نظــر

د «مصلحتي سياست» خپسکه ادامه لري

لیکوال: احمد ولي اڅکزی 

د احمد ولي اچکزي وېبلاګ

په افغانستان کي د ولسمشرۍ د تيرو ټاکنو په ورځ و افغانانو ته زښت زيات ځاني تاوانونه واوښتل. که تر ټولو ټيټ ارقام هم را واخيستل سي نو له مخي يې د ټاکنو د دويم پړاو په ورځ په سلهاؤ افغانان ووژل سول او زيات شمېر نور ټپيان سول. دا د ټاکنو لپاره يو ډېر لوی قيمت ؤ چي افغانانو ادا کړ.

خو د ټاکنو پايله يې څه؟ پايله يې دا چي په افغانستان کي به بېرته هغه د تيرو دريالسو کالو تاريخ تکراريږي او حتی په لا بده بڼه: وزارتونه، ولايتونه او رياستونه به د «مصلحت» او «ملي مشارکت» په نوم په ټوپکيانو او مافيايي کړيو ويشل کيږي. جګړه به پر مخ روانه وي، د افغان مېندو طالب پوليس او عسکر بچي به پکښي مري او د بشريت ضد جنايتونه تر سره کوونکي او د هغوی ملګري به لا زيات پياوړي کيږي او په افغانستان کي به خپلي ريښې لا ژوري کوي.

د وروستيو ټاکنو تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چي د افغانستان و لانجې ته د قومي لانجې د بڼي ورکولو په دسيسه کي يو بل لوی ګام پورته کړل سو. د دغه دسيسې څخه ګڼ شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی ؤ چي پکښي بعضي بهرنيان هم شامله دي. آلمانی پروفيسور کونراډ شېټر، چي د افغانستان د چارو کارپوه دی، د يادو کارپوهانو څخه يو دی.

« افغانستان او د يو بحران قومي کول»

کونراډ شېټر د « افغانستان او د يو بحران قومي کول» تر عنوان لاندي خپله يوه تحليلي ليکنه د بون د لومړي کانفرانس په وروستۍ ورځ (د ۲۰۰۱ مېلادي کال د دسامبر ۵مه نېټه) نشر کړه او پر دغه کانفرانس يې سختي نيوکي وکړې. نوموړی د خپلې څېړني په پېل کي ليکي:

« د يوګوسلاويا، رواندا او چچنيا وروسته اوس د افغانستان د جګړې د تشريح هڅه هم په قوميت سره کيږي. داسي معلوميږي لکه حل چي ډېر آسانه وي. يعني که څوک په دې بريالی سي چي د ټولو مليتي (قومي) ډلو استازي په حکومت کي را داخل کړي، نو به په هيواد کي سوله وي. خو دغه ډول «قومي حل» نه يوازي دا چي د حقيقت څخه ډېر ليري دی بلکه زښت زيات خطرناکه هم دی. د حقيقت څخه په دې دليل ليري دی ولي چي د افغانستان جګړه د قومي ډلو په پام کي نيولو ( په حکومت کي هغوی ته ونډه ورکولو) سره نه حل کيږي. خطرناکه په دې دليل دی ولي چي د قوميت سره د سياسي (حکومتي) چوکيو تړل به د افغانستان بحران لا پراخ، تود او دوامداره کړي.»

ـ Schetter, Conrad. Afghanistan: Die Ethnisierung eines Konflikts. Bonn 2001.

د حامد کرزي دريالس کلنۍ دورې دا ثابته کړه چي د افغانستان د بحران سره د قوميت پر اساس برخورد دغه لانجه لا مغلقه او خطرناکه کوي. د کرزي په دوره کي د پخوانيو ټوپکيانو قوماندانانو ته د افغانستان د بيلو شريفو او نجيبو قومونو د مشرانو القاب ورکول سول، حال دا چي په دوی کي يو هم په رشتيا د يو قوم مشري خو لا پرېږده استازيتوب نه سي کولای. د افغانانو سره د دغې ناوړه لوبي بعضي عواقب اوس لا څرګند سوي او بعضي لا بدرنګه عواقب يې ښايي وروسته څرګند سي.

د «مصلحتونو» ناوړه عواقب

د کرزي په دوره کي د «مصلحتونو د سياست» هغه عواقب چي څرګند سوي پکښي يو يې دا دی چي په بعضي ولايتونو کي و موازي حکومتونو ته ورته جوړښتونه رامنځ ته سول. په دغو ولايتونو کي واليانو د قوميت په نوم د خپلي ناوړه اجندا څخه په ګټه اخيستلو سره د افغانستان متحد پاته کېدو او مرکزيت ته لوی ګواښ پيدا کړی دی.

يوه بله لويه ستونزه د افغانستان په وسله وال ځواک کي د توپکيانو ځای پر ځای کول دي. دغه پخواني توپکيان چي د ننني ملي پوليسو، ملي اردو او اربکي مليشو برخه ګرځېدلي دي، وفاداري يې د مرکز سره نه بلکه د ځانګړو ډلو ټپلو سره ده. په ملي امنيتي اُرګانونو کي د دغو کسانو نفوذ کول د نورو ناسمو پاليسيو تر څنګ پر مهمو وزارتونو د پخواني توپکيانو د قبضې او ټېکه دارۍ يوه ډېره خطرناکه نتيجه ده.

ګټه چا وکړه؟

د جنايي چارو کارپوهان چي کله د قتل کومه واقعه څېړي نو په لومړي سر کي پر دې غور کوي چي د وژل سوي کس مړينه تر ټولو زياته چاته ګټور عواقب لري. په دې توګه سره دوی د مشکوکو کسانو دايره را لنډوي او په زياتو مواردو کي بالآخره د قاتل د دروازې مخي ته دريږي.

د جنايي کارپوهانو ياد ميتود څوک د افغانستان د قضيې لپاره هم کارولای سي. که دا پوښتنه مطرح کړل سي چي په تيرو دريالسو کالو کي چا زياتي ګټي کړي او چا تاوانونه ليدلي دي، نو ډېر ژر روښانه کيږي چي د ګټه کوونکو شمېر ډېر لږ او تاوان ليدونکی ټول ملت دی.

په ګټه کوونکو کي د بېلګي په توګه د ولسمشر حامد کرزي کورنۍ شامله ده چي شتمني او جايدادونه يې په يوه لسيزه کي د ملياردونو ډالرو ارزښت ته جګ سول. حتی د عربي نړۍ ديکتاتورانو لکه حسني مبارک، قذافي و کذالک په لسيزو کي دومره شتمنۍ راټولي نه کړې، لکه د ولسمشر کرزي ورونو، ورېرونو او تربورانو چي صرف په لسو کالو کي راټولي کړې.

په ګټه کوونکو کي وزيران، بې سواده او باسواده واليان، امنيه قوماندانان، د «بيا رغونې» د پروژو کنټرکټران، قاچاق وړونکي، د رسنيو څښتنان … او ټول پخواني توپکيان او جنګسالاران شامل دي.

په ګټه کوونکو کي د «ملت استازي» شامله دي، چي په تيرو کلنو کي يې د ډالرو په بدل کي خپلي رايې خرڅولې او د خپل مقام څخه يې ناوړه ګټي اخيستې. دغه د «ملت استازو» د لسهاؤ زرو افغانانو قاتلانو او خپل ځان ته د هر ډول محاکمو او پوښتنو ګروېږنو څخه برأت ورکړ او د ځان لپاره يې داسي مراعات واخيستل چي په نړۍ کي يې ساری نسته.

شناخته څهرې، زړې يې ډمامې

د بشر د حقونو څخه په سرغړاوي، په ډليزه وژنو او په جنګي جنايتونو د تورن کسانو ملګري، نړې وال مفکر، او د افغانانو د رايو پلورونکي ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د وخت تر مخه د «بابا» لقب ورکوونکي کسان هم د تيرو دريالسو کالو د ګټه کوونکو څخه دي. دا هغه کسان دي چي د ټاکنو تر رانژدې کېدو پوري يې د کرزي قصيدې ويلې او د هغه د هري کړنې لپاره يې دلايل او استدلالونه وړاندي کول. هغه په دې وجه چي ګوتي يې په غوړو کي وې. څوک وزير ؤ، څوک د وزارت وياند او څوک مشاور. خو وروسته يې په نوې لوبه کي د خپلي ونډي د خوندي کولو لپاره د نوو لوبغاړو ملاتړ ته لسټوني راونغښتل او خپل پخواني «بابا» کرزي ته يې په بد و رد ويلو شروع وکړه.

