تاریخ او شخصیتونه

د امت څراغان؛ سیدنا جعفر بن ابي طالب الطيار رضی الله عنه

حبیب الرحمن محبُ الرسول

د قائد اعلی، امام المجاهدين حضرت سیدنا و محبوبنا رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوي باغچې څخه یو بل ساتل سوی ګلاب او د نبوي مدرسې یو تن زړور او ځیرک شاګرد، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اکا زوی او د حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه ورور، د سرو زرو د وزرو خاوند حضرت جعفر بن ابي طالب الطیار رضی الله عنه د بعثت په درو اولو کلونو کې د اسلام په مبارک دین مشرف شوی دی او د سابقون الأولون صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه دی.

د نبوت په شروع کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د حق د تبلیغ وظیفه په سري او خفي توګه سرته رسوله خو د نبوت په څلورم کال کې چې کله د قرآن کریم د حجر سورت دا مبارك آیت نازل شو چې( فاصدع بما تؤمر و اعرض عن المشركين)

ترجمه: يعنې د تبلیغ وظیفه په ډاګه او ښکاره اجراء کوه او د مشرکانو د دښمنۍ پروا مكوه.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د حق د تبلیغ کار په ښکاره توګه شروع کړ، هغه خلک چې خوش قسمته وه او د الله جل جلاله خوښ خلک وه هغو د حق بلنې ته سمدلاسه لبيک ووایه خو کوم بدبخته چې پخپله ګمراهۍ او شرك باندې ټینګ پاتې سول او د توحيد د لارې پر پیروانو باندې یې داسې ظلمونه شروع کړل چې سړه ځمکه یې ورباندې سره کړه.

مسلمانانو څه موده دغه ظلمونه وګالل خو په پای کې د نبوت د پنځم کال د ر جب په مياشت کې محبوب صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د هجرت اجازه ورکړل او ورته ویې فرمایل چې حبشې ته ولاړ شئ هلته داسې یو پاچا واکمن دی چې پر چا باندې ظلم کیدلو ته اجازه نه ورکوي، هلته خواخوږي موجوده ده، تاسې تر هغه پورې هلته واوسئ چې ستاسي د دغه کړاوونو د دفع کولو لپاره الله جل جلاله څه لاره برابره کړي له دغې اجازې نه وروسته يوولس نارينه او څلور ښځې په همدې کال کې حبشې ته هجرت وکړ او د نبوت په شپږم کال اتیا نارینه او اتلس ښځو حبشې ته مهاجر شول او هلته یې سوکاله ژوند پیل کړ.

د مکې مشرکان چې کله خبر شول چې مسلمانان په حبشه کې ارام ژوند تیروي نو يوه شیطاني دسیسه يې غوټه کړه چې خپل استازي د حبشې پاچا نجاشي ته وليږي تر څو چې په مهاجرینو باندې په دار الهجرت کې ژوند تریخ شي او له هغه ځایه راوتلو ته یې مجبور کړي، ددې کار لپاره یې عمرو بن العاص او عبد الله بن ابي ربیعه له ډیرو قیمتي سوغاتونو سره ولیږل، کله چې دوی حبشې ته ورسیدل نو د حبشې د باچا اصحمه نجاشي دربار ته ورغلل او هغه ته یې خپل پیشنهاد وړاندې کړه، ویې ویل چې زموږ ناپوهو او غولیدلو خلګو خپل پلرنی دین او وطن پرې ایښې دی دلته راغلي دي او دلته یې ستاسې دین هم ندی منلی، خپل یو نوی دین یې ایجاد کړی دی د همغه پابندي او پیروي کوي، زموږ عرض دادی چې دغه خلک بېرته مکې ته واستوه، د باچا درباریانو چې پدې معامله کې یې رشوتونه خوړلي وه هغوی هم د مکې د هیئت خبره تائید کړه او ویې ویل چي دغه مهاجر خلګ دي مجبور کړای شي چې بیرته خپل وطن ته ولاړ شي، نجاشي که څه هم تر دغه وخته په اسلام نه و مشرف شوی خو یو خواخوږی او عدل خوښوونکی انسان و، د مشرکانو د وفد په جواب کې یې وویل: څنګه کیدای سي چې زه بې له څه پوښتنې کولو څخه دغه مجبور خلك چې خپل وطن یې پري ایښی دی او دلته یې پناه راوړيده؛ له خپل وطن نه وباسم.

