افغانستان

کابلوف: که اشرف غني له خپلو شخصي ګټو تېر شي، د ډاکټر نجیب په برخليک به اخته نشي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غوايي، ۱۴۰۰ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، که د کابل حکومت مشر اشرف غني له خپلو شخصي ګټو تېر شي او ملي ګټو ته ژمن شي، نو د پخواني کمونیسټ رژيم د مشر ډاکټر نجيب له برخليک سره به مخ نه شي.

د ولسمشر پوټين ځانګړي استازي له سپونټيک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، که د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دواړه لوري يوې هوکړې ته ونه رسېږي، نو ښايي اشرف غني د نجیب له برخليک سره مخ شي.

کابلوف وايي: «موږ د هېچا لپاره داسې هيله نه لرو او ميله‌من يو، چې داسې پېښه رامنځته نه شي.»

د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي زياته کړې، د دې لپاره، چې دا ډول پېښه تکرار نه شي، نو بايد يوه قوي سټراټيژي او پلان جوړ شي او د ملي ګټو لپاره خپلې شخصي ګټې قربان شي او که دا خبرې عملي شي، نو ښايي د نجیب د وخت سيناريو بيا تکرار نه شي.

د چارو يو شمېر څارونکي په دې باور دي، چې اشرف غني هم د پخواني کمونیسټ ولسمشر ډاکټر نجیب په څېر حالت سره مخ دی او د دواړو تر منځ شريک ټکی دا بولي، چې کوم ډول خلک د نجیب شاوخوا راټول و، همغه شان خلک د اشرف غني په شاوخوا کې هم راټول دي.

د کارپوهانو په وينا څرنګه، چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، همدارنګه نجيب هم د خپلې واکمنۍ په وروستيو د سولې طرحه خپلو مخالفينو ته وړاندې کړې و، خو چا ورسره ونه منله او بالاخره مجاهدينو واک تر لاسه کړی او افغانستان د کورنۍ جګړې په ډګر واوښت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په دی اړه لا موږ پنځه شپږ کاله بخوا یوه لیکنه کی لیکلی وو چه کرزی به د کرمل او غنی به د نجیب د برخه لیک سره مخ کیږی یعنی کرزی د کرمل په شان یو شاه شجاع وو چه د بارنو په ډولۍ کی میکپ شوی هیواد ته راوستل شو او په زوره وتپل شو اخری مرګ به یی د کرمل په شان وی چه د روسانو په اوږو سره ډولۍ کی راوستل شو او وتپل شو مګر بیا یی هډوکی امو دریاب تعه غوروځول شول د کرزی هدوکی به هم د هلمند سیند کی وغورځول شی .… نور لوستل »

مظلوم ملت

نجیب د پاکستان دښمن وو او پاکستان ورڅخه خپل بدل د # طالب په واسطه د شپى په تياره کى واخيستو. د نجيب په مرګ خوشحالى د هغه پنجاب چى د رنجيت سنګ دميراٿ خور په حيٿ زمونڔه ازلى دښمن دى د ستايلو په معنى دى.

طاهر ثابت

غوایان دښمنی نه لری. په غوایانو کولبه کیږی. شوروی هغه دپاکستان په کولبه کولو کی اچولی وو.

محمد نعیم

مظلومه ځوانه که دا ستا خبري رښتیا وي نو بیا خو باید ټولو افغانانو سخته خوا په بده وای او نن به د یو څو پخوانیو دهریارنو پر ځای د ټول افغانستان اتل وای. دا چي د پلچرخي څخه ازاد سوو سیاسي بندیانو د نجیب څهره داسي انځورول چي د شرابو په نشه به مست د پلچرخي سیاسي واټ ته راغلی ټول بندیان به یې یو قطار ودرول، بیا به یې حساب پیل کړ. لسم شمیر چي به پر هر یوه راورسیدی هغه به یې په دا ټیک وویشتی. اوسو موږ ستا دا ومنو او که د پلچرخي د سیاسي… نور لوستل »

احمدشاه

مظلوم ملت؟؟؟
ته دی پر زان مظلوم ملت نوم مه یګده حکه چه ستا چتله تبصره نه مظلومه ده او نه هم ددی مجاهد ملت غږ دی
ته دی پر حان خرح شوی کم عقله بی دینه او د وطن او د انسانیت دشمن نوم کیږده

دکتور مجاهد

دا چه کابلوف څه وایی هغوی هم انسانی شیطانان دی کله هم داسی څه نه وایی چه د مسلمانانو او افغانانو به خیر وی تل د نفاق هڅی لری او د اسلامی حکومت ضد تبلیغات او لاسوهنی لری . خو د غنی او نجیب تر منځ توپیر او ورته والی : الف : د نجیب او غنی ورته والی : ۱ ــ غنی د امریکایانو اخری غلام یا اخری مهره او نجیب د روسانو اخری غلام او مهره وه. ۲ ــ غنی به هم د نجیب په شان ځړول کیږی او په یو ډول به وژل کیږی. ۳ ــ د… نور لوستل »

طاهر ثابت

حسن او حسین دنبی ع لمسیان وو

محمد نعیم

فرض کړئ چي غني د نجیب په سرنوشت ګرفتاره سي. په دې دنیا کي خو به تنها دغومره رسوا سي چي د نجیب ګو مړي د ځړولو لپاره یې کرینګ راوغوښتی او د رسۍ تر څنګ په بغل کي یې پټو هم ورتاو کړی وو چي وزن یې ډیر زیات وو. غني په په دیوال کي ټکوهل سوي فولادي میخ باندي د سپڼسي په واسطه راځوړول کیږي خو زه د ده د اخرت و رسوایي ته وارخطاء یم چي د د فتاڼو د بازار د دارالحفاظ ماشومو حافظانو نازک نازک لاسونه دده په ګریوان کي وي او دا پوښتنه به… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx