نړۍ

خيبر ايجنسۍ کې لسو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۳) پيښور ته څېرمه خيبر ايجنسۍ قبايلي سيمه کې د پاکستاني طالبانو په وسله وال بريد کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
راپورونه وايي، چې تېره شپه پاکستاني پوځيان د خيبر ايجنسۍ جمرود سيمه کې په ګزمه راوتي وو، چې پاکستاني طالبانو پرې بريد وکړ.

ويل کيږي، چې نوموړي بريد کې اته عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او د پوځيانو موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی.

د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې څلور بريد ګر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x