افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: له افغانستانه د پوځيانو ایستل تر ټولو ښه انتخاب و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غوايي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ایستلو پریکړه کړې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد»‌ دا ګام ستايي او ټينګار لري، چې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسېدلې او نور هلته د جګړې دوام بې معنا دی.

خلیلزاد چې تېره ورځ‌ یې کانګرس ته د افغانستان په تړاو د امریکا د پالیسي‌ په اړه معلومات وړاندې کول وویل، چې په افغانستان کې القاعده ځپل شوې او د «ترهګرۍ» ګواښونه له منځه وړل شوي، نو ځکه دده په خبره، د افغانستان د جګړې دوام نور هیڅ معنا نه لري‌ او امریکایي‌ عسکر باید له افغانستانه راووځي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د عسکرو د وتلو په بهیر کې به قراردادیان هم له افغانستانه راوځي او په کابل کې د امریکا د سفارت پر حجم به بیا ځلې کتنه کېږي؛ مګر وړتیاوې به یې په خپل حال پاتې شي.

دده په خبره، طالبان د بهرنیو‌ پوځیانو د ایستلو لپاره جګړه کوي‌ او که چېرې امریکایي‌ او ناټو پوځیان له افغانستانه راوتلي نه وای؛ نو له طالبانو سره به بیا ځلې په جګړه کې ښکېل شوي وای او تر څنګ به یې د سولې لپاره ترسره شوې هڅې هم تر پوښتنې لاندې راغلې وای.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو تر راوتلو وروسته حالت په اړه خلیلزاد وویل، چې د کابل حکومت عسکر تر یو حده په وسلو او مهماتو سمبال دي او کولای شي‌ له طالبانو سره جګړه وکړي.

خلیلزاد که څه هم د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته له کابل حکومت سره د مرستو د څرنګوالي‌ جزئیات ورنکړل؛ خو په خبره یې، امریکا به د کابل حکومت له عسکرو سره مرستې روانې وساتي‌ او که چېرې طالبان د زور له لارې د واک نیولو هڅه وکړي، نو امریکا او متحدین به یې بندیزونه ورباندې ولګوي او انزوا ته به یې یوسي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي‌ استازي‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا او ناټو پوځيان له افغانستانه د پوځیانو ایستلو ته چمتووالی نیسي‌ او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خلیلزاد دا هم ویلی چی کی طالبان پر مونږه حملی وکړی دوی به ښه وځپل شی او منزوی به شی. هغه وایی که طالبان ځانونه مجاهدین بولی و به ګورو چی څنګه پس له می پر مونږه حملی کوی. هغه وایی که تاو تریخوالی کم نشی مونږه هر څه له سره کوو.

محمد نعیم

اول دي په افغانستان کي ورک کړي خپل ملیارډونو ډالر بیرته د نړۍ څخه راټول کړي بیا هر څه د سره پیلولای سي. که نه ماشومان لا خبر دي چي د افغانستان جنګ امریکا پوروړې کړې ده او په نړۍ کي یې نور جبهات هم په وړاندي په تقویه کیدو دي. امریکایان افغانستان، عراق او سوریه ځکه پریږدي چي په اروپا کي د روس او په لیري اسیا کي د چین د پراختیا مخه ونیسي. طوطي ځوانه هیلي دي درخپلی کړه

عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظرپه افغانستان کی ترعبوری حکمت دقرآنکریم مطابق اسلامی شوراجوړول چه له قرآنی عالمانوجوړه سی اوحکومت مسلمانوسیاست مدارانواوعالمانوته ورتسلیم کی چه دسابقه جنایاتوڅخه پاک وی کمونسټان اوسکولران نه وی په هرصورت بایدملک له مجرموکمونسټانوپاک سی بیله تعلیم یافته ووحکومت بیاانګریزان اومفسدین په یومصیبت کی اچوی لکه دطالبانوپخوانۍ حکومت القاعده بایدله خپلوملکودښمنی وکی نه له افغانستانه چه دغه ۲۰کاله یی افغانستان په اورکی واچاوۍ که القاعده داسی پراسلام مین وی سعودی اوعرب امارات دی دکفاروله دوستۍ منع کړی دکال دولس ملیارده ډالرله حج اوعمری سعودی اخلی وامریکااوکفاروته یی ورکوی امریکادکمونسټ السیسی په واسطه په مصرکی پراخوان مسلمین کودتاوکړه سعودی اوعربی اماراتودکفار… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x