د شناخته او پېژندل سوو کسانو همدغه ډله وه چي افغانان يې هڅول چې د ټوپکي او جنايتکار نوماندانو د په واک کي پاته کېدلو لپاره د خپل ژوند په قمار رايي واچوي. همدغه شناخته څهرې وې چي د ټاکنو د پايلو پر سر رامنځ ته سوې ډرامه کي يې و قومي خبرو ته لمنه وهله. مقصد يې دا ؤ چي په نوي سيسټم کي چي په اصل کي به زوړ سيسټم وي، د دوی برخه خوندي وي.
همدغه شناخته څهرو د اوس څخه لا د راتلونکي افغان دُښمن او انسانيت ضد واکمنانو د فيصلو، پرېکړو او «مصلحتونو» لپاره د جوازونو او دلايلو په تلاښ لاس پوري کړی دی.

د حل ممکنه لاره

د انسانانو تر منځ بعضي داسي نړۍ وال يا کايناتي اصول موجود دي چي هغه د دين، مذهب، قوميت او سيميزو توپيرونو څخه بېل دي. په دغو ارزښتونو کي د انسان کرامت او ژوند ته احترام يو د هغو مهمو ارزښتونو څخه دی. زما په آند که افغانان صرف دغه ارزښت جدي ونيسي نو ښايي په اوږده موده کي د دوی لانجه هواره سي.

د انساني ژوند او کرامت د موضوع د جدي نيولو څخه مقصد دا دی چي نه پخپله انسان ووژني او نه يې وژلو ته څوک وهڅوي، نه يې په وژل کېدو خوشاله سي او نه يې د وژونکي ملاتړ او نصرت وکړي. نه کوم قاتل خپل مشر وبولي او نه د قاتل ملګری خپل دوست وګرځوي. نه خپل زوی ته توپک په لاس ورکړي او نه د بل زوی ته. په زياته بيا هغه وخت چي دغه قتل کېدونکی مسلمان او افغان وي.

د انساني ژوند او کرامت د موضوع د جدي نيولو څخه مقصد دا دی چي افغانان هر هغه چا ته شا واړوي چي د وژنو، تاوتريخوالو او جګړې په مرسته د هغوی د ستونزو د هوارۍ ژمني کوي. افغانان بايد هيڅکله د ازمويل سوو کسانو سره خپلي هيلي ونه تړي او بايد چي هغه څوک خپل مشر ونه بولي چي يا خو پخپله قاتل وي يا يې د قاتلانو ملګري کړې وي. تر کوم وخته چي په افغانستان کي جګړه په سوله نه وي بدله سوې، د افغانانو ناخوالې او ستونزي به جريان لري.

د انساني کرامت ضد يو کار دا دی چي صرف د پوستکي د رنګ، قوم، ژبي … او سيمي پر اساس يو څوک ښه يا بد ونه ګڼل سي.
که افغانان ياده موضوع جدي ونه نيسي او راويښ نه سي، نو به کله ورته د سوسياليزم، کله نېشنليزم … او کله ډيموکراسۍ په نوم خپسکي ازار ورکوي.

د افغانانو ستونزي يوازي پخپله افغانان حل کولای سي، نه بهرنيان، نه بهرنۍ ايډيولوژياني، نه بهرنۍ وسلې او نه مشورې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Qari saeed khosty

په تاند كي مجيد قرار يوه اوژده ليكنه كري او د مفكر خيانت جفا او دملت سره غدر يي توجيه كري ده
دوئ تل دخپلو جيبي منافعو په خاطر حتى په ناموس لوبي كول هم توجيه كڑي دي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x