تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۱۲) – ناکام بری

شهرت ننګيال

د خوست فتحې په پوځي او سیاسي برخو کې نويو پرمختگونو ته لار پرانیستله. د کارمل گروپ او د شمال نورو فاشیستي کړیو د خوست سقوط یو ملي سازش او د نجيب له خوا پښتنو مجاهدينو ته يو امتیاز ورکول وگڼل، دوی دغه موضوع ډېره زیاته وشاربله چې مطبوعاتو ته هم را ووتله، محبوب الله کوشاني او د گروه کار ډلې لکه هاشم پیکار، فضل احمد طغيان، عبدالوكيل د دغو تبلیغاتو مخکښان وو، ((سازا)) او ((سفرا)) دوې نورې کوچنۍ فاشیستې ډلې وې چې د شمال ملېشو، کارملیانو او احمد شاه مسعود تر منځ يې د پله رول درلود. دوی داسې تبلیغات هم کول چې سليمان لايق له حکمتیار سره ننگرهار ته څېرمه كتلي او د حزب اسلامي په زرگونو کارتونه يې ورکړي چې گوند کې يې پر پښتنو وویشي، ځکه خو ښايي دوی هم په جدي او ورته اقدام لاس پورې کړي، دغه ټکي د جمعیت نشراتي ارگان مجاهد هم يوه گڼه کې خپور کړی. د دغو کړيو د گډ تفاهم په نتيجه کې تخار ولایت احمد شاه مسعود ته وسپارل شو او دا کار يې د خوست د سوبې ځواب وگاڼه خو نجيب الله د جنرال جمعه اڅک تر قوماندانۍ لاندې تخار ته نوي قطعات ولېږل، په دې توگه تخار بېرته له احمد شاه مسعود ونیول شو.

اڅک د عبدالرؤف بيگي تر مشرۍ لاندې پوځونه په تخار کې ځای پر ځای کړل خو هغه بېرته د تخار د تسلیمۍ زمینه برابره او تخار یو ځل بیا احمد شاه مسعود ته وسپارل شو. دغو کړیو په داسې تبلیغاتو لاس پورې کړ چې گواکې حکمتيار غواړي د ډاکتر نجیب په مرسته د يوه کودتايي اقدام له لارې واک تر لاسه او د پښتنو واکمني وساتي.

ددغه منفي او ناوړه روحيې د خپرولو اهداف پر نورو برسېره دا و چې د ببرک کارمل گروپ او د رژيم هغه عناصر چې د شمال دي؛ پر نجيب الله بې باوره کړي.
کارمل ډلې له افغانستان د روسي پوځونو وتل د ثور انقلاب ماتې او او تاریخي خیانت باله، روسي لښکرې باید ونه وځي د انقلاب گټې او پایلې له پامه ونه غورځي او د څلوېښت زرو گوندیانو د وينو ضایع کېدو غلطي ونه کړي.
کارمل گروپ له افغانستانه د روسي لښکرو د وتلو په غلطۍ نجيب الله پړ باله او دا ټکی يې د نجیب الله خلاف د واک په اخ او ډب کې تبلیغاوه، د قدرت دغه سیالي به كله تته شوه کله به ښکاره – چې د نجیب له څارگرې ادارې پټه نشوای پاتې کېدی. د کارمل روسيه کې د يانایف کودتا پر ناکامۍ د واک له تر لاسه کولو نهیلی شو. ځکه خو يې ټولې هڅې له نجيب الله غچ او انتقام ته را ټولې کړې. کارمل ډلې د خوست له سقوط د نجيب الله د اتوریتي په کمزوري کولو کې گټه واخیسته. په دې توگه يې په شمال کې د تشکيل او سازماندهي مخه پرانېسته.

میهن جريدې ولیکل: په خوست کې پښتانه جنرالان ژوندي وساتل شول خو د دوستم ملیشې ووژل شوې.
پوښتنه دا ده چې ډاکتر نجیب الله څرنگه له دې جریان ناخبره و؟
خبره داسې وه چې خاد دغه ټول انكشافات له نژدې څارل او خپل معلومات يې لوړو ادارو ته لېږل خو يعقوبي او نجيب ته نه رسېدل، د دولتي امنيت وزارت اووم اداري ریاست د مرکزي نظرياتي رياست په توگه دنده درلوده؛ د هېواد د پوځي او سیاسي وضعې په اړه د ټولو رپوټونو له تر لاسه کولو، څېړنې او تحلیل وروسته جمهور رئیس ته ولېږي.

لکه د مخه مو وویل، د دولتي امنيت رياست چې د شمال په اړه کوم راپورونه ترلاسه کول يعقوبي او نجيب الله ته نه رسیدل. د دغې ادارې رئیس (نصير) چې د دولتي امنيت لومړی مرستیال يار محمد له خوا ټاکل شوی و. دغسې رپوټونه یار محمد ته سپارل، خو یار محمد هغه راپورونه چې د شمال په اړه وو، جمهور رئیس ته نه لېږل کېده.
دغه راپورونه به د یار محمد أو فريد مزدک تر منځ له تبادلې وروسته ساتل کېدل.
يو کال وړاندې دغه ادارې ته شک پیدا شو چې له دې مخکې به پر رپوتونو د يعقوبي أو نجيب الله یادښتونه وو، چې گنې هغوی کتلي دلته وه چې پوه شول راپورونه يې پټ ساتل کېږي له همدې ځايه يې له يعقوبي سره د اړیکو مخه ولټوله.

پر یارمحمد، يعقوبي باور درلود – خو له دې وروسته يې له ادارې نېغ په نېغه راپورونه تر لاسه کول. خو دا هغه وخت و چې پر يعقوبي ناوخته شوې وه- نه يې د تصميم وخت درلود او نه يې د اساسي چارې وس – هڅه يې وکړه په شمال کې د قطعاتو قومانده کې بدلون راولي.

دلته وه چې په حیرتان کې يې د اویایمې لوا قوماندان جنرال مؤمن تبدیل کړ. د دولتي امنیت د کدري چارو مرستیال زمان ارزو ته دنده ورکړل شوه، جنرال مؤمن مركز ته را وغواړي.

یارمحمد، رشید دوستم او جنرال مؤمن ته خبرداری ورکړ که کابل ته راشي نجیب الله به یې د خیانت په تور بندي او محاکمه کړي. نجيب الله د رسول قهرمان په نامه يو جنرال د اتلسمې فرقې قوماندان او بشیر پیوستون د بلخ والي وټاکل ۔ خو دوی ونشو کړی د شمال سرکښه پرمختياوې ایل او یا یې د خپرېدو مخه ډب کړي، جنرال مؤمن هم کابل ته له تلو مخ واړاوه.

د دولتي امنیت وزارت کې يوه ستره دوسیه د ازاد بیگ په نامه ترتیب شوې وه، ازاد بیگ د شمال اتحاد روحاني بنسټگر گڼل کېده، ده په پېښور کې د خراسان په نامه د شمال مهاجرو ته ځانگړی کمپ جوړ کړ، هغه وخت داسې اوازې خپرېدې چې ازاد بیگ له جنرال اسلم بیگ سره نژدې اړیکي لري.

احمد شاه مسعود چې د قوماندانانو شورا په برمته کولو ونه توانېده، د شورا د درېیمې غونډې په جوړ بدن کې ناغېړۍ ته مخه کړه. چې له امله يې غونډه وځنډېده.
په ۱۳۷۰ لمریز کال کې چې جنرال رحمت الله ساپی د مولوي جلال الدين حقاني له خوا د قوماندانانو سرتاسري شورا د درېیمې غونډې د جوړېدو لپاره د شمال له قوماندانانو سره د تفاهم لپاره ولېږل شو د ازاد بیگ، مسعود، دوستم او نورو فاشیستي ډلو تر منځ له گډ او خطرناک سازش پرده پورته کړه، جنرال ساپي په شمال کې د يوې خطرناکې لوبې گواښ په گوته کړ چې څه وړ هلته د تعصب، پرچم او ستم تر منځ د اړیکو مخابروي کانالونه او چینلونه په فعاليت بوخت دي.

په وروستیو کې ولي خان د ډاکتر نجیب یو پیغام حکمتیار ته ورساوه چې له را روان گواښه يې پرده پورته کوله، په پام کې وه د حکمتیار استازی ((ښاغلى…)) د هندوستان له لارې کابل ته ولاړ شي خو ښاغلي نه غوښتل د هند له لارې کابل ته ولاړ شي.
دی د ازري لوگر له لارې کابل ته ولاړ، له ډاکتر نجیب الله أو يعقوبي سره یې وکتل. خو وروسته دده پر ځای د حزب د مخابرې يو مامور ته د دغو خبرو لړۍ وسپارل شوه- چې ددغسې يوه ماموریت ظرفیت یې نشوای لرلی.

شمال د روسانو له خوا وار له مخه د هېواد د دویم پایتخت لپاره پام کې نیول شوی و، له همدې ځایه وه چې د صدارت يو مرستیال د هېواد شمال کې خپل دفتر پرانیستی و. روسان په دې فکر وو چې که ټول افغانستان يې ونشو خوړلی لږ تر لږه خولې څه برخه د شمال په نامه لاندې کړی شي.

گورباچوف ډاکټر حسن شرق ته په ډاگه کړې وه چې که احمدشاه مسعود په شمال کې د خودمختارۍ پراخه سیمې په ورکولو جنگ پرېږدي او له تاسې سره همکاري وکړي تاسې په دې اړه څه فکر کوئ؟

ډاکتر نجیب الله د دفاع وزارت چوکۍ درې کاله تشه پرې ایښې وه، په دغه موده کې جنرال رفيع د وسله والو ځواکونو د اعلى قوماندانۍ د رئیس ارکان په توگه ټاکل شوی و. ويل کېږي د يوه ځانگړي چینل او شبکې په وينا نجيب الله درې کاله دغه څوکۍ د احمدشاه مسعود لپاره ساتلې وه.
په افغانستان کې د ((شمال حکومت) جوړولو او احمدشاه مسعود د رول په هکله ډاکتر محمد حسن شرق ځینې نورې څرگندونې هم وکړې. د ۱۹۸۸ په لومړیو کې ډاکټر نجيب الله دې ته وهڅول شو چې د افغانستان شمال حکومت جوړ کړي، ډاکټر شرق په دې اړه کاږي:
((با آنهم مشاورین شوروي با تلاش های اخرین همزمان با پر آمدن عساکر خویش از افغانستان تحت زعامت دوکتور نجيب الله رئیس جمهور و سلطان علي کشتمند صدراعظم طرح افغانستان شمالي و جنوبي را بمیان گذاشت و ولایت سمت شمال: میمنه، شبرغان، بلخ، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، سرپل و بامیان را بنام حکومت واحد مرکزي افغانستان در کابل جدا نموده و آقای نجیب الله مسیر عضو کمیته مرکزي ح. د.خ را در حوت ۱۳۶۶ به حيث كفيل صدراعظم شمال با ۱۶ نفر معاونین وزارت های کابینه او مقرر و در مزارشریف شروع به کار نمودند…))

ښاغلي رباني چې د صبغت الله مجددي په موقت حکومت کې د بيا ودانولو وزیر و د ۱۳۷۰ لمريز لیندۍ کې، له مسکو نه له راستنېدو وروسته ایران ته ولاړ او د فارسي ويونکو په ټولنه کې يې پر برخي اخیستو د ایران او تاجکستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره گډ سند لاسلیک کړه.

په همدغه کال ښاغلي رباني د چترال له لارې افغانستان ته ولاړ، ده له چترال نه بدخشان ته ختلې لار ((کافر کوتل)) باندې د اسلام کوتل نوم کېښود. له دې مخکې ښاغلي حکمتیار هم هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې ((سرخ پارسا) پر سبز پارسا اړولی و.
استعمار چې کله هم په کومه سيمه کې د مقاومت څپې په مخه کړي داسې ربړې په میراث پرېږدي چې کلونه د ولسونو په منځ كي ناکراریو ته لمن وهي، د شوروي پوځیانو د وتلو پر مهال يوه روسي جنرال ويلی وو:
موږ له افغانستان څخه وځو، خو زمور له وتلو وروسته به له افغانانو سره خپله خاوره په جگړه اخته وي،
كتونکو داسي گڼله چې د جنرال مطلب هغه ماینونه دي چې شوروي لښکرو په دغه هېواد کې کرلي، خو د جنرال هدف انساني ماینونه وو چې د جگړو او وينو تویولو د دوام لپاره یې په يو شمېر څېرو کې تعبيه کړي وو.
د جنرال جمعه اڅک او جنرال مؤمن اړیکې له وړاندې ښې نه وې، ددې يو لامل دا و چې جنرال اڅک له احمدشاه مسعود نه تخار بېرته ونيو، جنرال مؤمن له احمد شاه مسعود سره اړیکي لرلې. احمدشاه مسعود، مولوي جلال الدين حقاني ته هماغه وخت مخابره کې له جنرال مؤمن سره په اړیکو اعتراف درلود.

د دولت آباد د بېرته نیولو پروسه اوږده شوه، له جمعه اڅک سره د دوستم ځواكونو همكاري نه کوله، اصف دلاور شبرغان ته ولاړ، دوستم دې ته چمتو شو چې په عملیاتو کې برخه واخلي، په دې توگه د کلفت بندر له لارې د دوستم ځواکونه بې له کوم مقاومت نه دولت اباد ته ورسېدل او جنرال دوستم يو بل امتیاز هم تر لاسه کړ، جنرال دوستم وړاندیز وكړ چې د يوې ځانگړې قطعې منظوري ورکړي چې په دولت اباد کې يې ځای پر ځای کړي، اصف دلاور يې د وړاندیز ملاتړ وکړ، ماڼوګي منگل او جمعه اشک مخالف وو، دوی استدلال کاوه که هره ورځ د نويو قطعو د منظورۍ په اړه د دوستم وړانديزونه منل کېږي ډېر ژر به دغه سیمې د دوستم د ځواکونو تر ولکې لاندې شي، بيا لرې نه ده چې له مركز نه هم سرغړونه پیل کړي.

له بلې خوا په شمال کې عملاً د ملکي او پوځي ادارو واک د کارمل د پلویانو په منگولو کې و، جنرال مؤمن، جنرال جمعه نظيمي، جنرال بلال، جنرال احمدیار د پرچم په اشاره د جمعه اڅک اوامر نه عملي کول، له همدې ځایه وه چې ماڼوګي منگل او جمعه اڅک په شمال کې د يوې خطرناکې لوبې د مخنیوي لپاره دا ضروري گڼله چې د شمال په پوځي او ملکي ادارو کې تغیرات راشي.

د نورو بدلونونو په لړ کې جنرال ستار د جنرال مؤمن په ځای ټاكل شوی و، جمعه نظيمي، احمدیار او هلال نويو بدلونونو ته غاړه کېښوده خو جنرال مؤمن، جنرال ستار بندي او د مركز له امر نه سرغړونه وکړه، په دې توگه د تغير او تبديل عادي اقدام داسې لوری غوره کړ چې د ستم او پرچم د اهدافو پلي کولو ته يې بشپړه مخه پرانیستله، په دې ټولو هڅو کې د پلان جوړولو نقش د ببرک کارمل و، که څه هم کارمل د کوم نوښت وړتیا نشوای ښودلای – ده پر خلکو د اغېز څه نه لرل، د شوروي او برېژنېف دكتورين پلي کولو ته يې کار وایه – خو نجيب الله د ارادي، وينا او عمل په ډگر کې د نويو تجربو وړاندې کولو ابتکار له ځان سره خوندي ساته. د کارمل گروپ لومړی په دې کار وکړ چې د شمال دولتي قوماندانان له ځان سره همغږي او په دویم گام کې نظار شورا د ځان په گټه د نجیب الله په نسکورولو کې وکاروي.

د ژبنيو اختلافونو له راپورته کولو د ببرک کارمل هدف دا و چې د ځان لپاره يوه تکیه پیدا کړي، له دې پرته يې بله داسې وسيله او کارت نه درلود چي ددغسي اهدافو په لار كې يې وکاروي، په دې توگه يې د شمال د دولتي قوماندانانو او مجاهدينو په نامه د ځينو فاشیستي ډلو تر منځ يو گل شعار او موخه را مخې ته کړه..
د شمال له پېښو درې میاشتې دمخه د ببرک کارمل گروپ غوښتل په کابل کې د يوه پوځي اقدام له لارې د نجيب رژیم نسکور کړي، ځکه خو يې داسې اوازې خپرې کړې چې حکمتیار د جنرال وطنجار، راز محمد پکتین، سلیمان لایق او ماڼوګي منگل په مرسته د کودتا پلان لري، د کابل گارنیزیون قوماندان نبي عظيمي چې د کارمل له نژدې انډيوالانو يې د ښار په کمربندونو باندې د دښمن د احتمالي برید د خطر په پلمه لومړۍ درجه احضارات اعلان کړل، خو د ډاکتر نجیب الله پلويانو يې مخه ونیوله، د دغه پلان تر ماتېدو وروسته کارمل پر خپله درېیمه نقشه چې سناريو يې بشپړه شوې وه جدي کار پیل کړ، هغه دا چې خپل افراد د نظار شورا او جمعیت تر پوښ لاندې په يوه بل چینل کې فعال وساتي.

ډاکټر محمد داؤد جنبش کاږي: د ۱۹۹۵ کال په اگست کې ((د روسيې پارلمان د مشرانو جرگې (فدراسیون شورا یو پلاوي د احمد شاه مسعود او دوستم د پخلا کولو لپاره په شبرغان كې د دوستم مېلمه وه، روسيې قونسل مرستیال شف چنگه د دوستم يوه جنرال محمد يوسف ته له پښتنو سره د مخالفت پارولو په روحیه ویلي:

د ظاهرشاه وخت کې مو پر شمال د پښتنو ظلم هير کړی چې بیا له هغو سره نژدې کېږي او بيا يې د هوښیار اوسئ په لهجه زیاته کړه: په اوسني پړاو کې د ناپښتنو گټې د پښتنو پر وړاندې د هغوى يو والی غواړي…)) له دې څرگندېږي چې روسانو د پښتنو پر خلاف د دښمنۍ څومره اوږد جال او د ډلبنديو لومې غځولې وې.

د جنرال جمعه اڅک، ماڼوګي منگل او جنرال مؤمن اختلافاتو ته نوی رنگ او مخه ورکړل شوه، جنرال مؤمن مركز ته د خپلې بې اطاعتۍ پیغام ولېره، دا وخت د سید کیان زوی چې د حکومتي ملېشو له تشكيل او امتیازاتو سره يې د مجاهدينو پر ضد له عملیاتو ځان لرې ساته، د ببرک کارمل او سفرا د هڅو په نتيجه کې پر دغه جریان ورگډ شو.
نبي عظيمي او فرید مزدک په مسکو کې له ډاکتر نجیب نه ناراضې کړۍ راغونډې کړې، ځکه خو په شمال کې د جنرال مؤمن، دوستم او حسام الدین ملیشو نجيب الله ته گډ د کرښه تيره کړه، له همدې ځايه وه چې فريد مزدک د مسکو په يوه مېلمستیا کې ویل: بچه اختر ((اختر محمد د ډاکټر نجيب د پلار نوم دی)) کور خوانده بود، در مزار چنان آتشی بر پا کنم که خشک و تر را بسوزاند بچه اختر را چنان درسی بدهم که تاریخ آنرا فراموش نکند و دیگر این گستاخي را مرتکب نشود که نامی از تفوق طلبی پشتون را بگیرد.

نجيب الله د جنرال مؤمن د پخلا کولو لپاره بېلابېل هیئتونه ولېږل خو نتيجه يې ور نه کړه، ماڼوګي منگل ډاکټر نجيب ته د شمال وضعه له كنترول نه بهر او د انفجار په حال کې وبلله، لوی درستیز اصف دلاور چې نجیب الله د شمال د ناراضي جنرالانو د پخلا کولو لپاره په يوه بيړني سفر لېږلی و، ناراضي جنرالان نور هم تشويق کړل او نجيب یې د دوی لپاره د نورو او نويو امتیازونو وركولو ته هڅاوه.
نجيب الله د دوی پخلا کولو ته جنرال رفيع او د خاد پوځي رئيس په جرگه ولېږل – خو پایله یې ور نه کړه.
دویمه پلا يې نبي عظيمي او سید اکرم پیکر ورولېږل – خو دوی په بل اور تور تېل ور توی کړل.
جنرال نبي عظيمي د نظار شورا ځواکونو سره په اړیکه کې هغوی ته وویل: چې ځانونه د بلخ لويې لارې او كمر بندونو ته ورنژدې کړي. د ده په وينا بلخ کې د دولت ځواکونه په خپلمنځي سیالۍ کېوتي له مزاره د دفاع وړتیا نه لري.

جنرال نبي عظيمي نجيب الله ته وویل: که جمعه اڅک او د بلخ دولتي امنیت رئیس تاج محمد او نور نوي لېږل شوي کسان کابل ته ور وغواړي کېدای شي جنرال دوستم خپل ځواکونه له جوزجان د بلخ د دفاع لپاره ولېږي. نجيب الله د عظيمي وړانديز ومانه، اڅک، رسول: قهرمان او تاج محمد یې مركز ته وغوښتل
له جوزجان نه بلخ ته د ملېشو په رسېدو جنرال دوستم، نظار شورا او حزب وحدت وسله والو ته هم د ننوتو اجازه ورکړه، شمال کې د رژیم قوماندانانو د ښار دواړه لويې دروازې نظار شورا ته پرانيستې، دوستم ته د جنرال نبي عظيمي او اکرام پیگیر په ورتگ وضعه لا هم پېچلې شوه، د دوستم شرایط نور هم زيات شول، نجيب الله د جمعه اڅک او ملگري را غوښتو ته غاړه ایښې وه خو دوستم دوه نور شرطونه وړاندې کړل، ده د شمال د اوپراتیفي گروپ د قوماندانۍ د غوښتنې تر څنگ دا شرط هم كېښود چې پوځي کدرونه د دوستم او ملکي د کاویاني، مزدک، پیگیر ، أو محمود بریالي پر وړانديز منظور شي، ستم أو پرچم د دوستم په خوله دا هم وغوښتل چې د شمال سيمې د افغانستان په جمهوريت کې د فدراسيون په توگه ومني، ډاکټر نجيب الله له دې غوښتني سره پرېکړه وکړه چې د زور له لارې لانجه حل کړي خو ځينو کړیو ډاکتر نجیب د ازبکستان د دغه گواښ له امله چې پخپله پوله کې به پوځي تحركات او مانورې ونه زغمي له دغه کار نه ډډې کولو ته اړ کړ.

نبي عظيمي کابل ته په رسېدو ډاکټر نجيب ته وړانديز وکړ څرنگه چې د مجاهدينو ځواکونو ځانونه د بلخ لويې لارې او کمربندو ته نژدې کړي په بلخ کې دولتي ځواکونه په خپل منځي اختلاف اخته او له مزار نه د دفاع وړتيا نه لري ما ((عظیمي) جنرال دوستم چمتو کړی له جوزجان نه خپل ځواكونه مزار ته وليږي او د مجاهدینو د بریدونو پر وړاندې له هغه ځای نه دفاع وکړي، ډاکتر نجیب یو ځل بیا تېر ايستل شو، ده سملاسي د عظيمي ورانديز ومانه، جنرال جمعه اڅک، جنرال رسول او تاج محمد یې مرکز ته وغوښتل او له دې سره جوخت د دوستم ځواكونو له شبرغان نه د مزارشریف پر لور حرکت وکړ، د دوستم د ځواکونو قومانداني د جنرال عبدالمجيد روزي پر غاړه وه چې مزار ته په ننوتلو يې د تیمورک په سيمه کې د څارندوی قطعه يې وسلې او په دویم گام کې یې د ۱۸مې فرقې گڼې پوستې هم بې وسلې او افراد يې رخصت کړل.
جنرال عظيمي ډاکټر نجيب ته يو بل وړاندیز هم وكړ چې جنرال دوستم د شمال د اوپراتیفي گروپ قوماندان وټاکل شي، دغه پوست د جمعه اڅک و، نجيب الله دې ته غاړه کېښوده چې دوستم د اوپراتیفي گروپ سرپرست وټاكل شي.

لکه وړاندې وويل شول جنرال دوستم چې مزار کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل، حزب وحدت او نظار شورا ته يې هم ښار ته د ننوتو مخه ورکړه، د ببرک کارمل له خوا د دغې روحيې او تگلارې پر خپرېدو چې که نظار شورا ته لاس ورنکړو او د هغوی په کارولو او د شمال د نورو کړيو په مرسته گام وانخلو، پښتانه به يو ځل بيا د حکمتیار، نجيب او … په څېرو کې په واکمنۍ کې پاتې وي، ځکه خو پرچم او ستم ان له پخوا احمد شاه مسعود د يوه منځلاري او لېبرال شخصیت په توگه تبلیغاوه او داسې يې ښودله چې پر مسعود به پر کار شوی او هغه يو مجاهد مسعود نه بلکې د اقليتونو د حقونو بيرغ وړونکی او زموږ د اهدافو پلي کوونکی گرځېدلی دی.

تر دې دمه په وطن گوند کې دوه متضاد جهتونه را منځته شوي وو، د يوې ډلې مشري چې د اقليتونو د استازیتوب ادعا يې لرله د نجم الدين كاوياني، فرید احمد مزدک، محمد نبي عظيمي، ډاکتر عبدالكريم بها پر غاړه وه چې ببرک کارمل يې لارښوونه کوله، د دغې ډلې پر وړاندې سليمان لايق، محمد اسلم وطنجار، ماڼوګی منگل، جنرال رفيع او څو تنه نور ولار وو چې ونه توانېدل د لومړۍ ډلې د ستمي فعاليتونو او اهدافو پر وړاندې بریالیتوب تر لاسه کړي، دوی ونه شوی کولی د مقاومت له پښتنو مشرانو او قوماندانانو سره د خبرو او تفاهم مناسب او په وخت كانال ومومي.

د مقاومت پښتنو مشرانو او قوماندانانو هم له وخت او فرصت نه لازمه ګټه پورته نشوی کړای. حکمتیار او مولوي حقاني ته داسې فرصتونه برابريدی شوای خو له هغو نه د پر وخت استفادې لپاره يې نوښت ونشوى ښودلی. حکمتيار که څه هم له رژيم أو حتى روسانو سره د اړیکو کانالونه تر لاسه کړي وو، خو هر څه ترې په نيمايي لار کې پاتې کېدل چې بیا احمدشاه مسعود ترې بشپړه پایله تر لاسه کړه. اما حقاني صاحب ته د نجیب الله ليكونو کې د اړیکو او پوهاوي د وړانديز يادونه وکړه په دې ټکو چې ځينې دوستان نیوکه کوي چې حقاني صاحب یو وړ فرصت او چانس چې ښايي هېواد او خلک یې له وروستيو مصیبتونو ژغورلي وای له لاسه ورکړ.

حقاني صاحب وویل، که ما له ډاکټر نجیب الله سره په دغسې بنیادونو جوړ جاړي ته هوکړه کړې وای، کېدی شوای د احمدشاه مسعود په څېر جگړو ورگډ شوی وی.

