د سولې څارنړۍ

بلینکن: افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال شته، خو د حکومت او طالبانو په شمول يې هېڅوک نه غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ایالتونو د بهرنيو چار وزیر انټوني بلينکن ويلي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال شته، خو د کابل حکومت او طالبانو سربېره يې د افغانستان ګاونډيان هم نه غواړي او نه هم کورنۍ جګړه د چا په ګټه ده.

انټوني بلينکن په واشنګټن کې يوې خبرغونډې ته وويل، چې متحده ايالتونو د افغانستان اړوند هر ډول حالت او سيناريو ته پلان او چمتووالی نيسي.

نوموړي ويلي، په تېرو دوو لسيزو کې يو شمېر هېوادونو د افغانستان قضيې په حل کې ونډه نه ده اخيستې او دوی بايد په راتلونکونکي کې په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي.

بلينکن غوښتنه کړې، چې د افغانستان ګاونډيان او د سيمې هېوادونه باید داسې رول ولوبوي، چې هلته ثبات او امنيت راشي.

نوموړي ټينګار کړی، چې متحده ايالتونه به د خپلو ځواکونو له ويستلو وروسته هم له افغانستان سره ډيپلوماټيکې اړيکې وساتي او همدارنګه به خپلو مالي او بشري مرستو ته هم دوام ورکړي.

انټوني بلينکن دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د امريکايي سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

سناتورانو د افغانستان راتلونکي نظام، د طالبانو د حاکميت چانس، د بشري او مېرمنو د حقونو او ورته نورو موضوعاتو په اړه له زلمي خلیلزاد څخه پوښتنې وکړې.

خلیلزاد امريکايي سناتورانو ته وويل، چې له افغانستانه راوتل تر ټولو غوره انتخاب و؛ ځکه چې امريکا په افغانستان کې خپله موخه تر لاسه کړې، القاعده ډله له منځه تللې، مشر يې اسامه بن لادن وژل شوی او نور هلته د جګړې جواز وجود نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

خلیلزاد ( ګوډ شیطان ) باید هم افغانان څو ځلی ووژنی او هم یی امریکایان ووژنی د ټولو بدمرغیو سبب همدغه ګود شیطان دی د افغانستان او عراق د ټولو بدمرغیو طراح همدغه ګود شیطان دی چه هم یی امریکا ، اروپا او هم یی افغانستان او اسلامی نړی تباه کړه او ځای یی بیلونر جوړ کړو د امریکا له لویو ملټیی بیلونرانو په ډله کی شمیرل کیږی.

محمد نعیم

بلنکن د خپل ولس مشر په څیر درواغجن دی. امریکایان به کورنۍ جګړه غواړي یا نه غواړي، طالبان خو د جګړې پرته بله لار لري نه خو دا خبره د لمر په څیر روښانه ده چي د کابل ښاروالي خپلي ټولي ګټي په کورنۍ جګړه کي ویني او په لوی لاس کورنۍ جګړې ته پیک وهي. خپل خلګ خپله وژني څو د طالبانو او افغانانو پر ضد د جنګ انګیزه ورکړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x