افغانستاند سولې څار

بايډن: امريکايي پوځيانو په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړي او نور بايد خپلو کورونو ته ستانه شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن کانګريس ته په خپلې لومړنۍ وينا کې د نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان شل کلنې جګړې د ختمولو په اړه هم خبرې وکړې او ويلي يې دي، چې امريکايي پوځيانو هلته خپلې موخې تر لاسه کړي دي او نور بايد دا جګړه پای ته ورسيږي.

جو بايډن په تېرې جنورۍ کې د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې د کانګريس دواړو جرګو ته يې وينا وکړه.

نوموړي د نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان شل کلنې جګړې پای ته رسولو ته په اشاره وويل، چې امريکايي ځواکونو القاعده ډله له منځه وړې، د هغې مشر اسامه بن لادن يې وواژه او نور د دې وخت را رسېدلی، چې امريکايي عسکر خپلو کورونو ته ستانه شي.

جو بايډن وويل، چې امريکايي ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱مې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د امريکا ولسمشر زياته کړې، چې د امريکايي ځواکونو هدف د اسامه بن لادن وژل او د القاعدې ډلې له منځه وړل و، هغه هدف تر لاسه شوی او اړينه نه وه، چې هلته دې څو نسله جګړه دوام وکړي.

جو بايډن څو ورځې وړاندې هم د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال ويلي و، چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې خپل هدف تر لاسه کړی او د پخواني حکومت له لوري ده ته په ميراث کې د دوحې تړون پاتې دی او دی هم ورته ژمن دی.

امريکا او طالبانو د تېر کال په فبرورۍ کې د دوحې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې يې ټول امريکايي ځواکونه بايد د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو جو بايډن په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې امريکايي ځواکونه به د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي او د سپټمبر تر ۱۱مې به دا لړۍ بشپړه شي.

طالبانو د امريکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی، خو د بايډن له لوري د وتلو نېټه غځول يې د دوحې له تړونه سرغړونه بللې ده.

طالبانو امريکا ته خبرداری ورکړی، چې د مې له لومړۍ نېټې وروسته د هر ډول زيان او جګړې پړه به د امريکا پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hahaha
Congratulations

الحاج استاذ بیانزی

بایدن او امریکایی ټولو سړیخورو ته پټه ده چه ۹/۱۱ فاجعه د اسلامی نړی د فعاله مسلمانانو د محوه یا مهارولو د پاره په ځانګړی ډول افغانستان کی وسیله وه د بوش د ټیم له خوا د روسانو له ماتی وروسته پلانګذاری شوی وه . افغانان خو څه چه هغه نه د القاعدی او نه د اسامه رح لخوا تر سره شوی هغه د امریکا دننه کړنه وه مګر هغه چه بوش د القاعدی غړیتوب درلود بیا نو د القاعدی دعوی سمه ده . موځه یی په اسلامی نړی په ځانګړی دول افغانستان، منځنی ختیز او د افریقا شمال اسلامی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x