نجاشی مهاجرین راوغوښتل، د قریشو وفد او مهاجرین یو ځای د پاچا دربار ته ورغلل، د قريشو هیئت د باچا په وړاندې سجده وکړه او مهاجرین بې له سجدې څخه داخل سول، پاچا لومړی دا پوښتنه وکړه چې تاسې ولې زما په وړاندې د تعظیم سجده ونکړه او بیایې وویل چې تاسې ولې د خپل قوم دین پرې ایښی دی بل کوم دین مو هم ندی غوره کړی او نوی دین مو ایجاد کړیدی؟

مهاجرینو څخه یو نفر ور وړاندې سو او ویې ویل:
موږ یوازې د الله جل جلاله په وړاندې د سجدې لپاره سرونه ټیټوو، له هغه جل جلاله څخه ماسيوا بل هیچا ته سجده نکوو، دويمه خبره دا چې موږ د جاهليت په دور کې د یوه خدای پر ځای د بتانو عبادت کاوه، مردارې مو خوړلې، د فحشاء چارې مو سرته رسولې، زموږ زورورو به د کمزورو غوښې خوړلې او د ګمراهۍ په تیاره کې مو ژوند تيراوه، بالاخره الله جل جلاله زموږ په حال باندي رحم وکړ، خپل پیغمبر صلی الله علبه وسلم یې راولیږه چې هغه موږ ته د يوه خدای د عبادت بندګي، صدق او امانتدارۍ، له خپلوانو او ګاونډیانو سره د ښه سلوك امر کوي، له وینو تویولو، حرامو کارونو د بې حیايۍ له چارو، دروغ او بهتان ویلو څخه مو منع کوي، موږ په هغه باندې ایمان راوړی دی، په همدې خبره موږ د دغو ظالمانو له ظلمونو څخه تنګ سولو او دلته مو پناه راوړه، له تا څخه زموږ هیله دا ده چې دلته په موږ باندې ظلم ونشي، د مهاجرینو د مشر له وينا نه وروسته نجاشي هغه ته وویل ایا د هغه كلام څه برخه راته اورولی شئ چې الله جل جلاله ستاسې په پیغمبر باندې نازل کړیدی؟

هغه  جواب ورکړ:
هو، بیایې د سوره مریم څو ایتونه ورته ولوستل، پاچا او د هغه مذهبي پیشوایانو ورته وژړل او ویې ویل:
په الله جل جلاله قسم، دغه کلام او هغه کلام چې حضرت موسی علیه السلام راوړی و؛ دواړه له يوې سرچینې څخه راغلي دي، همدا رنګه نجاشي د حضرت عیسی علیه السلام په هکله د مهاجرینو د مشر ددې وینا د اوریدو څخه وروسته چې هغه صرف د الله جل جلاله رسول او بنده و، د ځمکيعې څخه یې يو خاشه را پورته کړه او ويې ويل:

په الله جل جلاله قسم د حضرت عیسی علیه السلام په باب چې تا څه وویل هغه ددې خاشې په اندازه هم له دې نه هاخوا ديخوا بل څه نه وو، بیا یې وروسته د قریشو استازو ته وویل چې بیرته ولاړ شئ، دا هیڅکله نشي کیدای چې زه دغه خلک تاسې ته وسپارم او له خپل وطن څخه یې وباسم، د مهاجرينو مشر دغه پنځه ويشت ۲۵ کلن زلمی چې په خپله جذابه وينا او قوي استدلال سره یې د حبشې د واکمن زړه ویلې کړی او د خپلو مسلمانو وروڼو لپاره یې هلته د امن او اطمینان استوګنځی برابر کړ د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د اکا زوی او د علي رضی الله عنه مشر ورور حضرت جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه و.

حضرت جعفر رضی الله عنه د خپلو مسلمانو وروڼو سره تقريبا ( ۱۳ ) کاله په حبشه کې پاته سو او د خیبر د غزا په وخت کې مدینې منورې ته راستون سو، کله چې جعفر رضی الله عنه راغی نو محبوب صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
د خیبر تر فتحې د جعفر رضی الله عنه په راتګ ډیر خوشحاله شوم، له هغه وروسته جعفر رضی الله عنه په غزاګانو کې مسلسل برخه واخیستله.

د مؤته په جنګ کې چې کله رسول اکرم صلی الله علیه وسلم درې زره کسیز لښکر د حضرت زید بن حارثه رضی الله عنه تر قیادت لاندې ولیږه، پدې لښکر کې حضرت جعفر رضی الله عنه  هم شامل و، د لښکر رخصتولو په وخت کې محبوب صلی الله علیه وسلم وفرمايل: که په جنګ کې زید شهید سو نو جعفر به د لښکر امیر شي او که هغه هم شهید شو نو عبد الله بن رواحه الانصاري به د لښکر قیادت په غاړه واخلي.

کله چې لښکر روان سو نو د بلقاء ښار د مؤته نومې کلي ته ورسیدل نو هلته د بلقاء او د روم لښکرې د دوی پر خلاف سره یو ځای سوي وو چې شمېر يې تقریباً دوه لکه۲۰۰۰۰۰  نفرو ته  رسیده، د مؤته په میدان کې د حق او باطل لښکرو جګړه پیل کړه، د اسلامي لښکر امیر حضرت زید بن حارثه رضی الله عنه په پوره مېړانه وجنګیده او په پای کې یې د شهادت جام نوش کړ له هغه وروسته د اسلام بیرغ حضرت جعفر رضی الله عنه را پورته کړ او د اسلامي لښکر آمریت یې په دغه سختو شرایطو کې په غاړه واخسیته او  د دښمن په صفونو کې د يو غښتلي سپاهي په حیث ورننوت او پدې مفهوم یې اشعار وویل:

جنت څومره ښه او ښکلی دی، هغه ته نژدې کیدل څومره خوند کوي، د هغه اوبه ډیرې یخې دي، رومیان هغه خلک دي چې د عذاب نیټه یې نژدې شوې ده، دوی کافران دي، نبیره یې ورکیدونکې ده، پر ما باندې دا فرض ده چې ورسره مخامخ سم ګوزار ورباندې وکړم.

وروسته جعفر رضی الله عنه خپل آس وواژه او بې له آسه یې جګړه پیل کړه چې دا په اسلامي جنګو کې هغه اول آس و چې ووژل سو، ددې معنا داسې وه چې یعنې تر مرګه جنګیږم او شاتګ نکوم، پر حضرت جعفر رضی الله عنه  باندې له هر طرفه د غشو، تورو او نېزو باران و، ټول بدن یې زخمي زخمي و خو له دې سره سره به چې دښمن ورته نژدې کېده هغه به یې په یو ګوزار راپرځاوه او د جهنم کندې ته به یې لیږه، په پای کې دښمن د هغه يو لاس ورپریکړ، هغه سمدستي بیرغ په بل لاس کې ونیوه، هغه بل لاس یې هم ورپریکړ، هغه بیرغ په خپلو شوټو لاسونو په سینې پورې ټینګ ونیوه، په همدې حالت کې یو رومي راغی او جعفر رضی الله عنه یې په توره وواهه او پر منځ دوه ځایه سو، پداسې حال کي چې په بدن کې یې نوي ۹۰ زخمونه وه او پر منځ دوه ځایه و پرځمکه راولویده او شهید پورته سو.

له هغه وروسته عبدالله بن رواحه رضی الله عنه د لښکر قیادت په غاړه واخیست؛ خو هغه هم د شهادت جام نوش کړ.

هلته رسول کریم صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضی الله عنهم په مینځ کې په مدينه منوره کې ناست و او د جنګ حالات یې بیانول، په ناڅاپي ډول یې وفرمایل:
زید  بیرغ واخیست، شهید سو، جعفر بیرغ په لاس کې ونیوه او  شهید سو، عبد الله بن رواحه بیرغ راپورته کړ، هغه هم شهید شو اوس د الله جل جلاله د تورو څخه یوې تورې یعنې حضرت خالد رضی الله عنه بیرغ واخیست او هغه فاتح سو.

محبوب صلی الله علیه وسلم دا وینا پداسې حال کې کوله چې له مبارکو سترګو نه یې اوښکې بهېدلې.

رسول الله صلی علیه وسلم د حضرت جعفر رضی الله عنه کور ته ورغی او د هغه ماشومان یې په غیږ کې ونیول او ورته ویې ژړل، کله چې د جعفر رضی الله عنه میرمن حضرت اسماء ( رضی الله عنها ) پوښتنه وکړه، نو نبي کریم صلی الله عليه وسلم ورته د جعفر رضی الله عنه د شهادت خبر واوروه هغې لویه چغه ووهله نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
چغې مه وهه او د جاهلیت د زمانې عادت مه ترسره کوه، بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې ژړل یې وفرمایل:
جعفر غوندې خلک په ژړا ارزي، یعني که څوک ژاړي نو پر دغسې خلکو دې وژاړي.

د حضرت جعفر رضی الله عنه د شهادت څخه يوه ورځ  وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  صحابه کرامو رضی الله عنهم ته وفرمایل: چې جبرئیل علیه السلام  ماته خبر راکړیدی چې الله جل جلاله جعفر رضی الله عنه ته د هغه د لاسونو په عوض کې د سرو زرو او یاقوتو وزرونه ورکړیدي او په جنت کې چې هر ځای دده زړه وي هلته پروازونه پرې کوي، نو ځکه جعفر رضی الله عنه ته الطیار یا ذی الجناحین ویل کیږي.

دایې د قیامت څخه مخکې اعزاز او مقام دی د قیامت په ورځ د هغه د درجو خو فکر لا موږ نسو کولای.

رضی الله عنهم ورضو عنه

مأخذونه:
اسدالغابه
البدایه والنهایه
حیاة الصحابه
تاریخ ابن حیات الله
حقپالونکي
او داسې نور…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx