ورزش

چمپینز لیګ: مانچسټر سیټي نیمه پایلوبه کې پاریس سان جرمان لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټګی اسیا (پنجشنبه، ۹ غويي، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالیو دوهمې نیمه پایلوبې په لومړي لیګ کې د مانچسټر سیټي لوبډلې د نیمار لوبډلې پاریس سان جرمان ته په ۲-۱ ماتې ورکړه، او پایلوبې ته د رسېدو لپاره یو ګام مخته ولاړه.

مانچسټر سیټي لوبډلې په داسې حال کې په ۲-۱ بریا خپله کړه چې تر ۶۴مې دقیقې یې د ۱ ګول پر وړاندې هیڅ ګول نه درلود، خو په ۶۴مه دقیقه کې بیلجیکي کیون دي براین او په ۷۱مه دقیقه کې الجزایري ریاض محرز ځوابي ګولونه ووهل.

له دې وړاندې د نیمه پایلوبې په لومړۍ نیمایي کې د پاریس سان جرمان لوبډلې مشر برازیلي مارکینیوس په ۱۵مه دقیقه کې ګول وهلی و، خو ددوی منځني لوبغاړي ادریسه ګانا په ۷۷ دقیقه کې سور کارت ترلاسه کړ چې د پاریس لپاره دوهم ګول وهل لا ستونزمن شول. ددې سربېره ددوی تکړه او چټک ستوري کیلیان امباپی هم د پام وړ کارکردګي ترسره نه کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د نیمایي پایلوبې دوهم لیګ به راتلونکې اونۍ ترسره شي، چې مانچسټر سیټي لوبډله په خپل تاریخ کې لومړي ځل پایلوبې ته نږدې شوې او کولی شي په دوهم لیګ مساوي کولو هم بریا خپله کړي.

انګلستاني کلب مانچسټر سیټي تېره اونۍ ټوتنهام هاټسپر ته په ماتې ورکولو د انګلستان مسلکي کلبونو اتلولي وګټله او د انګلستان پریمیئر لیګ تاج په سر کولو لپاره هم نږدې شوې ده.

بل لوري ته فرانسوي کلب پاریس سان جرمان د تېر کال اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته د الماني کلب بایرن مونشن پر وړاندې لار موندلې وه، خو په ۱-صفر یې ماتې ومنله او له اتلولۍ محرومه شول، دوی یو وار بیا کولای شي پایلوبې ته لار ومومي، او ددې لپاره باید په دوهم لیګ کې د صفر او یا یو پر وړاندې دوه ګولونه راوړي.

له دې وړاندې د ریال مدرید او چیلسي لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې لومړی لیګ په ۱-۱ مساوي ترسره شوی و، دوی به هم راتلونکې اونۍ د چیلسي په کوربه توب دوهم لیګ ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x