افغانستان

وحید مژده: ټاکنیز کړکېچ مدیریت شوی و

د سیاسي چارو وتلی کارپوه وحید مژده، له «ژمن» خبري وېب پاڼې سره په مرکه کې د ټاکنیز بحران په ګډون یو شمېر مهمو ټکو په اړه خبرې کړي. ښاغلی مژده تېره ټاکنیز کړکېچ طبیعي نه ګڼي. دی پر دې باور دی، چې ټاکنیز کړکېچ د امریکایانو له خوا مدیریت شوی و، چې د افغانستان په سیاسي بهیر کې د امریکا د پښې راښکلو زمينه یې برابره کړه. مژده وايي: «زه فکر کوم چې اصلا هغه څه چې په دې جريان کې رامنځ ته شول، دا يو پلان شوی کار و. زموږ په نظر دا بحران مديريت شوی و، چې په افغانستان کې يې د امريکا د پښې غځېدو زمينه مساعده کړه، څو په سياسي اړخ کې دوی راشي او وساطت وکړي».

سره له دې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري تېره اوونۍ په ښکاره ټاکنیز کنګل مات کړ، مګر ښاغلی مژده لا هم پر دې باور نه دی، چې لانجه دې حل شوې وي. دی د کېري د بیا بیا راتګ امکان په ګوته کوي: «زه داسې فکر نه کوم چې ټولې خبرې په همدې ځای پای ته ورسېدې او له دې وروسته څه کړکېچ نه رامنځ ته کېږي. زه فکر کوم چې اوس هم مشکلات شته او شايد ډېر زيات مشکلات رامنځ ته شي. شايد کيري څو څو وارې بيا هم افغانستان ته راشي».

ښاغلی وحید مژده د افغانستان د تجزیې مسئله په ټینګه ردوي. دی دا مسئله ځینو خاصو افرادو پورې تړي او زیاتوي چې ولس پر یو موټي افغانستان ګروهمن دی. مژده زیاتوي: «دوی وايي چې د ملي وحدت حکومت جوړوي. معمولا د ملي وحدت حکومت هغه وخت رامنځ ته کېږي چې يو هېواد د تجزيې خوا ته لاړ شي او ستونزې رامنځ ته شي. افغانستان خو د تجزيې خوا ته نه و تللی. افغانستان په داسې حالت کې و چې څو د ګوتو په شمېر کسانو د موازي حکومت جوړېدو خبره کوله. د افغانستان ولس په دې متفق دی چې بايد يو موټي او متحد پاتې شي. نو د تجزيې ستونزه په افغانستان کې نه وه، او که وه هم، د ځينو محدودو کسانو په ذهن کې به وه».

ښاغلی مژده د دوو ټیمونو ترمنځ لانجې ژورې بولي او فکر نه کوي چې د کېري دغه ډول منځګړیتوب دې دا لانجه حل کړای شي. دی د خپلو څرګندونو په دوام کې د حل لار دا بولي چې که کېري د لانجو د حل لپاره «یو ځانګړی دفتر» پرانیزي ایله ستونزې حل شي. دی وايي: «په داسې حال کې يو ټيم څنګه کولای شي چې خپل پلان او پروګرام تطبيق کړي. دوی چې په عادي مسايلو کې سره نه کېني او سره جوړېږي نه، بلکې ګواښونه کوي، نو څنګه کولای شي چې په يوه حکومت کې سره راټول شي. هو په هغه صورت کې کېدای شي چې جان کيري په افغانستان کې يو دفتر جوړ کړي او کله چې د دوی تر منځ ستونزه راولاړېږي، هغه يې حل کړي».

ښاغلی مژده د سولې د خبرو اتر په تړاو په پای کې هیله مندي ښيي او د ولسمشر اوباما ژمنه چې ۲۰۱۶ کې به خپل ټول ځواکونه له افغانه وباسي، د خبرو اترو د ګړندیتوب محرک ګڼي: «په قطر کې به ډېر ژر پر دې مسئله خبرې وشي او شايد همدا اوس هم يو څه خبرې شوې وي. تر هغه ځايه چې زه خبر يم، آماده ګي ورته نيول شوې. له هغې وروسته بين الافغاني مذاکرات شروع کېږي. د ۲۰۱۴م کال له پايه د ۲۰۱۶م کال تر پايه پورې د مؤقت حکومت وخت دی. زه فکر کوم چې په دې دوو کلونو کې د امريکايانو او طالبانو مذاکرات نتيجه ورکوي. امريکا ويلي چې موږ غواړو چې د افغانستان ستونزه مسؤولانه حل کړو. شايد د دوی موخه همدا وي».

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

په زڑه پوري ده كه جان كيري ورته په كابل كي يو دفتر جوڑكڑي شايد ستونزي وقتا فوقتا حل كڑي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x