې هیچا داسې تسلیت نه و راکړی.

رضی الله عنه

مأخذونه:
اسدالغابه
مستدرک حاکم
البدایه والنهایه
حیاة الصحابه
حقپالونکي
تاریخ ابن حیات الله
او نور…..

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx