شعـــــرونه

له ګلاب سره خبرې/ محصل

صابرجان محصل

خوښيږي مې د زړۀ تل له کتاب سره خبرې
د ستورو په مالت کې له مهتاب سره خبرې

فطرت کې مې په برخه دغه لويه انديښنه ده
د ژوند محاسبه ده له حساب سره خبرې

د مستو څپو شور يې قرار کړی و سلګيو
ساحل کې د يو چا وې  له درياب سره خبرې

د حسن په شعاوو يې مات شوي ښکرور وو
ازغو  په ماته خولۀ کړې له ګلاب سره خبرې

دا ستا جفا مې هيره او له سترګو پنا نه ده
د سترګو په باب مه کړه! له عقاب سره خبرې

لباس د عقيدې چې د جهان قطبونه مات کړل
صابره! نور به څه وي؟ له افتاب سره خبرې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx