ورزش

چمپینز لیګ: د چیلسي او ریال مدرید ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه مساوي شوه – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غویي، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو د نیمه پایلوبې پرمهال د چیلسي او ریال مدرید لوبډلو ترمنځ د لومړي لیګ لوبه په ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

دغه لوبه د هسپانوي لوبډلې ریال مدرید په کوربه توب ترسره شوه چې دواړو لوبډلو یو یو ګول وواهه، خو د چیلسي ګول چې د سیال لوبډلې په کوربه توب یې وهلی د ریال مدرید پر ګول غوره دی.

د ریال مدرید او چیلسي ترمنځ لوبه کې لومړی چیلسي مخکې والی ترلاسه کړ چې د امریکایي لوبغاړي کریسچن پولسیچ په مرسته یې په ۱۴مه دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه. د یاد ګول په ځواب کې د ریال مدرید فرانسوي لوبغاړي کریم بنزیما په ۲۹مه دقیقه کې غوره ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.

په دوهمه نیمایي کې دواړو لوبډلو غوره لوبه وکړه خو چیلسي یو شمېر فرصتونه له لاسه ورکړل، او تر پایه لوبه په یو-یو ګول مساوي پاتې شوه.

دواړه لوبډلې به یو وار بیا د نیمه پایلوبې په دوهمه نیمایي کې د چیلسي په کوربه توب په سټامفورد برج کې د یوه بل سره مخامخ کیږي، او ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته لار مومي.

بل لوري ته د اروپا اتلانو لیګ په دوهمه نیمه پایلوبه کې یوه بله ستره لوبه کیږي چې انګلستانۍ لوبډله مانچسټر سیټي د فرانسوۍ لوبډلې پاریس سان جرمان پر وړاندې مخامخ کیږي. دغه لوبه شېبه وروسته په ۱۱:۳۰ بجې پېلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x