ټولنیزه برخه

څنگه مې له «اضطراب» نه  مخنیوی وکړم؟

تميم تکل

– ابن خلدون  دغه حالت ته «رواني فشار» وايي. اوس یې اضطراب بولي.
اضطراب، رواني فشار، د رواني حالت عدمِ تعادل، ټول سره د تره زامن دي.
ځوان چې پر ټولنیز ژوند باندې کنترول له لاسه ورکړ؛ اضطراب یې حتمي دی.
چې په کانکور کې بې نتیجې شو هم دغسې.
چې له یوې خوا ځوانۍ ته ورسېد او له بلې خوا، د زماني او مکاني قواعدو پرته ورته ویل کېږي:
مه کوه
مه ځه
مه خوره
مه کېنه
مه خوره
مه څښه
او…
هر هغه څه چې هغه د «نهی» افعال وي. ده باندې یې امر کېږي.
چې د مور په نس کې یې، هم محیط درباندې تأثیر کوي؛ اوس چې د ټولنې په نس کې یې؛ بیخي یې درباندې کوي.

ځوان باید پرېږدو چې خپل احساسات او هیجانات تخلیه کړي. که دا یې تخلیه نه کړل دوه تاوانه کوي. یو خو دا په کې پاتې شول چې وروسته یو خروار غمونه زېږوي او بل دا چې دی مجبور دی، د حقیقي «غرور» پر ځای «جعلي / کاذب» غرور ته مخه کړي.
ځواني وايي همدې ته چې بیخي ټاپ یې او ښه له انرژۍ ډک.

بې کاري
هر اړخیز محدودیت
اقتصادي محدودیت
او ټولنیزې ناخوالۍ یې نن عمده لاملونه دي چې یو ځوان پرې اضطراب باندې اخته کېږي.

ــــــــــــــــ
ښځو، نجونو او په ټوله کې زموږ میندو، خویندو، مېرمنو او عموماً ښځو کې یو دغه ښه عادت شته (البته چې غیبت په کې نه وي) چې خپل احساسات هېڅ نه ساتي، هرومرو یې تخلیه کوي.

چېرته یې درد ولید، چېرته یې زړه خپه شو، چا څه ورته وویل، تاوان یې وکړ او…

نو سمدستي یې کورنۍ علاج ورسره شته.

یا به یوې تنها کوټې ته لاړه شي او ښه په ماړه زړه به وژاړي او وژاړي چې ښه یې زړه تش شي. دغه تشېدل په ریښتیا هم چې تشېدل دي.

ډاکټر ویلیام فري چې جرمني ډاکټر دی وايي: « له سترگو نه هر څڅېدونکې اوښکه؛ حقیقت کې د ناپاکو او ناولو مضره موادو ترکیب دی.»

یا که د ژړا و نه شوه؛ بله ښځه یا خور / مور یې چې ولیده؛ ټول جریانات ورته تېر کړي. کیسه چې آخر ته ورسېده، د دې زړه هم تش شي.
هېڅ هم نه ورپاتې کېږي.

نارینه عاجز خپل غیرت نه پرېږدي چې وژاړي.
خیر که نور نه وي. چې د الله له پاره وژاړي هم ډېره ده.
هغوی چې زړونه یې «نرم» وي. هرومرو به ژاړي.
خیر دی! یو ځل د «ژړا» تجربه وکړئ. که یې نتیجه منفي وه. بیا یې مه کوئ.
که له یوې زړه بوږنوونکې پېښې وروسته مو له ژړا سره فشار کم نه شو، بیا یې مه کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x