ما په يو څه جدي لهجه ورته وویل: داسې نشوای کېدای د احمد شاه مسعود ائتلاف د تشکیلاتو او موخو له اړخه پر منحرف او كاږه نيت را منځته شوی و – بله دا چې ستا او ډاکتر نجیب الله تر شا د اکثریت تكيه او ځواک ولاړ و..
حقاني صاحب هېڅ ونه ويل دواړه پټه خوله له ځايه ولاړ شول.

كله برياليتوب د غاړې غور وگرځي. پر ځینو د بري بار دومره دروند پرېوځي چې اوچتول او پورته کېدل يې گران شي، د ځينو لپاره بریالیتوب ناكامي بلكې رسوايي گرځېدلې وي. كله بری له هماغه پیله ناكامي او رسوايي راپورته کړې وي، ناکامي يې تقدیر گرځېدلې وي.

له ټگۍ، بدبینۍ، دوكې رامنځته شوی بری ناكامي ده، رسوايي ده، د جگړو بری تلپاتې نشي پاتېدای. كومه امپراتوري، ښکېلاک، زور واک په لاندې کړیو سیمو او ولسونو واکمن پاتې دي…؟
کابل کې پر يوه وخت د ډاکتر نجیب الله او ملگرو ملتو پر ضد رامنځته شوې کودتا که څه هم بریالۍ شوه، خو په حقیقت کې يې د ناکاميو او رسواييو خونړی تاریخ رامنځته کړ،…
هر احمق چې په دنیا خاوند د جاه شي
نور وتلی ځنې نشي جاه يې څاه شي

راتلونکی عنوان:
بې پايلې اړيکې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

شهرت ننګیال صاحب ! دا سمه ده چه ځینی پشتانه نشنلستان او کمونستان له نجیب ګاو قاتل او ملحد څخه او فارسی نشنلستان ( ستم ملی ) د کرمل څخه ملی قهرمان او شمالی ټلواله له مسعود څخه اتل جوړ کړی. ټولو او په تیره بیا نجیب ګاو زموږ د دوه میلونو بی ګناه ا و بیدفاع افغانانل په شهادت رسولی اوس یی موږ د کارمل سره په مقایسه تری شه سړی جوړول د هغه لیکوال لیدلوری او افغانی دریز د پوښتنی لاندی راځی. وایی لیوانو کی د کوم لیوه ځوی ښه دی ځواب : چه د لیوه زوی شو… نور لوستل »

عبدالرووف لیوال

دټولوروژه تیانو طاعات وعبادات دې قبول وی : دکتور مجاهد ته هم سلام ! ښاغلی ډاکتر ! هیڅ انسان له سهوې اوخطا نه خالی نه دی اوداسې وخت راورسیږی چې هماغه انسان په پخوانیو کړنو پیښیمان اوپه آخر وخت کې سمې لارې ته راوګرځی ُ بیلګه یې دسردارداوود بدلون په ۱۳۵۶کال کې وه اودهغه وینا په هرات کې – همداسې دډاکتر نجیب بدلون په ۱۳۶۶ کال کې- ۱۳۶۵ کال کله چې زه په نیمروز کې وم ډګرمن مومن اندرابی دنیمروز دڅلورمې سرحدی لوا قوماندان وو دنیمروزپه کنګ ولسوالۍ کې دځاي پرځای شوی کنډک له لیاری يې ایرانیانو سره اړیکې ټینګې… نور لوستل »

شاه خالد احمدزی

خدای دی مو اوسنۍ بریاوي نه ناکاموي.. تیر خو تیر دی، د تیرو څخه باید زده کړي وسي
که هغه وخت سازش شوی وای اوس به ډیر څه بدل وای
خدای دی وکړی چی شل کاله وروسته بیا په دغه وخت پسی زمونږ اولادونه ارمان ونه کړی چی پلرونو مو دوهمه بریا هم ناکامه کړه او فرصت څخه یې استفاده ونه کړه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x