افغانستان

ملي امنیت په کابل کې د مشهور دیني عالم «حماسي» ورور ترور کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غوايي، ۱۴۰۰ل): د ملي امنیت اوپراتیفي ځواکونو د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د مشهور دیني عالم شیخ عبدالحمید حماسي ورور مولوي عبدالمجیب مهاجر په «شهادت» رسولی دی.

د سیمې خلک وايي، دیني عالم او د جامعه محمدیه سهاکو مدرسې ناظم مولوي عبدالمجیب مهاجر نن د روژې په شپاړسمه سهار وختي د پیشلمي نه وروسته کله چې غوښتل یې جومات ته د اذان لپاره ولاړ شي، په لاره کې د ملي امنیت اړوندو ځواکونو لخوا تر برید لاندې راغلی دی.

د خلکو په خبره په دغه برید کې مولوي «مهاجر» ځای پرځای «شهید» شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د نوموړي جنازه نن د چهارشنبې په ورځ په درې بجو د موسهي ولسوالۍ عبدالرؤوف کلا سیمه اداء او د زرګونو کسانو په حضور کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

مولوي عبدالمجیب حذیفه مهاجر د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ عبدالرؤوف کلا سیمې اوسېدونکی، د ارواښاد شیخ عبدالرشید زوی، د ارواښاد شیخ عبدالقدوس جان وراره او د هېواد د نوموتي عالم شیخ عبدالحمید حماسي ورور ؤ، چې دا مهال یې په خپل کلي کې د جامعه محمدیه په نوم دیني مدرسې د نظامت چارې سرته رسولې.

د هېواد ګڼو دیني عالمانو او د پوهنتون استادانو د ملي امنیت لخوا د مولوي عبدالمجیب د ترور پېښه غندلې او دا کار یې بشري جنایت بللی دی.

د سیاسي چارو شناند او لیکوال نظر محمد مطمئن په دې هکله داسې ټویټ کړی: « دوی چي د شيخ عبدالحمید حماسي په ويشتلو او ترور ونه توانيدل؛ هغه د امنيتي ګواښونو له امله احتياط غوره کړی، نن سهار يې د دوی کلي موسهي – کابل کي ورور عبدالمجیب مهاجر د سهار لمانځه پر مهال ورته شهيد کړ. انا لله و انا اليه راجعون»

دا په داسې حال کې ده چې له تیر یو کال راهیسې پلازمینه کابل کې د دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او قومي مخورو هدفي وژنې او ترور تر بل هر وخت زیات شوی، چې خلک یې پړه د حکومت په پټو کړیو ور اچوي؛ خو حکومت تراوسه ددې بریدونو عاملین په ډاګه کړي نه دي او نه یې د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

انا لله و انا اليه راجعون ط الله سبحان وتعالی دي مولوي عبدالمجيب حذيفه مهاجر ته جننت الفردوس ورپه برخه کړي ، مظلومانه شهادت دې د الله په دربارکي قبول وګرځي . د کورنۍ غړو ، د سېمي ولس ، مخلصينو او بالخصوص حق ويونکي عالم مولوي صاحب حماسي ته صبر جميل او اجر جزيل دالله جل جلاله څخه غواړم . د اشرف غني او لبنانی نصراني رولا غني سيکولر ادارې چي ان شأالله څو ورځي پاته دي دا داسلام مسلکي دښمنانان هڅه کوي چي ديني عالمان ، د پوهنتون او مکاتبو استادان د هيواد مسلمان مخور يو په بل… نور لوستل »

طوطی

ځینی بی غیرتو پر ښځو باندی بریدونه وکړل، نو دوی به ولی د یو طالب په ورور برید نکوی.

طاهر ثابت

پر ښځو باندی بریدونه
آخ طوطی کاشکی د طوطی غوندی خبری ونکړی.
د غیرت خبره هغه وخت ده چه ښځو خپل حفاظت ونارینه خپلوانو ته سپارلی وی. کنه خبره د غیرت نه ده خبره دعدالت ده. نن سبا دکابل دفحشا په مارکیت کی دافغانستان او اسلام سخت دښمنان دشوروی او غرب اخیستل سوی ښځو په رهبری او دهغوی لخوا دخطاسوی جینکیو اورګانونه دی.
ننی اشغال هغوی راغوښتی او هغوی یی ملاتړ کړی او دا اوسنی سوله ددوی لخوا خړوبنه سوی ده. نو دداسی مضرو او خرڅسوی کسانو په سر دغیرت ټټر وهل یا ساده لوحی ده او یا خطاکونکی تبلیغ.

احمدشاه

لعنة الله على الكاذبين

تیمورشاه

دا د وخت د روسانو د وخت کاپی ده کفار خو یهود نصارا او بی دینه دی که دوی مسلمانان په شهادت رسوی خو معلوم داره خبره ده چی د کفر او اسلام یو د بل سره ضد دی نو ای مسلمانه او بیا ددی وطن بچیه. ته ولی دا د دین عالمان په شهادت رسوی دوی خو د اسلام خادمان دی د کفر په ضد دی ته ولی داسی ظلم کوی. ددی نه معلومیږی چی ته هم د کفارو سره په یوه صف کی ولاړ یی او د اسلام په ضد جنګیږی الله د درته هدایت وکړی که هدایت… نور لوستل »

درديدلی

تيمورشاه له کافر سره خو تاسو تړون کړی او نه يې وژنی او خپل مسلمان او افغان ورور وژلو ته مو د پنجاب په امر زور ورکړی. تاسو چې هره ورځ په لسګونه افغانان وژنی هغه خو هيڅ خبره نده کله چې د پنجاب غلام ووژل شي بیا هغه عالم شي او نيوکه کوی چې ولې يې وژنی په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي چې وژل کوي همداسې به وژل کيږي ولس خو شپه او ورځ درته وايي چې امريکا سره سوله کوالای شي راسره افغان حکومت سره هم سوله وکړی چې هيڅوک ونه وژل شي د دې هيواد… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون موږ الله ج خلق کړی یو او هغه ذات ته ورګرځو، د هر مبارک ایت معنی کله کله له یو ډیر تعبیرونه لری د همدی امله مفسرینو ډیر تفاسیر لیکلی. د پورته مبارک ایت په اړه خو یی تحتا الفضی معنی پورته لیکل شوی داسی تعبیر یی هم شوی چه موږ نه وو الله ج له هیڅ هست کړو یعنی له یو غیر ژوندی شی یی ( چه هغه خاوره او اوبه دی ) هست کړو، له څه عمر تیرولو وروسته بیا نیست کیږو اوبه مو له بدنه جلا او د خاوری برخه جوړیږو… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx