افغانستان

طالبانو په هلمند ۳ تنه د اختطافګرو له منګولو ژغورلي/ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غوايي، ۱۴۰۰ل): طالبانو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې درې تنه ملکیان د اختطافګرو له منګولو ژغورلي او له پېښې سره په تړاو یې ۳ تنه اختطافګر هم نیولي دي.

د طالبانو د رسمي ویب پاڼې الاماره د معلوماتو له مخې تیره ورځ یې د ګرشک ولسوالۍ اړوند «سیمنار» سیمه کې د اختطافګرو پرضد عملیات کړي او درې تنه یې د تښتوونکو له منګولو ژغورلي.

د حاجي ذاکر په نوم د دایکندي ولایت کیتي ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، چې درې ورځې وړاندې دده یو خورئی او دوه خورزې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اختطافګرو لخوا اختطاف شوې او ده یې زنګ وهلی ؤ، ترڅو د دغو کسانو د خلاصون په بدل کې شل لکه افغانۍ ورکړي.

نوموړی زیاتوي، داچې دوی بې وسه وو ایله درې لکه افغانۍ یې برابرې کړې او د نورو افغانیو د راټولولو وس یې نه لاره، نو په هلمند کې یې د طالبانو د استخباراتو مسئولینو سره خپله ستونزه شریکه کړه، چې طالبانو له درې ورځو پلټنو وروسته دغه درې واړه تښتول شوي کسان آزاد او دوی ته وسپارل.

په هغه ویډیو کلیپ کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، لیدل کیږې چي طالبانو د یو نارینه او دووه میرمنو په ګډون ۳ تنه ملکیان د اختطافګرو له منګولو ژغوري او آزادوي.

طالبان وايي، له دې قضیې سره په تړاو یې د اختطافګرو یو لوی بانډ هم نیولی، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

طالبانو دغه راز ویلي، په دغه مهال یې درې تنه اختطافګر هم نیولي: «درې تنه مهم انسان تښتونکي (محمدولي د موسی پهلوان زوی ، میرویس د محمدولي  زوی  چې اصلا د موسی کلا ولسوالۍ اوسیدونکي  دي  او محمدالله  عرف کاکو د روزګان ولایت اوسیدونکی.»

د طالبانو د معلوماتو له مخې په نیول شوو اختطافګرو د محمدولي په نوم یو تن سیمه ییز پولیس(اربکی) هم شامل دی د ګرشک ولسوالۍ په پولیسو کې یې دنده ترسره کوله.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې د هلمند په ګډون د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د غلو او اختطافګرو پرضد عملیات کړي او ګڼ هېوادوال یې د هغوی له منګولو څخه ژغورلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

حضرت صاحب

تقبل الله صیامکم وًقیامکم

په دې هیله چې دغه ویدیو به د خلیلی تر لور ورسوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x