افغانستان

لوګر کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال ۱۲ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غوايي، ۱۴۰۰ل): د لوګر ولایت په مرکز پل علم او برکي ولسوالیو کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د کمانډو عسکرو په ګډون د ۱۲ دولتي عسکرو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

طالبان وايي، پرون د چهارشنبې په ورځ ماسپښين یې د مرکز پل علم په «طاهر کلا» سیمه کې ځانګړو کمانډو عسکرو په عملیاتي قطعې برید کې ۵ کمانډو عکسر وژلي او ۶ تنه نور یې ټپاین کړي دي.

ددې ترڅنګ طالبانو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې هم له د ولتي عسکرو سره د نښتې پرمهال د څلورم کنډک رئیس په ګډون د ۷ عسکرو د وژلو او ۹ نورو د ټپي کولو سربیره د «عیدګاه» سیمې د نیولو خبر هم ورکړی دی.

دفاع وزارت هم د برکي برک ولسوالۍ د نښتې تایید کړی او ادعا یې کړې د نښتو پرمهال یې مشهور دیني عالم شیخ عبدالحمید حماسي او د هغه ورور مولوي عبدالمجیب او د طالبانو د سرې قطعې د قومندان په ګډون یې اته طالبان وژلي دي؛ خو د سیمې خلک بیا د دفاع وزارت ادعا بې اساسه بولي.

د سیمې خلک وايي، دیني عالم او د جامعه محمدیه سهاکو مدرسې ناظم مولوي عبدالمجیب مهاجر نن د روژې په شپاړسمه سهار وختي د پیشلمي نه وروسته کله چې غوښتل یې جومات ته د اذان لپاره ولاړ شي، په لاره کې د ملي امنیت اړوندو ځواکونو لخوا تر برید لاندې راغلی دی.

د خلکو په خبره په دغه برید کې مولوي «مهاجر» ځای پرځای «شهید» شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د نوموړي جنازه نن د چهارشنبې په ورځ په درې بجو د موسهي ولسوالۍ عبدالرؤوف کلا سیمه اداء او د زرګونو کسانو په حضور کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

مولوي عبدالمجیب حذیفه مهاجر د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ عبدالرؤوف کلا سیمې اوسېدونکی، د ارواښاد شیخ عبدالرشید زوی، د ارواښاد شیخ عبدالقدوس جان وراره او د هېواد د نوموتي عالم شیخ عبدالحمید حماسي ورور ؤ، چې دا مهال یې په خپل کلي کې د جامعه محمدیه په نوم دیني مدرسې د نظامت چارې سرته رسولې.

د هېواد ګڼو دیني عالمانو او د پوهنتون استادانو د ملي امنیت لخوا د مولوي عبدالمجیب د ترور پېښه غندلې او دا کار یې بشري جنایت بللی دی.

د سیاسي چارو شناند او لیکوال نظر محمد مطمئن په دې هکله داسې ټویټ کړی: « دوی چي د شيخ عبدالحمید حماسي په ويشتلو او ترور ونه توانيدل؛ هغه د امنيتي ګواښونو له امله احتياط غوره کړی، نن سهار يې د دوی کلي موسهي – کابل کي ورور عبدالمجیب مهاجر د سهار لمانځه پر مهال ورته شهيد کړ. انا لله و انا اليه راجعون»

دا په داسې حال کې ده چې له تیر یو کال راهیسې پلازمینه کابل کې د دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او قومي مخورو هدفي وژنې او ترور تر بل هر وخت زیات شوی، چې خلک یې پړه د حکومت په پټو کړیو ور اچوي؛ خو حکومت تراوسه ددې بریدونو عاملین په ډاګه کړي نه دي او نه یې د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حماسی بیچاره یی هم وژلی دی. څه زورور دروغونه یی ویل خو اوس دی الله مغفرت کړی. په یاد لری چی ویی ویل: چی حقانی ته له آسمانه کباب شوی پسونه راغلل او په ونه کی ورته څوړنډ شوی وو. بالکل تازه نوی کباب شوی بیا مجاهدین پری را تاو شول او دواړه کباب شوی پسونه یی نوش جان کړل. پیغمبر (ص) د لوږې له وجی د جنګ په جنهی کی پر خپل نس دیږی تړلی وې خو له آسمانه ورته یو پسه هم رانغی ولی بر عکس حقانی # ته له آسمانه پسونه کباب شوی راتلل بیا هغه په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د غره له ځناورو نوره څه هیله کیدی شی ، غلامان ابزار او وسیله ده ، دا وژنی او وحشتونه یی د بادارانو یعنی امریکا او ناتو کړنی او قومانده ده ، هغوی ته دا مهمه نه ده چه څوک په سنګر او څوک په منبر کی دی هر څوک چه اسلامی پخه عقیده لری د دوی دشمن دی مهمه نه ده چه هغه نر او که ښځه او که هغه ماشوم او که بوډا هم وی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x